یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهایران امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو په هڅو تورنه کړه

ایران امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو په هڅو تورنه کړه

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۸ مه) پر امریکا د تور لګولو په دوام، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او په کابل کې یې د سفارت سرپرست کاظمي قمي دا ځل په تر پخوا توندو ټکیو ویلي، چې د افغانستان بې ثباته کول د امریکا متحدو ایالتونو لومړیتوب دی.

نوموړي د ایران ایرنا اژانس ته ویلي، چې په سیمه او افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د ملاتړ تر څنګ امریکا په دې برخه کې له بېلابېلو لارو چارو ګټه اخلي.

ایراني مقام په دې تړاو د کوم سند لرلو یادونه نه ده کړې.

قمي د ایران په هڅه د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو د تماس ډلې د جوړېدو هلو ځلو ته په اشارې ویلي، چې ملګري ملتونه دې د دغو هڅو ملاتړ وکړي.

هغه له پاکستان سره د دغې ډلې د جوړېدو په اړه د خبرو له ښو پایلو خبر ورکړی، خو نور جزیات یې نه دي ښکاره کړي.

د طالبانو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې دوی نه غواړي افغان خاوره د بهرنیو هېوادونو د خپلمنځیو ناندریو نیابتي قرباني وګرځي.

ایران په وروستیو کې له امریکا متحدو ایالتونو سره بیا په ډېرو ناندریو دی او د څارونکو په باور، هڅه کوي چې دغه هېواد له افغانستان څخه هم وننګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب