دویم ټوک
له زلمیتوبه تر سړیتوبه
ژوند پېښې
سپین پکول
د ۱۳۶۲کال د ژمي لوړ مازیګر و، لمر په زرینو پڼو کې د ونو پر سرونو خیالولی خیالولی ګرځېده، د کور ور را وټکېد، د ببۍ له خولې یو دم دعا ووته، یا الله د خیر یې کړې.
زما په مخکې غوړېدلی کتاب د باد شور ونغاړه، ببۍ ته مې مخ واړاوه:
ـ دا څنګه دې یو دم له خولې دعا ووته!
هغې وخندل:
ـ هر څه ته دې پام وي! ته لکه چې کتاب نه وایې؟!
ـ کتاب مې لوست چې ستا غږ مې تر غوږ شو، نو…
ـ هر څه ته دې پام وي، دعا هر وخت کې ښه يي (وي).
دببۍ له خبرې سره ور بیا را وټکېد، هغه له ما نه مخکې او پښې لوڅې ور روانه شوه، د سپین لوی پړوني پیڅکه یې په ځان پسې راکاږله، ما خپل کتاب پرانست، ګورم چې ببۍ یو سپینږیری غوښن لنډ ګنډ سړی را مخکې کړی دی، ما چې تر بڼو لاندې ور وکتل، نو وپېژاند چې د لکړۍ اکبرجان و، ده ته مې د ببۍ د تره لور ناسته ده، ببۍ سړی نېغ کوټې ته ننه ایست، ور ته ویل یې:
ـ راځه! دا سبق وايي، وزګار نه دی.
زه چې د کتاب تورو ټکو نور ستړی کړی وم، له خدایه مې همداسې یوه شېبه غوښته چې یو څوک را پیدا شي او غورې ورسره وکړم،و نو ببۍ ته مې وویل:
ـ پرېده چې ماما دلته ماسره کېني.
ـ ستا سبق خلاص شوو که څنګه؟
ـ لږه دمه کوم.
ببۍ په ملا کږه شوه:
ـ ایله چې ستا له خولې مې د دمې غږ واورېده.
اکبرجان ماما کاشړوته خوله تر غوږونو وتښتېده:
ـ خورې دا خو نام خدا تکړه سړی دی! دا دی له خیره زلمی شوی دی.
ـ هو، خو سبق نه یې بل کار نه شته!
هغه ګرد مرد مخ باندې لاس راښکه:
ـ سبق ښه شی دی! دا ښه دی چې سبق ته یې مخه ده.
ببۍ پاڅېده او یوه لوټه اوبه یې راوړې:
ـ واخله دا مخ او لاس دې لږ وینځه ( ومینځه) دوړې درباندې پرتې دي!
ـ خورې! دوړې که دوړې، وطن ټول له دوړو نه ډک دی، یوه لوېشت سرک هم پوخ پاتې نه شو.
ببۍ سوړ اسویلی وایست:
ـ سپېره مړی انقلاب دې شي، هر څه یې تبا وبا کړه، اوس خلاصېږي نه.
اکبر جان یوه لپه اوبه مخ ته واچولې، تازه شو، ببۍ ته یې مخ واړاوه:
ـ خورې چې دا ټوپکې، ببرڅټي او سره روسان یي، ګومان نه کوم، که دا تونده برو ودرېږي.
ـ نو تر څو به دا حال وي!؟
ـ خورې! څه ووایم، زمونږ په ژوند خو ګومان نه کوم، که دا د لعل باچا په ژوند کې یو څه وشي، خو دا هم ګومان نه کوم!؟
ببۍ مې پر کشرۍ خور غږ وکړ:
ـ هله ماما راغلی، یوه پیاله چای ور ته راوړه ستړی به يي.
اکبرجان باندې د چای نوم ښه ولګېده، ویل یې:
ـ له لکړۍ (، شپولې ته څېرمه د هسکې مېنې یو کلی دی) نه پر خپلو پښو ( پیاده) راغلی یم.
ببۍ ور ته اریان دریان کتل:
ـ وئ ته خو به کپ کپ یې. ډوډۍ به دې هم نه وي خوړلي؟!
اکبر جان سر له ځمکې را پورته کړ:
ـ چېرته مې خوړلې؟
ببۍ د ښي لاس ګوته پر ښيي اننګي کېښوده:
ـ وئ، ته خو به ډېر وږې شوی یې؟
اکبرجان له ګوتو ټکاری وایست:
ـ خورې! ولږه مې یاد کې هم نه وه.
ببۍ مې بیا په خور غږ وکړ:
ـ هله اول هغه ښورا له یخچاله را واخله او دستي یې توده کړه. بیا به چای ور ته راوړې!
له ښورا سره د اکبرجان ماما کاشړوته خوله وتښتېده.
ـ خورې! د سروکاپرو له بمبارۍ او یرې (ډاره) نه د چا کپ هم نه تېرېږي، بل په ټوله لاره کې یوه کور هم آباد نشته!
ببۍ سر وښوراوه:
ـ ولې، ټول خلک وتي که څنګه؟
ـ یو نیم کور پاتې دی، هغه هم یا په سمڅو کې وي او یا که کور کې هم وي، نو غوږ وغوږ یې نه خېژي. هر سړی په خپلو خولو کې ډوب وي.
ببۍ ته د اکبرجان ماما د پښو سپېرو مېرو چاودلو تلو ته کتل او سترګې یې را ډکې شوې:
ـ له دې نه ښکاري چې ټول کلي وران شوي دي؟
اکبر جان ماما پښې کټ ته پورته کړې، بالښت ته یې ډډه ووهله، سر یې په لاسونو کې ټینګ ونیو:
ـ ای! خورې پوښتنه مه کوه! کلي کنډر کندر پراته دي، هغه لوړ برجونه زخمي زخمي دي. خړ پړ بادونه پکې لګي. باور کی (کړې) چې اسمان کې کله هم چا د تناره او نغری لوګی و نه لیده، بنګان (بني آدم) خو پرېده چې هغه مرغۍ او سپي هم نه ښکاري، ته به داسې فکر وکړې چې په وطن یوه سپېره سیلۍ تېره شوې او هر څه یې تروړلي دي، هره خوا تپه تیاره ده! زه چې ملا اذان سره سم را روان شوی یم، په ټوله لاره ما ته که ایله دوه درې کسان مخې ته راغلي يي، نور نو چوپه چوپتیا وه.
ـ نو خلک په پټو کار نه کي؟
ـ پټي ټول شاړ پراته دي، خلک زیاتره تللي او څه چې پاتې هم دي، هغه په کورونو او سمڅو کې ورک يي (وي). هغه وطن خو نه دی چې تا لیدلی و، قیامت دی قیامت!!!
د غوړې ښورا کاسه چې څنګه وشرنګېده، نو د اکبرجان ماما طبع وغوړېده. ببۍ هم یوه شېبه پرېښود، د اکبر جان ماما د کولمو کونګریو ښه په شور و زوږ کاسه وڅټله. شکر یې وایست او لاسونه یې لپه کړه. یا الله چې هر چېرته مې خپلو خپلوان وي، ته یې آباد لرې!!
د ببۍ زړه نه کرارېده، شېبه په شېبه یې ترې د روغ رنځور پوښتنه کوله، اکبر جان چې لږه دمه شو، د شنه تریخ چای په څښلو یې طبع وغوړېده، نو ببۍ ته یې وویل:
– خورې!؟
– ها څه خبره ده؟
ـ نجیب الله د تره زوی دې، زما اوښی …
د ببۍ له پښو ځمکه وتښتېده، اوتره شوه:
– په هغه څه شوي؟
اکبر جان به په پوزو کې خبرې کولې:
– څه نه دي شوي، وارخطا کېږه مه!
– له مانه خو دې زړه بوټ وایست، دلته خو چې څوک د چا پوښتنه وکړي، مونږ وایو چې ګنې څه ورباندې شوي دي.
– څه ورباندې نه دي شوي.
– نو څه خبره ده؟
– خبره دا ده چې هغه خو اوس مجاهدینو سره دی.
– مجاهدین څوک دي؟
– وه دغه نه دي، دغه د کوپارو سره چې جنګېږي، دا ټوپکې چې ورسره دي.
– ښه.
– د هغه سوال ځواب دی.
– د څه شي؟
– را ته یې وویل: ته لاړ شه او مدیر صاحب ته ووایه چې ماته یو سپین پکول راولېږلي، زه د حرکت په تنظیم کې مجاهد یم، د سپین غره محاذ کې یم.
ببۍ اوتره شوه او ور ته یې وویل:
– پام کوه، چې دا خبره سړي ته و نه کې( و نه کړې)!!
– خیر ته یې خېله پوه کړه، خط یې هم راته راکړی دی.
– ته یې دا خط را که.
خط یې واخیست، په دواړه مخه یې ښکل کړ، ویل یې:
ـ په دې به دهغه ګوتې لګېدلي وي، وۍ ما درنه صدقه کړې، نجیب الله جانه! کاکا خو مې سره کېښود، پوټی یې هم پاتې نه شو.
په ساندو ساندو او ډکو سترګو یې خط واخست او د پړوني په پیڅکه پورې یې غوټه کړ، د شپې چې کاکا راغی نو دا خط یې ور وښود، هغه وویل:
– دا کوم نجیب الله دی؟
– ته اوس نجیب الله هم نه پېژنې؟ د اکبرشاه کاکا زوی دی کنه!
– ما څه لیدلی و. دا به کشران وو.
– دا کشران وو، خو تا لیدلی و، اوس دې هیر شوی دی.
– دا اوس دومره مشر شوی دی؟
– سړی غټېږي، سپېره مړی انقلاب دې شي، که کاکا مې پاتې وی، څومره به ور ته خوشحاله وی!
– اوس یې ټوپک راخیستی دی؟
– اکبر جان په پوزو کې وبڼېده.
ـ کمبخت څه وکي؟
د کاکا پر تندي ګونځې راغلې:
– چې ټوپک یې راخیسته، ولې یې مکتب نه وایه؟
اکبرجان له یو ګوتې څټه سره را پور ته کړ او په خندا یې کاکا ته وکتل، ببۍ د اکبر جان په زړه پوه شوه چې د تبر خوله لېمځي نیولې ، نو پر کاکا یې غږ وکړ:
– مکتب خو تاسې پې (پرې ) وران که.
دې خبرې سره د اکبر جان خوله وتښتېده، خو د کاکا پر تندي د ګونځو غوبل لا هم جوړ و، ببۍ ته یې وویل:
ـ کېنه غلې، چټیات مه وایه …
– ولې تاسې چې انقلاب وکړ، نه ګورې هغه دی مکتبونه ټول وران شول.
کاکا دې خبرې سره سوړ اسویلی وایست، خو ځان یې ببۍ ته کم نه راوست، ور ته یې وویل:
– چټیات مه وایه، مونږ خو څه مکتونه نه دي سوزولي؟!
– چا سوزولي؟
اکبر جان وټوخل:
ـ دا ټوپکیانو سوزولي دي!
د کاکا طبع وغوړېده:
ـ نه ګورې هغه دی د تره لور خاوند دې خبره وکړه!
ببۍ هکه اریانه ودرېده، کاکا ور ته وویل:
ـ اوس یې چیشی په کار دي؟
ببۍ د پړوني په پیڅکې پورې غوټه کړی لیک پرانست:
– ته دا خط وګوره!
کاکا منجیله شوی خط پرانست، وروځې یې پورته پورته وغورځولې، په خط کې یې ورته لیکلي وو چې زه د حرکت په تنظیم کې یم، مجاهد یم، ماته یو سپین پکول راولېږه.
کاکا په منډه منډه خط ولوست او ببۍ ته یې مخ واړاوه:
– دا خو پکول غواړي!؟
– نو غریب به درنه نور څه شی وغواړي؟ هغه خو د پکول وسه هم نه لري.
کاکا مې وویل:
– پکول به ورته واخلو خو دا دې نه وايي چې دا پکول چا را لېږلی دی.
سپین پکول یې راوړ او اکبرجان ماما ته یې ورکړ.