همت عمرزوی
د ادب د تخلیق بهرني عوامل په خپل، خپل ځای د اهمیت او پاملرني وړ دي چې د دې نړۍ پر کیف او کان خپل هر راز اغېز ښندلای او ثابتولای سي، دا د بحث یو اړخ دی چې په دې شننه کې زمونږ کار ورسره نسته، نو موخه مو څه ده؟ واضح ده د مبتدي لیکوال او شاعر دروني دنیا. هغه نړۍ چې یو ادیب (باید) دومره باطني قوت او مدافعوي درایت ولري ترڅو د مادي نړۍ د تصنعي، او ساختګی اغېزو څخه خوندي او مصون وي، په داسي ژغورلي او چوڼلي دنیا کې دا چاره شونې ده چې ادبي تخلیق دي له خپلو طبیعي کوایفو سره راهست او هسک سي، طبعاً د بهرنيو عواملو پر وړاندي د دروني غبرګون پایله هم پخپل ذات کې د ادبي ایجاداتو بستر برابروي، اما زمونږ موخه دلته دا ده چې د تصنعي عواملو رخنه شنډتیا او بې اغیزمنتیا د ویښ ادیب د توان چاره وګڼو، بله مسله د بهرنیو پېښو سره د لیکوال چلند، غبرکون او لیدلوری مطرح کوي، ښه! دا اغیز خو يې حتمي اما زما او ستا د غبرګون طرز څه ډول دی طبیعي که مصنوعي؟ مونږ د فولکلوریکو ادبیاتو په برخه کې د انساني ژوند په کږلېچونو کې د طبیعي ادب د تخلیق ډېر غوره او بارزه نمونه پښتو لنډی لرو چې د پښتني ژوند ټول اړخونه او مختلف حالتونه په لمن کې رانغاړي، اوکابو ډېره برخه يې غبرګوني ادبیات جوړوي، زماپه آند ددې ادبي فن پارو د جاویدانه اغیز راز د دوی په طبیعيوالي او سوچه والي کې دی، تر دې پوري به زه خپل یو ژورنالیستیکه خاطره درسره شریکه کړم: څو کاله پخوامي په راډیو کې د ادبي_ او ټولنیزي برخي لپاره ادبي_څېړنيزي او شننیزي خپروني چمتو کولې، د دې برخي مختلف موضوعات مي له مختلفو کارپوهانو او استادانو سره څېړل، د ادبیاتو سره د یو محشور استاد سره مي د شفاهي ادب په اړه بحث درلود، پوښتنه مي د لنډیو د راغونډولو او خوندي کولو په اړوند وه استاد په ډېر قاطع او جدي توګه زما نظر رد کړ او ورزیاته یې کړه چې:(دا طبیعي ادبیات دي لاس به نه پرې وهئ پرېږدئ چې خپل اصلي مسیر ونیسي او د زماني څرخ سره جوخت خپل ذاتي او ماهیتي اصالت وساتي، دې برخې ته به د تصنع وړ او غوړ لباس نه وراغوندې دا زمونږ د روحونو طبیعي اوازونه دي…)، ما ورته د ورکي او هېرېدو انديښنه وړاندي کړه خو استاد مي بیاهم خبره ردکړه او ټینګاريې پردې ټکي وو چې طبیعي پدېدي خپل اصیل جوهر په هر ډول حالاتو کې ساتي او هر ډول لاس وهنه ورته معنوي زیان اړوي…، په هرحال د ادبیاتو د غنامندی یوه مهمه چاره دا ده چې مختلف نظریات او ګڼ لیدلوري پکښې وڅېړل او وشینل سي، دا تر ډېره بریده د ادب د غوړېدني او پرمختګ سبب ګرځي چې لاهم ادبي اجتهاد دوام ولري.
زمونږ د پورته پوښتني موخه هم همدا ده چې بحثونه او تحلیلونه سره وشاربل سي، ترڅو د ادب د رنګین جهان زرین رنګونه او مهين خوندونه راوسپړو، زما په فکر دا چې اوسني ادبیات هغه پخوانی طبیعي ماهیت او ذاتي اصالت نه لري علت يې د مبتدي په دروني کوایفو کې نغښتی دی…، زه به دا لیکنه د یو حسرتي لنډی پر محور را ټوله کړم او د سوچه طبیعي ادب د هستېدو او هسکېدو په هیله به خپله موضوع پای ته ورسوم.
هاپخوانی مینه دي نسته_ لکه د زرو بنګړی شور به دي کاوونه.
په پېرزوینه اودرناوي.
هرات، افغانستان.
٢٥\١\١٤٠٣