سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهبریتانیا په لومړي ځل یوه نابینا ښځه د سفیرې په توګه وګومارله

بریتانیا په لومړي ځل یوه نابینا ښځه د سفیرې په توګه وګومارله

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) ویکتوریا هریسن به لومړتۍ نابینا ښځه وي چې په سلووینیا کې د سږ کال له اګست څخه د سفیرې په توګه دنده پیلوي.

دا به خپلې دندې ته له خپل سپي سره، چې په هر ځای کې له دې سره مل وي، حاضره شي.

دا سپی، چې (اوتو) نومېږي، دوه کلن دی او د ګاییډ ډاګز خیریه موسسې له لوري دې ته ورکړل شوی دی.

ویکتوریا هریسن د سلووینیا د سفیرې په توګه ګومارنه د ځان لپاره ویاړ بللی او ویلي چې له خپلو همکارانو منندویه ده چې دې مقام ته په رسیدو کې یې له دې سره مرسته کړې او یا یې لارښوونې ورته کړي دي.

مېرمن هریسن په ۱۹۹۷ کې د بریتانیا له دیپلوماتیک ماموریت یا بهرنیو چارو وزارت سره یوځای شوه. دا لومړنۍ دیپلوماته وه چې نابینا وه او وروسته له دې په بهرنیو چارو وزارت کې ومنل شوه چې بریتانیا د معلولیت لرونکو کسانو په اړه یو قانون تصویب کړ.

دې تر دې وړاندې د فنلنډ په هیلسنکي او د بوسنیا په سارایه وو کې دندې اجرا کړي او همداراز یې د افغانستان او اوکراین د بحرانونو پر موضوع کار کړی دی.

حاضردمه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په سلو کې ۱۵ جګپوړي ماموران معلولیت لرونکي کسان دي.

1 COMMENT

  1. دا انګریزان څومره د شیطان زامن دی، زموږ بینایان ځوانان او زاړه ئی نابینا کړی دی خو د خپلو نابینایانو څخه د بینا انسان کار اخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب