Homeخبرونهپه بدخشان او سمنګان کې ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې واړولې

په بدخشان او سمنګان کې ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې واړولې

تاند (شنبه، د حمل ۲۵ مه) د بدخشان ولایت په شهربزرګ ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شول.

په دې پېښه کې، چې پرون وشوه، ۷ تنه نور ټپیان دي.

راپورونه وايي چې د ۳ ټپیانو حال نازک دی.

د پېښې جزییات لا څرګند نه دي خو په افغانستان کې اکثره ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د لارو د خرابوالي له کبله کېږي.

له دې پېښې یوه ورځ مخکې د سمنګان – بلخ ترمنځ په حضرت سلطان ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...