دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مارغان پر سمندرونو د الوت په ترڅ کې چیري دمه کوي؟

مارغان پر سمندرونو د الوت په ترڅ کې چیري دمه کوي؟

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) د مارغانو یو شمېر ډولونه هر کال لېرې ځایونو ته مهاجرت کوي. د دوی مزل ځینې وخت دومره اوږد وي چې څو اوونۍ دوام کوي ځکه چې له سمندرونو باید تېر شي.

دا مارغان چې کله له پراخو سمندرونو تېرېږي، چیري دمه نیسي؟

د مارغانو ځینو ډولونو ته تر ټولو ښه دا ده چې هیڅ دمه ونه کړي او پر له پسې الوت ته دوام ورکړي.

په هغه څېړنه کې چې په ۲۰۲۱ کې پر پنځه ډوله مارغانو وشوه، څرګنده شوه چې د مارغانو ځینې ډولونه لکه سمندري شاهین او کب نیوونکی ګوربت د دې اوږده سفر یوه برخه باد ته پریږدي. په دې توګه بې له دې چې پر له پسې وزر وښوروي او ستړی شي، باد یې په خپله مخه بیايي.

څېړونکي وايي، د سمندرونو دپاسه مارغان بې له دې چې خپله انرژي ولګوي، سلګونه کیلومتره د باد په مرسته مزل کوي.

په بریتانیا کې د مارغانو د خوندیتوب لپاره د سلطنتي ټولنې د معلوماتو پر اساس، اټکل کېږي چې ۲ زره ډوله مارغان بې له دې چې د مهاجرت په لړ کې چیري کښته شي او دمه ونیسي، سفر ته دوام ورکوي او ځان منزل ته رسوي.

په عین حال کې د مارغانو یو شمېر ډولونو په لاره ځینې ځایونه ځان ته ټاکلي او د سفر په ترڅ کې هلته دمه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب