سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد طالبانو خلاف پر وسله والې مبارزې د ازادۍ جبهې او نورو...

د طالبانو خلاف پر وسله والې مبارزې د ازادۍ جبهې او نورو ډلو ټینګار

تاند( یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) د طالبانو یو شمېر مخالفو جنګي ډلو، طالبانو سره په جګړه کې د ازادۍ جبهې د یوه وژل شوي مشهور قومندان اکمل امیر او ملګرو د لومړۍ کلیزې په انلاین یاد غونډه کې یې د خپلو وسله والو مبارزو په زیاتیدو او پراختیا ټینګار وکړ.

د ازادۍ جبهې مشر جنرال یاسین ضیا، چې ډېر لږ د رسنیو پر مخ څرګندیږي، په دغو مراسمو کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر رژیم توندې نیوکې وکړې او دوی یې وننګول، چې د افغانستان د فتحه کولو له ادعا سره- سره ولې د افغانستان د فضا له اشغالوالي شکایتونه لري.

هغه له طالب مشرانو دا هم وپوښتل، چې کابل کې ورسره مېلمه د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري څنګه او د چا په معامله ووژل شو او ولې یې دوی په اړه خلکو ته ځواب نه وایي.

نوموړي طالب رژیم تورن کړ، چې له امریکا څخه د بشري مرستو په نوم د څلوېښت میلیون ډالري مرستې له اوونیزې کڅوړې وراخوا، په اوونۍ کې سل میلیونه ډالره استخباراتي مرسته هم ترلاسه کوي.

د هغه په وینا، له دې سره چې طالبانو خپلو جنګیالیو ته د اردو او پولیسو ځواکونه واغوستل، خو د ده په باور، دوی نه بدل شوي او نه سم شوي نه دي.

د طالبانو پر ضد د یوې بلې جنګیدونکې ډلې( ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود په دې مراسمو کې وویل چې د طالبانو په کور دننه او د باندې لابي ګران له ټولو هڅو سره، سره د دغې ډلې په سپینولو کې ناکام شوي او بیا به هم ناکام شي.

هغه د طالب ضدو وسله والو ډلو د انسجام او فعالیتونو پر همغږۍ له ټینګار سره وویل، چې په دې برخه کې د ښو لاسته راوړنو پر لور روان دي.

طالب چارواکو د خپلو دغو وسله والو مخالفو ډلو د مشرانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معمولاً هغه ادعاوې بې اساسه ګڼي چې ګواکې افغانستان کې د دوی خلاف وسله والې ډلې فعالې دي.

د دوی په وینا، دغه ډلې یوازې تبلیغاتي او سوشل میډیایي حضور لري، چې د دوی رژیم ته هیڅ خطر نه شي پېښولی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، هم څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو د فعالیتونو زیاتې ادعاوې د باوري سرچینو لخوا نه دي تایید شوي، خو هغه د دې باوجود د ازادۍ جبهې فعالیتونه له کلیو څخه ښارونو ته پراخ شوي ګڼلي او ویلي وو، چې په ځینو مواردو کې یې د طالبانو رژیم ننګولی دی.

3 COMMENTS

  1. دا درست د امریکا ناروا زامن غله لندغر اختطافچیان او چپاولګران نور په افغانستان کښې د اوسیدو حق نلرې همدا بیغیرته غلو افغانستان دغې حالت ته راوست او اوس غواړی چی بیا د خپل چور او چپاول لپاره د غریب او بیچاره اولادونه د مرګ خولی ته ورګړی هغه کسان چې د غلو او لندغرو ته چک چکی کوې له هغو نه هم نور احمقان نشته

  2. د فیسبوک او مجازی نړی کاذب جګړه مار یاسین ضیآ او احمد مسعود بس دي چه د اکمل امیر او د هغه د ملګرو بچیان مو یتمان، ښځی مو ورته کونډی او میندی او پلارونه مو ورته په زړونو غمجن او د تل لپاره ناقراره کړه.
    که افغانستان په جګړه جوړیدای نو په دا پنځوس کاله کی به جوړ شوی وای.
    جګړه د حل لاره نه ده پردی بچیان مه وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب