دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د حکمتیار د یوه قومندان او د ولسي جرګې د...

امریکا کې د حکمتیار د یوه قومندان او د ولسي جرګې د مخکیني غړي نیول کېدل

تاند( یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په تګزاس ایالت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پخوانی قومندان محمد خاورین په افغانستان کې د امریکا د یو شمېر سرتېرو د وژلو په تور نیول شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی څه موده مخکې نیول شوی او تورن دی، چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې یې د هغو بریدونو مسوولیت درلود، چې تر ۹ پورې امریکایي سرتېري یې له امله وژل شوي وو.

ویل شوي، چې دغه کس اوس په امریکا کې اوسېده او د امریکایي استخباراتو تر څار لاندې و.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه مشر کریم امین د امریکایانو لخوا د خاورین د نیول کیدو په اړه ویلي، چې نوموړی د ۲۰۱۹ په پارلماني ټاکنو کې له پکتیکا ولایت څخه ولسي جرګې ته بریالی شوی و.

د ده په وینا، د امریکایانو لخوا د نوموړي نیول کېدل له پرځیدلي جمهوري نظام سره د حزب اسلامي د توافقنامې نقض دی.

د ده په وینا، یاده توافقنامه د جمهوري نظام د نورو متحدینو په څېر امریکا متحده ایالاتو او ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا تصویب کړې او هوکړه ورسره کړې وه.

د خاورین او ور پورې تړلو بریدونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب