سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپاکستان په ۱۰ ورځو کې تر ۸۵۰۰ ډېر افغان کډوال راستانه کړي

پاکستان په ۱۰ ورځو کې تر ۸۵۰۰ ډېر افغان کډوال راستانه کړي

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) د پاکستاني پوځ ته یوه ډېره نژدې رسنۍ وايي، په داسي حال کې چې د افغان کډوالو د ایستلو د بل پړاو لپاره تیاري روانه ده، د روان اپریل له ۳ تر ۱۳ پورې په لسو ورځو کې ۸۵۸۱ تنه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پاکستاني رسنۍ (سما) نن راپور ورکړ چې د بې اسناده کډوالو د ستنولو په لومړي پړاو کې، چې د تېر کال په اکتوبر کې پیل شو، نژدې ۵ لکه ۳۶ زره افغان کډوال خپل هیواد ته واستول شول.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې له اختر وروسته به د کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړي.

سبا (د اپریل ۱۵ مه) پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو د پیلولو نېټه اعلان کړې ده.

د پاکستان فدرالي حکومت اعلان کړی چې د اپریل په ۱۵مه به په ټولو ایالتونو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي چې د (اي سي سي) يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېزه کاکړ وايي، د هغو افغان کډوالو  شمېر چې د (ای سي سي) کارتونه لري شاوخوا ۸۵۰ زره تنه دی.

د بخښنې نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل د کډوالو د ايستلو د دوهم پړاو پر پیلېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا کار به ځینې افغان وګړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخامخ کړي.

دې ادارې د دې بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي، د پاکستاني د حکومت دا ډول چلند به ځورونو او د بشري حقونو سرغړونو ته لاره هواره کړي.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې دا ډول خلک له وړاندې څخه له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې له پاکستان څخه ډېر ایستل شوي خلک ښځې او ماشومان جوړوي، هغه خلک چې د ملګرو ملتونو په وینا ډېر زیانګالي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې (يو اېن ایچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې نژدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې يې ۱.۳ ميليونه د پي او ار کارډ لري او پاتې نژدې ۹۰۰ زره يې د اې سي سي کارتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب