دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د انسان لومړی تصویر | ژباړه: احمدشاه پاڅون

د انسان لومړی تصویر | ژباړه: احمدشاه پاڅون

دا عکس د ۱۸۳۸ میلادي کال د می پر څلورمه اخستل شوی دی. دا د تاریخ لومړی عکس دی چي د کمرې مخي ته انسان لیدل کیږي. تر دې وړاندي کمره موجوده وه، عکسونه یې اخیستل خو د انسان شکل یې تر دا مهاله نه وو ثبت کړی.

دلیل یې دا و چي هغه مهال کمرو د عکس اخیستلو لپاره اته دقیقې ایکسپوژر وخت ته اړتیا لرله. په دې مانا چي کمرې هغه شی ثبتولای شو چي اته دقیقې به ځای پر ځای ساکن ولاړ و، لکه ښار، صحرا، ځنګل او نور، مګر د متحرکو شیانو تصویر یې نه سو اخیستلای، لکه انسان، حیوان، مرغان او نور.

په ۱۸۳۹ میلادي کال کي louis Daguerre یوه کمره جوړه کړه چي هغه د ایکسپوژر وخت له اته دقیقې څخه پنځه دقیقې ته را کښته کړ. د کمرې تر چمتووالي وروسته نوموړي د خپل اطاق له کړکۍ څخه د پاریس د ښار دا عکس واخیستی. دغه وخت د ښار کوڅې له انسانانو او آس ګاډیو څخه ډکې وې، خو کمرې د (ایکسپوژر وخت د زیاتوالي له کبله) ثبت نه شوه کړای، مګر په دغه کوڅه کي د دوو انسانانو شکلونه کمرې ثبت کړه، ځکه دوی په دې پنځه دقیقو کي له خپله ځایه و نه ښوریدل.

په دې دوو انسانانو کي یو هغه کس وو چي د خپلو څپلیو رنګولو لپاره د څو دقیقو لپاره پر ځای ساکن ولاړ و او دوهم انسان هغه موچي دی چي د لومړي کس څپلۍ یې ور رنګولې.

په دې ډول دا دوه کسان لومړي انسانان دي چي د کمرې په مرسته یې عکس ثبت سوی دی او دې عکس ته یې د Boulevard du Temple نوم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب