Homeخبرونهطالبانو پر اسراییل د ایران برید مشروع دفاعي اقدام وباله

طالبانو پر اسراییل د ایران برید مشروع دفاعي اقدام وباله

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ اسراییل ته منسوب برید د نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف بللی او د هغه په ځواب کې یې د ایران حمله مشروع دفاعي اقدام ګڼلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې پر غزې د اسراییل د یرغل یادونه هم کړې او ویلي یې دي« د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسل‌وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.»

د طالبانو حکومت په عین حال کې له ټولو اغېزمنو هیوادونو غوښتي چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د اسراییل رژیم د جنایتونو د درولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د روان حمل په ۱۳ مه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له وخته، چې د قدس ځواک د قوماندان محمدرضا زاهدي په شمول د سپاه پاسداران ۷ جګپوړي افسران پکې ووژل شول، د ایران له لوري پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید احتمال ورکول کېده.

د تېرې شپې له بریدونو وروسته د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري نن اعلان وکړ چې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو او توغندو بریدونه د ایران له نظره پای ته رسیدلي او ایران د نورو حملو نیت نه لري.

ده ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د اسراییلو نواتیم هوايي اډه او د اسراییل په شمال کې یوه اډه په نخښه شوي چې دواړه د پام وړ ویجاړې شوي او له کاره لوېدلې دي.

اسراییل وايي چې د دې بریدونو په ترڅ کې له ایران، عراق او یمن څخه د دغه هیواد لور ته تر ۳۰۰ ډېرې بې پېلوټه الوتکې او توغندي وتوغول شول چې تر ۲۰۰ ډېر توغندي یې بالستیک او کروز وو چې د ایران له خاورې وروویشتل شول.

له دې بریدونو وروسته، چې د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو له لوري وشول، اسراییل وویل چې پوځ یې له خپلو متحدانو سره یوځای د ایران له لوري د ۹۹ سلنه ویشتل شويو توغنديو او بې پېلوټه الوتکو مخه نیولې او په هوا کې یې ویجاړ کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...