Homeخبرونهپه افغانستان کې سیلونو ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په افغانستان کې سیلونو ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویندوی اعلان وکړ چې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او د سیل د راتلو له کبله لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سیلونو له امله ۶۰۶ کورونه نړېدلي او همداراز لږترلږه ۲۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت اټکل کړی چې تر راتلونکو درو ورځو پورې به شدید ورښتونه دوام وکړي.

د دغه وزارت پر اساس، په ځینو سیمو کې به واوره هم واوري.

تر دې وړاندې پرون په اروزګان ولایت کګې د سیلونو له کبله ۳ ماشومان مړه شول او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه، یو بند او یو پُل ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...