سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهسیلونو یوازې په اروزګان کې ۱۲ تنه مړه کړي

سیلونو یوازې په اروزګان کې ۱۲ تنه مړه کړي

تاند (یکشنبه، د حمل ۲۶ مه) په اروزګان ولایت کې د پرون او نن په سیلونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲ ته ورسید.

په اروزګان کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس عبدالله خالد نن رسنیو ته وویل چې سیلونو د ترینکوټ – کندهار او همداراز د ترینکوټ او ټولو ولسوالیو لارې بندې کړي دي.

د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې کرنیزې مځکې یې اوبو لاندې کړي او حتي کورونو ته یې اوبه ننوتي دي.

لومړني راپورونه ښيي چې په اروزګان کې سیلونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي او زرګونه جریبه مځکه او یو شمېر پلُونه یې له منځه وړي دي.

تر دې مخکې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې ویندوی رسنیو ته وویل چې د افغانستان په کابو ټولو ولایتونو کې شدید ورښتونه (باران او واوره) شوي او په ګڼو ولایتونو کې سیلونه راغلي دي.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویندوی اعلان وکړ چې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او د سیل د راتلو له کبله لږترلږه ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سیلونو له امله ۶۰۶ کورونه نړېدلي او همداراز لږترلږه ۲۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارو د سبا او بل سبا لپاره هم د شدیدو ورښتونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب