دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپر اسراییلو د ایران له حملې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو...

پر اسراییلو د ایران له حملې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو ملاتړ

تاند( ۲ شنبه، د حمل ۲۷ مه) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمېر افغان سیاسي څېرو پر اسراییلو د ایران د بریدونو ملاتړ کړی او دا یې د دغه هېواد مشروع حق ګڼلی.

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، په اجرائیه ریاست کې د ډاکټر عبدالله مرستیال محمد محقق، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او یو شمېر نورو څېرو هم د ایران د دغو بریدونو ملاتړ کړی.

دوی په دې ملاتړ د یو شمېر افغانانو نیوکو سره مخ شوي او تورن شوي، چې ایران سره د خپلو پخوانیو استخباراتي او مرموزو اړیکو حق اداېنه کوي.

د یو شمېر افغان څارونکو په باور، د طالبانو د واکمن رژیم تر څنګ داسې سیاسي څېرو ته له داسې مسایلو لیرې والی ځکه اړین دی چې په سیمه کې د تشدد زیاتوالی تر هر چا زیات افغانانو ته تاوان اړولی شي.

د روان حمل په ۱۳ مه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له وخته، چې د قدس ځواک د قوماندان محمدرضا زاهدي په شمول د سپاه پاسداران ۷ جګپوړي افسران پکې ووژل شول، د ایران له لوري پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید احتمال ورکول کېده.

د اوړمې شپې له بریدونو وروسته د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري نن اعلان وکړ چې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پېلوټه الوتکو او توغندو بریدونه د ایران له نظره پای ته رسیدلي او ایران د نورو حملو نیت نه لري.

ده ادعا کړې چې په دې بریدونو کې د اسراییلو نواتیم هوايي اډه او د اسراییل په شمال کې یوه اډه په نخښه شوي چې دواړه د پام وړ ویجاړې شوي او له کاره لوېدلې دي.

اسراییل وايي چې د دې بریدونو په ترڅ کې له ایران، عراق او یمن څخه د دغه هیواد لور ته تر ۳۰۰ ډېرې بې پېلوټه الوتکې او توغندي وتوغول شول چې تر ۲۰۰ ډېر توغندي یې بالستیک او کروز وو چې د ایران له خاورې وروویشتل شول.

له دې بریدونو وروسته، چې د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو له لوري وشول، اسراییل وویل چې پوځ یې له خپلو متحدانو سره یوځای د ایران له لوري د ۹۹ سلنه ویشتل شويو توغنديو او بې پېلوټه الوتکو مخه نیولې او په هوا کې یې ویجاړ کړي دي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    زه فکر کوم چې دادفر سپنتا، کرزی، عبدالله ، محقق, اومعلم عطا او یوشمېر جنایت کاران دې سهار شیشه کې په دقت وګوری چې دسیاست کومه برخه او دکتورین دوی ته دا اجازه ورکوی چې دسیاسی څېرو تر نوم لاندې دغه ځان ښودنه کې خلکو ته دا باور زمینه رامنځ ته کړی یو څوک چې خپله خاین اوغدار وی هغه بل غدار ته څنګه ګواښ کولای شی؟ نیتن یاهو عین لېوه دی!

  2. د دی ډول سیمه ایزو او نړیوالو کشالو په وړاندی د منفی یا مثبت دریځ نیول ډیر عوامل او لاملونه لری.
    څوک ؟
    ولی؟
    څرنګه؟
    کله؟
    دا ډول مسائل فکری – عقیدتی او فرهنګی – دینی او سیاسی – اقتصادی او انسانی – عاطفی او بلآخره ژئو پولیټیکی ریښی لری.
    ممکن یو څوک د ( زور او قدرت = حقانیت ) تر فورمول لاندی د اسرائیلو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو طرفدار وی.
    ممکن یو څوک د غرب د غلطو او استعماری سیاستونو څخه د کرکی او نفرت له وجی د اسرائیلو مخالف وی.
    ممکن یو څوک مخکی د امریکی صمیمی دوست ؤ خو د امریکی لخوا د طرد له وجی د اسرائیلو د ځپلو طرفدار وی.
    ممکن یو څوک له عقیدتی – دینی ادرس څخه د صهیونیسټی رژیم طرفدار یا مخالف وی.
    ممکن یو څوک د غرب سره د ژورو اقتصادی – سیاسی اړیکو د نه شلیدو او غوڅیدو له ویری د اسرائیلو طرفدار وی.
    ممکن یو څوک د خپل هیواد د حساس مؤقعیت له مخی د روانو لوبو په هکله خنثی یا فعّال وی.
    ” څوک ” = یا د فرد پتوګه یا د ډلی او ګوند پتوګه یا د یو دولت پتوګه.
    امّا اصلی خبره:
    د افغانستان غوندی هیواد د وولس لپاره به دا مناسبه نه وی چی مثلاً د ایران – اسرائیل د کړکیچ په وړاندی خنثی وی او دا به نو بیخی احمقانه وی چی یو افغان شخص یا ډله د واهی دلائلو پر اساس د اسرائیلو د دفاع په لټه کی وی ( حد اقل انسانی احساسات باید موږ ته دا اجازه رانکړی چی د یو متجاوز او اشغالګر رژیم د غندلو په پروسه کی د شک او تردید منګولو ته ځانونه وسپارو ).
    دا چی زموږ اکثره روشنفکران ! او قوم پرستان د ” ایران ” د موجودیت سره اساسی ستونزه لری بېله خبره ده چی دا تفکر باید په هیڅ صورت کی د اسرائیلی صهیونیزم د برائت معنی ونلری.
    اسرائیل زموږ افغانانو سره هیڅ ډول اشتراکات نلری او د ماتی یا بریالیتوب ګټه ئی موږ ته نه رسیږی خو ایران زموږ ګاونډی هیواد دی او ځپل ئی پر موږ بدی اغیزی شیندلای سی.
    بناً
    دا به زموږ لپاره یو خودی حقارت وی چی د ځینو غلطو انګیزو پر بنسټ غلط قضاوتونه کوو.
    په بله ژبه:
    آیا اوسنی طالبی حاکمیت موږ ته مطلوب او د منلو وړ دی؟
    که هو
    نو
    طالبی حاکمیت خو د ایران – اسرائیل په کړکیچ کی د ایران طرفداری کوی.
    او
    که نه، طالبی حاکمیت موږ ته مطلوب او د منلو وړ نه دی ( زموږ شل کلن جمهوریت ئی ړنګ کړ )
    نو
    پر موږ باندی د طالب د تسلط اصلی عامل غرب او امریکه ده بناً د غرب یا امریکی څخه د نرم یا سخت انتقام پخاطر هم چی وی باید د اسرائیلیانو سره د خواخوږی د احساس څخه خجالت وباسو.
    ضمناً
    د یوی حساسی مسئلی په هکله د یو څو کسانو دریځ باید د بصیرو او منصفو انسانانو سالم قضاوت ته زیان و نه رسوی.

  3. سلامونه،
    زما په فکر، هغه د ولس له خوا رټل شوي،لڼډغر مڼډغر ؛په عین زمان کي د غربی او شمالي بادارانو له خوا هم لکه د کوکا کولا تش بوتلونه او یا د تشناب کاغذونو یعنې ټیشو پیپرز!!! ایسته غورځول شوي او پخوا ېې بوشانو ، ټرمپف او بایډن … ته رقص مرده! کول اوس له مجبوریته هندو ته ماما وایی!!
    د سلیماني ویر ې د ایران سفارت کې کاوو ؛ مګر د عبدلجبار قهرمانیانی ېې د څوکۍ لاندی په بم والوزولې؟؟!!
    خو د خپل وطن د ملیونونو شهداوو،معلولینو ،معتادینو، دربدره تښتیدلو ځوانانو لعنت دې د دوی پر څو سوه ملیوني سر مایو او زیرمایو شي چې اقلاََ طبيعي آفاتونو ځپپلو سره ې یوه دلسوزي کړې واي!
    …(فتاکلون اکلاََ لمما و تحبون المال حبباََ جمما…)…(..فاکثروا فیهآلفساد .فصب علیهم ربک صوط العذاب!!) سوره الفجر
    خدای مې دې غاړه نه بندوي ، دغه صوط العذاب به ..د ط.ط. صوطی یا صوټی به وي!!چې پر عاد ثمود او فرعوني اوتادو …نازل سوی ده!

  4. د شمال، ټرلیب او جمهوریت لنډغرو ته د شرم ځاې دئ چې، د افغانانو په نماینده ګي د ایران د شیطان صفته اخوندان په ملاتړ او یا ضد څرګندوني کوئ. دا خلک ټول ملت څنډ وهلي او له دغو ټولو څخه یې کرکه کیږئ. افغانستان په ډاسې موقف کې ندئ چې، دریځ یې اغیزه ولرئ خو د عامو خلکو ته د بهرنیو مرستو رسولو بهیر ټکنې سئ. پاتي سوه په لویدیځو هیوادونو کې د میشتو افغانانو موضوع جلا ده. دا ښاغلي د ویلفر په پیسو چرګان اوخوښۍ اوخورئ، او بیا په هغو هیوادونو پسې خبرې کوئ کوم چې د دوې نسونه ورمړوئ. سیاسي اخلاق دا ایجابوي چې، یو کس که د یو هیواد دی سیاست مخالف وئ نو باید بیا یې د ویلفر پیسو مخالف هم وئ او اقلآ دا جسارت ولرئ چې، خپل او اولادونو دی نس مړولو پیسۍ په خپله وګټئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب