ليکوال: شېرمحمد مهد
نېهيليزم د لايتني له (nihil) کلمې څخه اخيستل شوی چې معنا یې هیڅ شی او نفي کول دي بوچ ګرايي ده، په پښتو کې مادله کلمه په لږ بدلون (نهيليزم) کارولې ده، چې د شکل او معنا له مخې تقريبا یو شی دي، خو که (ناهيليزم) وای لا به ښه وه دا یو داسې فلسفي او ادبي مکتب دی چې مثبتي نظریې په بشپړه توګه ردوي ، دوست شينواری یې داسې را پيژني :((نيهیليزم اصطلاح د لايتني ژبې له نهيل(هیڅ ) څخه جوړه ده ،چې عموما د منل شويو مفاهيمو اصولو ،اساساتو عنعناتو او نظرياتو او یا له يوې مخې انکار ته ويل کیږي.))
په دغه ادبي مکتب کې ټول ارزښتناک شیان بې ارزښته ګڼل کيږي، اصلا هغه شيان چې د انسان په ژوند او روان باندې تاثیرات لری ، تر دې حده چې حتی کله کله ژوند هم ددې بې ارزښته توکو په کتار کې ودرېږي چې سړی ورنه د فرار هڅه وکړي.
دا صطلاح د لومړي ځل لپاره په (۱۷۹۹ م) فردريش هاینريش وکاروله ،په ۱۹ سمه میلادي پیړۍ کې روسي ادیبانو او ليکوالو د نيهليستي افکارو په رامینځته کېدو کې پراخه ونډه واخيسته
پوهانو نهيليزم له لويه سره په دوه ډوله ويشلی دی، چې ما دلته د کاظم خان شيدا په اشعارو کې لږې او ډېري خبري ورباندې کړې دي، چې زموږ د بحث اساسي موضوع هم همدا شی ده .
۱ـ فعال نېهليزم
په فعال نيهيلیزم کې اصلا له نېهيليزم سره مبارزه کېږي ،له مايوسي درد او تکاليفو نه د ځان ايستلو نوم دی، يعنې کوم څيزونه او شيان چې په انساني ژوند کې بارزښته دي، د هغوی نه شتون د انسانانو په فکر او روان یو نه یو ډول تاثرات لري، ژوند ته یې نه پريږدي ، په عموم کې یې منفي فکرونو ته هڅوي ، د هغوی بې ارزښته ګڼل دي ، او يا ځان داسې نيول چې سړی يې هيڅ په کيسه کې نه دی ، ځان ته يو نه يو ډول قناعت ورکېدل دي چې دا خپله له مايوسي او نېهيلیزم نه سړی ژغوري او د ژوند بيا کولو ته یې وربولي.
البر کامو هغه ليکوال دی چې د نهيلیزم په اړه یې په نړيوال ادب کې داستاني شهکارونه موجود دي مایې د حيات الله ژوند په لاس پښتو ته راژباړل شوی اثر (پردی) ولوست، په دې اثر کې د نيهلیزم اصلي څيهره روښانه ده، دلته یې د ژان پل سارتر له شننې دوه کرښې را اخلو:
((د داستان اتل د مور دمړينې په سبا لمبا ته ځي ، له يوې ميرمنې سره نامشروع اړيکې پیلوي ،بيا ددې لپاره چې وخاندې د یوه خندونکي فيلم ليدو ته ځي ))(۹مخ)
دی د خپلې مور مخ هم نه ګوري ، ځکه چې دی يې مړينې لامل ځان نه بولي ، دی فکر کوي مرګ یوه طبعي پديده ده ، په دې اړه خپګان یا خوشالي هغې ته هيڅ ګټه نه ورسوي ، په دې کتاب کې داسې ډېرې کيسې شته چې د پوچ ګرایې ښه انځورونه پکې وړاندې شوي دي ، خو ليکوال فکر کوي چې د داستان کرکټر یې په بشپړه توګه بريالی دی، کيدای شي وي به ، ځکه د هرې سیمې اخلاقيات ، مذهب کلتور او ټول ارزښتونه یو له بله جلا دي او د ژوند د طرز او طريقې ډول یې هم منفرد دی .
مولانا بسمل وايې:
اوس چې دي وينم ځان ته داسې قناعت ورکوم
دنيا فاني ده او دا ښکلي چندان خلګ نه دي
په پورتني بیت کې مولانا بسمل ځان ته يو ډول کاذب قناعت ورکوي ، ددې له پاره چې د خپلې خوږې معشوقې د بېلتانه درد او بې وفايې يې په ژوند او روان ناوړه تاثیر ونه لري، له منفي ګرايي یې ځان ژغورلی وي ، د ښايسته نړۍ ټول ښکلي په يوه لښته وهي، د سړيتوب په معيار یې برابر نه بولې او دغه د رنګ او نور نړۍ يوه فنا کيدونې هستي ګڼي، دی ځان او نورو ته دا ورښيي، چې تر خپلې بایللې مينې ورسته هم وخاندئ! ژوند وکړئ! دا هر څه په دې نه ارزي چې تاسې یې په اړه فکر کوئ!
دلته د کاظم خان شیدا په اشعارو کې هغه بېلګې را اخلو چې تقريبا د نهيلیزم روښانه بېلګې پکې موجودي دي کاظم خان شیدا د نیهيلیزم تر فلسفي او ادبي مکتب مشر دی ، ځکه دغه جريان ته په( ۱۹ م.ل ) پيړۍ کې د ادب پوهانو او فیلسفانو نظر ورواوښت ،خو دا ددې معنا نه لري چې اصلا په نړۍ کې له دې مخته نهيلسټي فکر نه و، او يا دې هيڅ انسان نه یې ور سره مخ شوی.
شيدا :
خپل ګنبد لکه حباب لره بې درده
آميزش له دې عالم سره بلا دی
اصل کې نيهليستي فکر د ټولنیزو او سياسي بې عدالتيو پیداوار دی ، دا په ژوند کې د ارزښتونو بې ارزښته ګڼل هم خپله يو ارزښت ته په احترام قایل کېدل دي ، لکه مخکې چې مو د استناد لپاره د مولانا بسمل یو بيت راوړ.
شيدا چې د دنيا بې درده او نا مناسب چلند وليد ، نو يې دا پرېکړه وکړه، چې ته هم زړه حباب غوندې له درده او غمه د عالم تش ساته او دې خلکو سره ناسته پاسته او ددوی په درد او غم کې شراکت يوازې او يوازې د ځان ازيت دی ، په دې نړۍ کې هيڅ هم په دومره څه نه ارزي لکه څومره چې یې موږ تر فشار لاندې یو او په اړه یې فکر کوو.
د شیدا شاعرانه افکار د محروميت ، جلا وطني ، ټولنيزي بې عدالتي او د خپلوانو د نامناسب چلند پیداوار دی
هيڅ علاج يې لکه ماته مينا نه شي
د شيدا په زړه یو څه د غم غبار دی
شيدا له خپلو خپلوانو مات شوی و ، هغه د مايوسۍ په ورستي حد کې ساه اخيسته (( له یوې خوا دده له سرداري او جاګير سره مينه نه وه، له بله پلوه د خانۍ او سرداري په سر ددوی کورنۍ شخړي ناوړه حالت ته رسېدلې وې ، نو ځکه ده په ځواني وطن پرېښود ،او هند ته مسافر شو ، دې پېښو ته دده په دېوان کې تلميحي اشارې شوې دي ، او همدا ناوړه حالت د دې باعث شو چې دده ورور اسدالله خان د لشکر خان په لاس ووژل شو ، دې پېښې کاظم خان شيدا دردولی او ژړولی دی))(۲: ۸۷)
له حب جاهه په زړه کې سوړ یم
د ملنګۍ و کار ته جوړ یم
سر مې خوړلی د شيرين ورور دی
له زنده ګۍ تر حلقه موړ یم
ما چې شا کړه د دنيا و خان او مان ته
څه حاجت لرم و نور سر او سامان ته
مبارکــــــــــــــــــــه پرتا د دنيا خونه
اواره شيــدا روان دی بيابــــــــــان ته
شيدا دا هرڅه بې ارزښته وګڼل د سرداري ژوند یې پرېښود ،خپل ګل وطن او کور ته یې شا کړه خو تر پایه یې له دې هر څه شکایت هم درلود ،چې دارنګه ترک کول د ارزښتونو خپله يو ارزښت دی ، چې سړی يې تر فشار لاندې وي ،چې په فکر او ذهن یې دا مسالې تر پايه مسلطي وي .
دلته دشيدا يوه بله رباعي را اخلو چې د مال او ثروت په اړه ده
که ورته هرڅه مهــــــــــــــــــيا وي
پروت به په حرص کې اهل دنیا وی
د قوت لپاره سرګــــــــــــــرداني کا
که ډک تر حلقه لکه اســــــــــیا وي
کيدای شي، شيدا به ريښتيا همداسي د فعال نهيليستي فکر خاوند و، په ژوند کې به کې یې د مال او ثروت په اړه د ځان او ټولو لپاره همداسې غوښتل، او يا به یې
خپلو خپلوانو ته د مال او داريې د حرص پيغور ورکاوه.
په هر حال خو زه بيا هم وايم ، څوک چې د ژوند دغسې مرحلې ته رسیږي چې ټول ارزښتناک شيان ترک کوي او بې ارزښته یې بولي ، کيدای شي اصل کې همدغو ارزښتونو په ژوند د سټريس يا فشار تر مرحلې رسولی وي، او ورسته دډيپريشن بڼه غوره کړې وي .
ولې يو څوک دهغه څه په اړه دومره منفي ګرا شي ، چې ټوله نړۍ یې په لټه کې ده او غواړي يې ، يوازې دی یې په لته يا په پښه وهي .
سايل وایې :
غم دا نه دی چې د مرګ او ژوند په بريد ولاړ يم
غــــــــــــم دا دی چې ددې خبرې غم راسره نشته
۲ـ غيري فعال نېهيليزم
غيري فعال نېهيلیزم اصلا د فعال نېهيليزم ورستي مرحله ده ، په دې مرحله کې انسان د سټريس یا فشار مرحله تېره کړې وي او په بشپړ ډول د ډيپريشن ښکار شوي وي ، ده په خپل فکر او سوچ کې هغه ټولې هيلې بايللې وي، چې انساني ژوند په حرکت راولي او ژوند ته یې هڅوي، دی يو په بل پسې منفي فکرونه کوي .
هيڅ ارزښتناک شی په ژوند کې ورته باارزښته نه ایسي ، حتی ژوند هم ، خپل سکون او ارامتيا په نابودي کې لټوي، او د ټولو ستونزو يوه حل لاره ويني چې د هغې نوم مرګ دی .
دوی فکر کوي ،چې ژوند دازيتونو او مصيبتونو مجموعه ده ، په نړۍ کې يوازې او يوازي يو شی دی ، چې د ژوند په لوبه کې مات شويو او شکست خورده و ته فنا ورکوي او د خپلې ګرانې مور غوندې يې په غېږ کې اراموي .
ایرانی شاعر او ليکوال صادق هدايت هغه څوک و، چې د ژوند تر پایه یې په ليکنو او اشعارو کې د غير فعال نېهليزم فکر ته انتشار ورکاوه او په ورستيو کې یې کيدای شی د ده د ځان وژنې علت هم همدا شی و ، دلته یې ما يو ازاد شعر راژباړلی
يوازې یو شی دی چې مالره قناعت رابښي
زما له مرګه پرته
هيڅ بله هيله نشته
زه په هغه نړۍ کې
له دوباره هستېدو سخت وېريږم
نور ستړی شوی یمه
زه چې په دې نړۍ کې ژوند هم کوم
بيا مې هم نه خوښېږي
ته وا ! نو څنګه به هماغه دنيا
زما د درد دوا شي
کاظم خان شيدا هم کيدای شي ، يو وخت په ورته تکليف اخته و ، له ژوند یې همداسې کټ مټ ټولې هيلې شکېدلې وي، خپل سکون او ارام یې د د مرګ د تيارې په غېږ کې ليد ، کله چې په ده باندې د خپل ورور اسدالله خان مړينې اروايې فشار راوست نویې ویلي دي
سر مې خوړلی د شیرين ورور دی
له زندګۍ تر حلقه موړ یم
کله چې موږ د شيدا شعر لولو او مطالعه کوو یې ، دده له نېهيليستي فکر نه موږ ته دا پته لګي چې شيدا په لويه کچه د د مايوسي او ناهيلي ښکار شوی و هغه د ټولو مصيبتونه او دردونو مجموعه همدا ژوند ګاڼه چې ټول يې د مرګ له ويري پټ ګرځي ، هغه د ځان او نړۍ سکون ددې مجازي نړۍ د هستۍ په بربادي کې ليده ، د هغه د نه فرار هڅه به کيدای شی مذهبي مجبوريت و ، چې دا کار زمو ږ په دين او کلتور کې ناروا دی
هغه وایې
په ځان مينه که ترې ویزار شی
خبر به هله په دا اسرار شې
تمام که نېست شی په شان دشمعې
خلاص به له قيده د خپل زنار شې
يو بل ځای وایې
د ګرد باد غوندې به ګد شم له سروره
که مې واچوي په سر د خاورو نمنځي
له پورته بیتونو ښکاري چې د شيدا په اشعارو فعال او غير فعال نیهيلیسي فکر مو جود و، چې دې هرڅه دده په هنر زيات تاثیر کړی دی، يو ځانګړی رنګ او خوند یې وربښلی دی، د نیهيليزم ښکارشوي لوستونکي دده په شاعري خپل ځان د محروميت ناهيلي او مايوسۍ ننداره کوي ، او خوند ورنه اخلي
ماخذونه
۱: شیدا ، کاظم خان .(۱۳۸۴ هـ ش)کاظم خان شيدا ديوان، تدوين اوسريزه حنيف خليل، کابل: دانش خپرندويه ټولنه .
۲: رفيع ،حبيب الله.(۱۳۷۰ هـ ش) اواره شیدا ،ځای ؟ امان کتاب خپرولو موسسه.
۳: کامو البر ،(۱۳۹۷ هـ ش) پردی (ژباړه : حيات الله ژوند ) کابل : سروش کتاب پلورنځی.
۴ـ روهي محمد صديق،۱۳۸۶، د ادب تيوري اساسات ،کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي
نيهيليزم : ښکلي اودقيقه مقاله ده . کور دي ودان . شننه دې هم ښکلي ده .
چې عنوان مې ولید ډېر ورته خوشحاله شوم، ما ویل ځه بلاخره په پښتو ادب کې هم چا د نیهیلیزم څرکونه وموندل، مګر چې لیکنه مې ولوسته ډېره نیمګړې وه.
په سر کې یې ویلي چې نېهیلیزم هر ډول مثبتې نظریې په مطلق ډول ردوي. حال دا چې نیهیلزم د «هیڅ» په مانا دی. مطلب دا چې په نیهیلزم کې مثبت او منفي نه تلل کېږي، وایي هیڅ هم نسته. دویم دا چې اصلاً یې نهیلیزم او ابسودیزم سره غلط کړي. کامو یې د نهیلیستي شهکارونو پنځونکی بللی حال دا چې داسې نه دی. د هغه فلسفه «ابسوردیزم» وه، نه نیهلیزم. د کامو «پردی» ناول یې نهیلیستي بللی او وایي چې “په دې اثر کې د نهیلیزم اصلي څېره روښانه ده.” او د کتاب د اتل اړوند یې د ژان پاول سارتر په نقل قول استناد کړی دی. مګر د دې اثر اصلي کرکټر «مورسو» یو نهیلیست نه، بلکې د ابسوردیزم اتل دی.
د نهیلیزم د ډولونو اړوند وایي چې: “پوهانو له لویه سره په دوه ډول وېشلی دی…” مطلب یې فعال او غیر فعال نهیلیزم دی. حال دا چې نهیلیزم د موضوع له اړخه ښه ډېر ډولونه لري او د کارکرد یا عمل له مخې نېچه په دوه ډوله «فعال او غیر فعال» وېشلی چې نېچهیي نهیلیسم هم بلل کېږي.
بل ځای کې وایي چې: “غیر فعال نهیلیزم اصلا د فعال نهیلیزم وروستۍ مرحله ده.” مګر دغه خبره یې د فعال نهیلیزم له تعریف سره په ټکر کې ده. اصلاً برعکس ده. فعال نهیلیزم د غیر فهال نهیلیزم وروستۍ مرحله ده. ځکه اول یو څوک نهیلی کېږي، هر څه ورته بې مانا کېږي، ارزښتونه ورته بې ارزښته کېږي او بلاخره د ژوند په اړه بدبینه کېږي، بیا له هغه وروسته بیرته د دغې مایوسي او بدبینې پر ضد مبارزه پیلېږي. دغه مبارزه فعال نهیلیزم دی.
د شیدا اړوند وایي چې: “هغه د ځان او نړۍ سکون د دې مجازي نړۍ د هستۍ په بربادۍ کې لیده، د هغه د نه فرار هڅه به شاید مذهبي مجبوریت و، چې دا کار زموږ په دین او کلتور کې ناروا دی” دغه خبرې یې خپله د نهیلیزم د تعریف سره په تضاد کې دي. یو څوک چې یو ځل په نهیلیستي فکر اخته کېږي د هغه لپاره بیا نه مذهبي مجبوریت وي، نه دیني او نه کلتوري، ځکه نهیلیزم خپله د دې هر څه ردونکی دی.
او د بسمل په پورتني بیت او د شیدا په راوړیو بیتونو یې هم ډېرې خبرې کېدای شي.
دا یو څه حساسه موضوع ده، ځکه مې دلته لږ انتقادي کومنټ وکړ، هیله ده پرې خپه نه شئ.
ښه به و چې ښاغلي جلالزي په خپله په نهیلیزم لیکنه کړې وای او په ضمن کې یې د دې لیکنې د لیکوال هغو خبرو ته چی دی فکر کوي تیروتی دی، اشاره کړې وای.
نقد ښه شی دی او باید ډیر شی او سینه ورته پراخه شي. هیڅوک دې په نقد نه خپه کیږي ځکه نقد د پرمختګ لار پرانیزي. زموږ په منیځ کې نقد د دې دپاره هم کم دی چې ډیری لیکوال مو د نقد زغم نه لري. پکار ده چې دا عادت بدل کړو.
له دواړو مننه
راهي