ښه پوهیږم زړه دې تنګ دی مساپره
خپل قسمت سره دې جنګ دی مساپره
ناهیلي دې دواړو سترګو ځنې څاڅي
د امید زړګی دې زنګ دی مساپره
***
راته ښکاري نن بیګاه دې بیا ژړلي
په رخسار دې تودو اوښکو لارې کړي
له ډیر قهره دې بار بار شونډې چیچلي
خپل نصیب ته دې له درده ښیرې کړي
***
چې موبایل کې دې رنځوره مور غږیږي
ستا د زړه له څړیکو یو الله خبریږي
خیال کې لاړ شې: هسې نه مورکۍ مې مړه شي
ګوتې سستې شي موبایل ترې وغورځیږي
***
ماشومان چې په پارکونو کې لوبیږي
تاته خپل کوچنی زوی او ورور یادیږي
د هغوی په محرومیت دې زړه دردیږي
دغه درد دې په رګونو کې بهیږي
***
چې مستانه او خندانه ځوانان وینې
څڅوې په خپلو خلکو د زړه وینې
بیوسۍ ترې د ځوانۍ نشه لوټلې
نه خبر دي له مستۍ او نه له مینې
***
پارک کې ناست یې پر څوکۍ په چورت کې تللی
د وطن یاد دې ارام له زړه لوټلی
هره خوا وي خنداګانې د زلمیانو
یو د تا د زړه بازار وي نړیدلی
***
کړکۍ پرانیزې هر خوا رڼا رڼا وي
سمندر کې د بیړیو تماشا وي
خلک ګرځي ټولوي له ژوند خوندونه
دا خو موږ یو چې ژړا وي او ژړا وي
***
د خلیج سپیره ریگزار دې جنت جوړ کړ
د ګاونډ دې هر یو (سیټهـ) په راحت موړ کړ
چا دې قدر د تڼاکو هیڅ ونکړ
بې رخۍ د زمانې دې زړګی سوړ کړ
***
ستا حسینه او ښایسته ځواني ورو- ورو ځي
څه په غم ، څه په کړاو څه په سلګو ځي
(صنوبرکاکا) رښتیا خبره کړې:
” د مفلس حُسن په یو موټی چڼو ځي”
***
عجیبه مو د وطن د مور قسمت دی
چې زوی لوی شي، نو له غیږې په الوت دی
څوک د ګیډې، څوک د سر غم وي اخیستی
چې یادیږي مې همدغه یو حالت دی
***
ربه! دا وطن مو کور کړې د خوښیو
بیرته ډک یې کړې، په خپلو ښو بچیو
که یوه دعاء د (دوست) چیرته قبلیږي
غوڅ کړې لاس چې یې وي نیت د بدبختیو
د چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۲
نعمان دوست