دوشنبه, مې 13, 2024
Homeجنرال وزیريپه لرغونو زمانو کې د وسله والو ځواکونو اړتيا

په لرغونو زمانو کې د وسله والو ځواکونو اړتيا

لیکوال: جنرال دولت وزیري

انسانان د پیدایښت له ورځې تل په بیلا بیلو ساحو کې په مبارزه بوخت وه، تر څو چې د ځان له پاره په ټولو برخو کې ښه ژوند را منځ ته کړي. دوی به د دې مبارزې له پاره له ډول ډول لارو چارو ګټه پورته کوله. په لومړي سر کې دوی وسله والو ډلو او وسلو ته اړتیا نه درلوده، دوي به یواځې د ښکار له پاره تیرې ډبرې او تیره لرګي جوړول او د هغوی په واسطه به يې ښکار کولو. کله چې دوی د خوراکي توکو د کموالي له امله له خپل ټاټوبي څخه وکوچیدل او دنورو له بریدونو څخه دفاع ته اړ شول، او دې ته اړل شول چې د ځان د دفاع له پاره د دفاع ټولګي را منځ ته کړي او بیا وروسته دغه ټولګي په یو ډول وسلو سمبال کړي.

په لومړي سر کې د دوي د دفاع او برید ډلې ډيرې ساده او وسلې يې هم ساده وي.

دوي د لرغونې ډبرې دوره کی وسایل له هډوکو جوړول، د منځنۍ ډبرې دوره کې لیندئ او غشي را منځ ته شول، د ډبرې په دوره کې د ډبرې تراشل پیل شول او تیرې ډبرې به يې جوړولې. د فلزاتو په دوره کې به چړې او توری جوړیدلې، د مفرغ په دوره کې چړې، تورې او غشې جوړ شول. د اوسپنې په دوره کې غشي، نیزې، ګرز، قمه، تورې، جړې، او خنجر جوړ شول.

افغانستان هم یو لرغونی هیواد دی او لرغونتوب يې زرګونو کلونو پخوا ته رسیږي. د دې سیمې اوسیدونکي هم د فلزاتو سره اشنا وه او له دوی څخه هم ډیر آثار را پاتې او کشف شوی دي، لکه لیندۍ، غشي، تبر، ګرز، چاقو او نور.
د ویدي د سرودونو له مخې اریایانو د مسو او اوسپنې سره اشنايې درلوده او په جګړو کی يې د اوسپنیزو اوزارو او اسونو ګټه پورته کوله.

دوی د جګړې له پاره په لومړي سر کې منطم ټولګي نه درلودل، د جګړې پر وخت به دوی راټولیدل او جګړې ته به تلل. د ویدي عصر په اداري تشکیلاتو کې د قريې رئیس به د ویس پاتې، د قريې ملک به د ګرامه پتې او د قبیلې مشر به د ګوارا پاتې او پادشاه به د راجان په نامه یادېدل. په ټولو جګړو کې به سر قوماندان په خپله پاچا و. د ویدي په زمانه کې د اردو مسلکونه پیاده نظام او جنګي عرادی وي.

جنرال دولت وزیري
د زیاتو معلوماتو له پاره
د افغانستان وسله وال پوځ تاریخ
د جنرال دولت وزیري لیکنه
چاپ کال ۱۳۹۷ لمریز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب