ډاکتر نصير کامه وال
د افغان د نام و ننگ پسې ملنگه
تا افغان وه دعوت کړى ننگ و نام ته
څو چې دا زمکه آسمان وي ته به هم يې
چې دى ځان او جهان وباښه خپل قوم ته
مرثيه
د هنر په جهانونو کې غوغا ده
د ادب په آسمانونو کې ژړا ده
د استاد په جدايۍ نارې سورې دي
د آسمان لمنې بيا د غمه سرې دي
د کابل بڼه ده مړاوى نگار نشته
د بټونو د طوطيانو چغار نشته
د ادب له بزمه هغه دانشور لاړ
د هنر له سترگو هغه ديده ور لاړ
ډېر عالم يې په فراق خون جگر دى
غضنفر د خوږ زړگي نه خداى خبر دى
د “عابد” له تندي شنې لوخړې خيژي
د استاد په غم کې سوځي هم ژړيږي
د “نثار” اوښکې به څوک کاندي تصوير
چې آگاه کړي عالمونه په دا وير
کامه وال به چا ته فرش کاندي ليمه خپل
چې قدم پرې جانان کيږدي جانانه خپل
فرهنگيان به چا ته ووايي حالونه
په زړو سترگو د مينې سلامونه
د حمزه د زړه تسل به په چا وشي
چې ته نه يې دغه کار به په چا وشي
د صميم سره به وکړي څوک خبرې
ستا په شانې دُر افشانه لب شکرې
د ادب ليلى به بيا کاندي سينگار څوک
ور په غاړه به د گلو کاندي هار څوک
خبر نه وم چې له زړونو اسويلى ځي
د ادب د آسمان ستورى “پسرلى” ځي
نه قاتل مري، نه جاسوس او نه غلام مري
چې وطن باندې مين دى وطنپال مري
مونږ به ونه باسو تا له خپله ياده
د وطن د شيرينۍ د زړه فرهاده
څو قلم وي او ديوان وي ته به هم يې
څو چې جان وي او جانان وي ته به هم يې
څو چې شمع وي پتنگ وي ته به هم يې
څو چې شور د نام و ننگ وي ته به هم يې
څو د حق او د باطل غوغا وي جوړه
څو چې نقش د فرهنگ وي ته به هم يې
جار شم ستا د جدوجهد او فرهنگه
اى په عشق د آزادۍ سوي پتنگه
ننواتې مې قبوله کړه فلکه
نور مو وساتې د غم د مردمکه
سل دې ومري يو دې نه مري دا متل دى
يو “رفيع” دى راته پاتې دا دې نه مري
داهغه کسان دي چې په نظم کې ورته نغوته شوى
اسد الله غضنفر
(باز محمد عابد)
نور حبيب نثار
نصير کامه وال
حمزه (د ارواښاد امان الله ساهو زوى)
محمدآصف صميم
حبيب الله رفيع