ګل رحمن رحماني
شاعري اوليکوالي دټاګورله لوړنوم سره داسې اخښل شوې لکه څنګه، چې دګل ديادون پرمهال زموږ په ذهن کې وږمې په څپوشي او زړه ته مو پسرلنۍ خوښۍ ورکوي. د دغه ستر شاعر او هنرمند شاعري اوسرودونه هم دګل په پاڼوکې پټووږموته ورته دي چې هر څوک يې په مينه بويوي او د يوه رنګين ټاپو په لور يې له ځان سره بيايې .
مخکې له دې چې ددغه عظيم الشانه شاعرژوندته راشو، پيل به ديوې اروپايي سيلانۍ له نظره وکړو، چې دټاګورصيب په اړه يې ورکړى دى .
ماريالسکوني په هندليدمجله کې چې له نوي ډهلي نه په يوه وخت په دېرشو نړيوالو ژبوخپرېږي دهنداوسيلانيان برخې په پاڼوکې کاږي :((زه لسګونه کاله پخواچې شل کلنه پېغله وم اوهرچابه مې ښکلاته ګوته په غاښ اېښوده،ډېروښاغلوراسره واده اوخبرې کول دخپل ځان لويه نېکمرغي ګڼله، خو زه بۀ ادبياتو کې ورکه وم ، ماپه کتابونوکې دهنددادبياتواوفلمونوښکلې کيسې لوستې وې اوداهغه څه و، وچې زه يې په هندمينه کړې وم اوهندي اثاربه مې په مينه لوستل ، يووخت داسې هم راغى چې هندته مې دتلوشوق وکړ،اوهمداسې وشول.
لاړم دهندپه ډېروهغه ځايونووګرځېدم چې مايې په ژوندکې دليدلوارمان درلود ، خو يوه خبره چې ډېره دپام وړوه ، هغه دا وه چې چابه وليدم نوبيابه راپسې ولاړو وو ، چې دغه اغېز زما د بې ساري ښکلااوځانګړي نوي غربي سټايل وو، چې ډېره ښه ورسره ښکارېدم ، په هندکې له ګرځېدو ورسته مې بنګال ته دتلونيت وکړ، هلته مې لوستي وو، چې دبنګال دعلومواکاډمۍ او حکومت د ستر ليکوال رابندررانات ټاګور نوم ته په دناروى دهغه په نوم يو پوهنتون جوړکړى.
هغه دچاخبره زمالپاره خپل حسن غم وو، چې هرځاى به يې ځورولم ، بنګال ته ورسېدم دهغه ځا ى خلک هم هندوانوغوندې وو، يوازې په طبعيت کې يې يوڅه بدلون وو، زه په بنګال کې مخامخ هماغه پوهنتنون ته لاړم خودلته خبره بله وه، چاهم زماپه خوادومره نه راکتل ، زه دبنګال پوهنتون دادبياتوپوهنځي يوې ليليې ته لاړم، خو هلته خبره بل ډول وه ، يوه ډله کسان په يوه کتاب راغونډاوپه ارام سره يې دهغه کتاب ليکنې لوستې.
سره ددې چې ځوانان وو، خو زما ښکلا ورته کوم اهميت نه درلود، حتى دسلام ځواب يې هم رانه کړ، زه حيرانه شوم، چې دا دکوم کتاب اثردى، چې زه يې دومره بې ارزښته کړم خو وروسته مې چې وکتل نوهغه دټاکوريوه شعري ټولګه وه چې دوى يې زماله ياغي حسن بې پرواکړې وو،ماهم يوڅه شعرونه ورسره ولوستل خوماتې خوړلي راستنه شوم او وپوهېدم، چې دټاګورشعرونوزماحسن مات کړ))
٭٭٭
داخوديوې سيلانۍ خبرې وې، اوس به راشم ټاګورته اوپه سرکې بايد ووايم چې دهغه پوره نوم رابندررانات ټاګوردى.
اوګېټ انجلي اثر يې چې شعرونه دي او دسندرو نذرانه مانا لري، دنوبل نړيواله جايزه په لوړوسترګورګټلې ده، چې نه يوازې د بنګال اوهند د ادبياتولپاره وياړدى، بلکې دټول ختيځ شمله يې دلوديځ په وړاندې لوړه کړې ده.
دهغه اثاراوس مهال دنړۍ هرې ژوندۍ ژبې ته ژباړل شوي اوخلکويې په مينه اوخوراهرکلى کړى دى. دټاګوردژوندپيل اوپاى له عجيبه رازونواورنګينونه ډک دى، دا خو دهغه کورنۍ وه، چې هندي موسيقي يې په خپلواستادانه کمپوزونواوشعرونوپه نړۍ وپېژنده چې دلته به په لنډ ډول ورته ځغلنده کتنه وکړواودهغه په ډرامو، نندارليکونو، ناولواوکيسوبه خبرې وکړو.
ټاګور په ١٨٦١زېږديزکال دمې مياشت کې دکلکتې ښارپه اومه ناحيه کې ددوارکاناتهاټاګورلين ديوې بډايې برهمن مېشتو کوڅې په يوه بډايه اومشهوره کورنۍ کې چې په علم ادب،هنراوموسيقۍ کې يې نړيوال شهرت درلود،سترګې وغړولې.
دهغه کورنۍ له يونيم سلوکلونوراپه دېخواله غربي فرهنګ اوکلتورسره نه شلېدونکې اړيکه لرله، خودهنداوهندويزم سره يې هم نه شلېدونکى تړاوودرلود او د خپلونيکونوپه څېريې په درنه سترګه ورته کتل اوخپل زاړه روايات يې نه وو هېرکړي، نوله دې امله دټاګورپه شخصيت کې زاړه کړه وړه اونوي ښايستونه دواړه ليدل کېږي.
هغه بې تعصبه ژوند وکړ، ټوله ته يې مينه ورکړه، خلک يې يوازې د انسان او بشريت په نامه وپېژندل، نه ددين، هېواد او نژاد له اړخه، ليکنې يې د لوديځ کلتورله زړه وړونکي رنګ سره سره دشرقي ادب په زړه پورې خوشبويي هم له ځان سره لري.
ټاګورپه دريالس کلنۍ کې مهاريشي يادهندوانوپه وينالوى مرشدله ځان سره دمعرفت په لټون دهماليې غرونوته بوته، په اولس کلنۍ کې بيا خپل مشرورورجيوتندرنات، چې په تاريخ کې په جيوتي بابومشهور و، په ده دلندن ډېرى کلبونه اوکالجونه وليدل.
دهماليې غرونوپه لمنوکې يې له خپل پلاره بهګوت ګېتا، اوکرشنا نصحتونه اورېدل اوپه لندن کې يې دانګريزي زده کړې ترڅنګ ترڅنګ لوديځوال ساز او اواز او د نڅا نندارې په نصيب شوې.
هغه دوارک انتاهلين په درې پوړيزه ودانۍ کې دژوندله ښو اسانتياووڅخه برخمن وو اودبنګال د پدما سيند په غاړه يې دځوانۍ اودشاعرۍ دپيل خوندور سيلونه اوچکرونه ووهل، خو ددومره لوړ ژوند سره سره يې ددې سيندپه غاړه په کښتۍ کې څوورځې ديوه مزدورپه توګه تېرې کړې.
دلندن له سفروروسته يې دشلډا د بزګرانو په کلي کې داستوګنې په مهال دبېوزلانو له ترخه اوستونزمن ژوند نه هم پوره خبرشو، دنړۍ په دري څلوېښتوهېوادونوکې به مشرانودسفرپه مهال ګلان اوهارونه په غاړه وراچول اوسلګونوکمرو به يې تصويرونه اخيسل.
د ژوند دغه رنګا رنګينو اومتضادو اړخونو دټاګورپه شخصيت کې ديوه لوړانسان په نوم وده وکړه او له هغه نه يې يولوى سترګورانسان جوړکړ.
په سرکې يې په ډراموپيل وکړ او په ټوله نړۍ کې يې ډرامې مشهورې شوې، تردې چې دفوست افس، راجه اورراني، اونورې ډرامې يې په لندن، روسيه، اېرلنډاونوروهېوادونوکې دنړۍ پياوړوممثلينوپه کورټ تياتړکې په خوښۍ تمثيل کړې.
دهمدې په سبب لوديځوالو دهغه زماني د شکسپيراوهندوانو ګردو لقب ورکړ چې دلوى مر شد يا لارښود مانا لري. نوموړى داسې شاعردى، چې دکميت له اړخه دنړۍ ډېرکم شاعران ورسره سيال دي اودده غوندې ټولمنلى شخصيت اواثارلري.
ده ترزرو زيات شعرونه تردوه زرو زياتې ترانې، لنډنکلونه، رومانونه ، ډرامې مقالې اوادبي ټوټې وليکلې.دهندځينې شاعران چې په تاګوريې زړه بايللى وايي،چې ((رابندرنات ټاګوردهندځمکې ته ديوه اسماني پيغمبرپه څېرراغی)) له ژبې يې دلفظونوپه ځاى اورشيندل کېده ،هره خوايي دادب اوهنرلمبې وشيندلې اودهندوستان ټولې خامۍ اوپستۍ يې په کې لولپه کړې، خودابايد ووايو، چې هغې يوازې ددې ډګر اتل نه وو، په موسيقۍ، تمثيل اوکمپوزجوړونه کې يې هم له ډېرو هنرمندانو ميدان ګټلى وو.
په دغه تمثيلونو اکثره يې ديوه ړانده سادهو تمثيل په غاړه وو، په دې سربېره، هغه په شپېته کلنۍ کې انځورګرۍ ته هم مخه کړه او په ١٨٤٠کال کې يې دچتراليبي په نامه دخپلوانځورونولومړۍ البم خپورکړ، خوکله يې چې په په ١٩١٣کال ګېټ انجلي(دسندرو نذرانه) اثر خپور کړ، شور او غوغا يې را وپاروله، دنوبل نړيوالې جايزې مستحق وبلل شو.ياد اثر خپله ټاګور په انګريزي وژباړه او په انګلستان کې يې له خپرېدو سره شور جوړ کړ .
د دې کتاب انګريزي ژباړې نړۍ حيرانه کړه، له ګوټ ګوټه ورته دمبارکۍ پيغامونه راغلل ، ګڼ سفرونه يې وکړل اونږدې په ټوله نړۍ کې يې هندي فلسفه شرحه کړه ، تر دې ، چې په ١٩١٥کال کې انګرېزانود(sir)ياني ښاغلى هم ورکړ، خوکله چې انګريزانوپه امرتسرکې په بې ګناه هندي وګرو مرمۍ وچلولې اوقتل عام يې وکړ، نودغه لقب يې ورمستردکړ اودايې دځان سپکاوى وګاڼه .
هغه به چې دنړۍ کوم هېوادته سفروکړ، نو ديوه ولسمشرغوندې هرکلى يې کېده اوخلکوبه يې ددنندارې لپاره ځاى نيوه. په دغه سفرونو کې دهغه ناسته پاسته له وزيرانواوولسمشرانوسره وه ، په ګڼوادبي جايزووياړل شو، په بنګال کې په ده يوه نيوکه داوه ،چې بنګالي سمه نه ليکي، نوځکه دبنګال پوهنتون ورته افتخاري دکتورا منظوره نه کړه کړه ، خوکله يې چې هغه د ګيتانجلي په خپرېدو دنوبل جايزه واخيسته، نودبنګال پوهنتون سترګې وغړولې ،چې دخپل هېواد د ستر ليکوال په باب يې لويه جفاکړې، دده عظمت ته يې غاړه کېښوده اود ډاکتراف لېټرېچرياني دادبياتو ډاکتر دکتورا سند يې ورکړ.
ټاګور ورو ورو دخپلو ليکنو سره د خيال اوفکرمالګه ګډه کړه، خپل مکتب يې رامنځ ته کړ، چې دغربي زړه وړونکي کلتوراو ختيځې بې سارو ښکلاګانوڅخه ګډ يودرېيم ترکيب وو، چې هرچا په کې خپل ځان موندلى شو.
دټاګورټول تاليفات راټول دومره اسانه نه دي، ځکه به نه وي،چې دهند يوه مشررومن لال اودهغه پيروانودى دخپل وخت افلاطون بللى، خوځيني مشهور اثاريې په لاندې ډول دي
١-. ګېټ انجلي (دسندرونذرانه ): نوبل ګټونکى اثر دى، چې دنړۍ په هره ژبه کې يې ژباړې شته اوپه پښتو کې هم په منظوم اومنثورډول پيداکېږي.
٢-. باغوان : ناول
٣-. چترارنګدا: منظومه ډرامه
٤-. چهوټوګلپا: دپنځلسوافسانوټولګه
٥- . سناسي : ياني دزړ ه غوښتنه
٦-. پربهات سنګېهېت: ياني دسهارسندرې
٧-. چټهي پاتر: دهغه ادبي ليکونه
٨- .چترا:د نکلونو ټولګه
٩- . ګلپاڼه: دنظمونوټولګه
١٠- . شانټي نېکټن: دهغه ويناوومجموعه ده چې هغه په خپل پوهنتون کې خپلو زده کوونکوته اورولي دي
١١- . ګورا: دټاګورلومړى سياسي ناوول
١٢- . ټېشردېش: تمثيلي ډرام
١٣- spring circle ياني دپسرلي کړۍ ، دانګريزي شعرونو ټولګه
١٤- چيتاپترا(څيرې شوي ليکونه )دمينې دځانګړوليکونوټولګه
١٥- . کرم پهل (دکارمېوه )دبزګرانودژوندانځوونکى ناول
١٦- . يورپ جايتراډايري (داروپايي ګرځندوى ليکونه (
١٧- . راج رشي (دعالمانوپاچا)ناول
١٨- . سونرتاري (زرينه کښتۍ )چې دهغه دځوانۍ دوخت شعرونه په کې راغلي دي
١٩- . ان ډرک (په تياره کې )ناول .
همداسې دې ته ورته په سلګونونورپه زړه پورې کتابونه او انفرادي ليکنې ، چې دلته يې دټولو راوړل ناشوني دي او ډېرۍ يې هغه په لسګونومستعارونومونوخپاره کړي، هغه خپل ټول مستعارنومونه له مړګ نه وړاندې په ډاګه کړل ، چې بيا تاريخ ته کومه ستونزه پاتې نه شي.
بې له اخره يوه ورځ داسې راغله چې دغه نړۍ ليدلى شاعرپه کې له نړۍ نه مخه ښه وکړي او دبنګال له شنودرونه يولو ى انسان کډه وکړي، هغه په ١٩٤١زېږديزکال داګسټ په اومه داتياکالوپه عمرپه کلکته کې سترګې پټې کړې اونوم يې دنړۍ دادبياتوديوه خواږي پلارپه توګه دتاريخ په پاڼه پاتې شواو له سترګوداوښکوبهيرونه رامات شوله .
په وروستيو کې تاسې ته دهغه له کېټ انجلي څخه دپنځه شپېتم سرود ژباړه وړاندې کوو، چې دهغه دجادوګرانه الفاظواوغښتلي نثر له اوچت مقام څخه ستايني او اقرار ته مې اړ باسي او پوهوي مو،چې له خپل خدايه دمعشوق جوړول څومره لوړکاردى.
٦٥ سرود، ګيتا نجلي
څه خوشته، چې تازه دومره خوشحاله ساتلې يم داهم بې څه نه ده ، چې ماته راښکته شوى يې، خواې داسمانومالکه که زه نه وى، نوستامينه به چېرته وه، تازه په دې خپل دولت کې له ځان سره شريک کړى يم او زما زړه دې له خپلې تلپاتې مينې نه ډک کړى دى ستارضازماپه ژوندکې تل مختلف سردونه غوره کوي،په همدې عرض اې پاچاهانوپاچا زمادزړه داسيرولوخپل ځان په بهترين حسن اوجمال سينګارکړىدى او ددې غرض لپاره تا دخپلې مينې غوښتونکي، په مينه کې ورکوي اوبيا ددې دواړو له منځه دبشپړيووالي په صورت ښکارېږي