جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د شحمیاتو کمښت:

که چېرې کم غوړي وخوړل شي د بدن چربي کمېږي او په نتېجه کې د بدن مقاومت د یخنۍ پر وړاندې کمېږي بدن سست او کمزوری کېږي یعنې په هغه اندازه واخیستل شي څومره چې د انسان بدن ورته اړتیا لري.

د کمو غوړیو له امله په بدن کې په یو شمېر ویټامینونو کې کموالی راځی مثلاً د D، A، E او ویټامین K کمی رامنځته کېږي شاید یو انسان په سختو ناروغیو اخته شي. د دې تر څنګ د بدن ښایست له منځه وړي د مخ پوستکی خوشک او بدرنګه معلومېږي او داسې نور زیانونه هم لري( کرنپوهنه: ۱۸۵ مخ). شحمیات د هغه ماشومانو له پاره چې شېدې خوري، د وړو ماشومانو او هغه کسان چې له حبوباتو څخه جوړه شوې غذا نه شي خوړی د هغوی له پاره مهمه عذا ده چې د هغوی د وجود اړینه انرژي برابره کړي ځکه  د هغوی د معدې حجم ډېر وړوکی دی(تعلیمات صحی: ۱۵مخ).

له پورته ټکو څخه لنډ جاج اخیستی شو چې شحمیات  یا غوړي دبدن په روغتیا کې مهم رول لوبوي که  په ټاکلي اندازه د ورځینیو خوړو له لارې  د انسان بدن ته داخل نه شي، نو بدن کمزوری او انسان نه شي کولای فعالیت وکړي او دا هم ښکاره شوه چې له دوه لارو څخه د حیواني او نباتي سرچینو څخه یې تر لاسه کولای شو چې زمونږ په ورځینیو خوړو کې په کافي اندازه موجو دی.  د دې تر څنګ یې  په خوړو کې زیات استعمال یا هغه خواړه چې زیات شحمیات لري هم کولای شي په انسان کې سترې ناروغۍ رامنځته کړي.

غذايي فایبرونه (Diatry fibor):

غیر نشایستي پالي سکرایدونه دی، چې د خوړو مهمه برخه جوړه وي به سبزیجاتو او حبوباتو کې وجود لري (خواړه او روغتیا:۸ مخ) غذايي فایبر په بدن کې ځکه مهم دی چې اوبه جذبوي، د غایطه مواد حجم زیاتوی، د کلمو حرکات تمبې کوي، له قبضیت څخه مخنېوی کوي، د کولسترول کچه کموي، د وزن د کموالي سبب ګرځېږي(خواړه او روغتیا: ۱۹مخ). په سبزیجاتو، غنم، دانې او تخمونو، د کچالو پوستکی، زردک، لوبیا، پنېر، ناک، مڼه ، خوږه کچالو او داسې نورو کې پیدا کېږي.

د یو بالغ کس یا یو ماشوم باید د ورځې په اوږدو کې ۱۸-۳۰ ګرامه فایبر تر لاسه کړي.

د فایبر کمښت:

   که چېرې فایبر په خوړوکې له ټاکلي اندازې څخه کم شي، نو لاندې ستونزې رامنځته کوي:

۱ ـ د کلمو د حرکت کموالی.

۲ـ قبضیت رامنځته کوي.

۳ـ قلبي مرضونو خطر ډېروي.

۴ـ د کلمو د سرطان خطر ډېروي.(لیکچرنوټ مکتب نرسنګ«استاد دیده جلال»:  مخ۲۳)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب