(۴ برخه)
د طوفان بل لوری
څوک په اسانه کور نه پرېږدي او غره ته نه خېژي، دا خبره احسان الله وکړه او بيا چورتونو يووړی، حافظ احمد الله ورته وويل: څنګه احسان الله جانه! دا خبره دي تر څه پوري وکړه؟
احسان الله وويل: هسي را ياد مي سوه چي څنګه مي خوږ او ارام ژوند پرېښووی او طالب سوم. حافظ يو ځل بيا د خپل لاس جوړ کړی سنايپر په دربين کي وکتل، ويې خندل ويې ويل: دوی هم پوه سوي دي، نور برج ته نه راخېژي، بيا يې احسان الله ته وويل: ته څنګه طالب سوې، احسان الله له ځان سره وويل: نه سوم، بلکي طالب يې کړم.
زموږ کورونه او مځکي د روزګار په چهار چينو کي وه، سخت خوشحاله ژوند مو وو، زه به د دوولس ديارلس کالو وم چي پلار او اکا مي تصميم ونيوی چي کندهار ته کډه کېږو، هلته مو د پلار او نيکه ځايونه دي، نور به هلته واړوو، دا هلکان مو ډېر دي هلته به سبقونه هم ووايي او کار او کسب به هم زده کړي.
نو هغه وو چي موږ کندهار ښار ته راکډه سوو، دلته مو ژوند کوی او سبقونه مو ويل، ښه مو ساعت تېر وو، وروڼو مي د بزازۍ دکانونه خلاص کړل او د اکا زامنو مي هم خپل کار وبار شروع کړی.
موږ به سهار مکتب ته تلو او له غرمې وروسته به مو د انګليسي او کمپيوټر کورسونه ويل.
په دې وخت کي (بوو ګړز) هوايي اوان راغلی، د دوی تر سر تېر سو، په کورونو کي وموښتی.
احسان الله بيا خپل سقيل (پيکا) ته ورنږدې سو او مسلسل شاجور يې فېر کړئ.
لږ ها خوا ته ګل احمد خپل نوي ملګري صالح محمد ته وويل: له شا څخه مي ليري سه! چي راکټ شا ته لمبه کوي، ګړز سو له پوستې څخه دوړي پورته سوې، مګر په خاورو ډکو هيسکوګانو باندي راکټ چنداني تاثير نه کوئ.
بيا خاموشي سوه، حافظ احمد الله وويل: ډيري مرمۍ مه مصرفوئ، مشران وايي يوازي د ضرورت په وخت کي ټکان وکړئ.
حافظ احمد الله ته لکه چي د احسان الله کيسې خوند ورکړی، يا يې غوښتل د دې نامعلومه انتظار شېبې لنډي کړي، احسان الله ته يې وويل: ښه نو بيا څه وسوه؟
احسان الله چي حواس يې پاشل سوي وه، وويل: څه شي بيا څه وسوه؟
حافظ احمد الله وخندل ويې ويل: ډارنه! دا زه اوس سبا تا ته فدايي جانکټ دراغوندم، ستا اوس دا حال دئ، ستا کيسه ښه يم څنګه سوه؟
احسان الله وويل: ښه ښه خو داسي ووايه، ته په جنګ کي زما څخه کيسې غواړې، نو زموږ خورا کار جوړ وو، له چا سره مو غرض نه وو، موږ هم شپږ وروڼه وو، د اکا مي هم شپږ اولاده وه، بسته لښکر وو، د ګرده کوڅې سترګه راڅخه کېده.
يوه شپه دربی او درزی سو، نارې سوې، زه له وراره ګانو سره په خونه کي بيده وم، دوې درې چاودني وسوې، يو دم زموږ خوني ته درې څلور تنه له توپکو سره راننوتل، موږ ته يې توپکونه ونيول، ويې ويل: در ووځئ! موږ يې د سرای منځ ته راوستلو، د سرای په منځ کي شيان پراته وه، سوځل او رڼا يې جوړه کړې وه، سرای د عسکرو ډک وو، يوه نفر، چي مخابره يې په لاس کي وه، ښځي يې يوې خوا ته کړې او نارينه يې بلي خوا ته کړل يخ وو، کوچنيانو چغي وهلې.
په دې وخت کي مخابرې والا د ښځو خوا ته ورنږدې سو، چي مخونه يې وګوري، زما ځوان ورور چي تازه مو واده ورکړی وو، ورحمله کړه، شا ته ولاړ بل عسکر ضربه پر وکړه، هغه ځای پر ځای شهيد سو، ښور يې نه دئ خوړلی، ناوي لويه چغه وکړه او پر وغوړېده او بې هوښه سوه.
عسکرو د ټولو نارينه وو لاسونه تر شا وتړل او چي تر لس کلن لوړ وه، د هغو په سرو يې توري کڅوڼي ور واغوستلې او موټرونو ته يې وروغورځولو، نور نو په ځان نه يم خبر سوی، يو وخت چي په هوښ کي راغلم، پر يخ سميټ پروت وم، سر مي سخت درد کوئ، پوه سوم چي موټر ته د غورځېدو په وخت کي مي سر پر موټر وموښتئ او ورېښتان مي د وينو د وچېدو له امله په وينو کي وچ سوي وه او زه بې هوښه سوی يم، له يخ څخه مي زامه رېږدېده، خو لاسونه مي شاته کلک تړل سوي وه او هيڅ شی مي نه ليدل، موږ پلار ته (غاغا) ويل، په زوره زوره مي چغي کړې: غاغا، غاغا. د پلا زهير او کرار کرار اواز مي واورېدی ويې ويل: احسان الله ژاړه مه، الحمد الله او قل هو الله ووايه، سمېږې. ما الحمد الله او قل هو الله شروع کړه، په دې وخت کي مي د بوټو اوازونه تر غوږ سول، را نږدې سول او د دروازې د خلاصېدو اواز سو، وروسته يو چا وويل: صاحب! دا دي دا د مرداري زامن مي ټوله راوستل. د يو چا ږغ مي واورېدی ويې ويل: خه مو وکړه د دوی طائفه وغيم، دا کندهاريان ډېر مست دي، نر نه پکي پرېګدم.
موږ که څه هم د کندهار نه يو، خو زما د مشر ورور اواز مي واورېدی ول ستاسي نر توب مو وليدی، لاس تړلي خلګو ته ښکنځل کوئ او بې ګناه خلګ په کورونو کي ولئ، ته مي لاسونه خلاص که چي نر دروښيم. درب سو او له درب سره مي د ورور د هه ږغ واورېدئ، لکه په سينه کي چي يې ووهی، هم دغه کس بيا وويل چي اول يې جزايي کړی بيا تحقيق ځني شروع کړی، دا لويان يې په لاسونو وځړوئ او کشرانو ته يې لګ ګرپونه وخياست.
زورونه او نارې سوې، ما مي د خپل اکا اواز واورېدی، چي د همېشني عادت له مخي ارام ږغېدی او ويې ويل: خو مسلمانان ياست، له کوچنيانو سره مو څه کار دئ، زموږ سره مو کار دئ. د چپلاخي اواز مي واورېدی يو چا په زوره د سر کڅوڼه را څخه کش کړه، تر څو ثانيو پوري شوکوره وم، هيڅ شي مي نه ليدل، لږ ګړی وروسته مي سترګي عادي سوې، زما درې مشران د اکا زامن، درې مشران وروڼه، اکا او پلار مي په لاسونو ځړېدل، خو يوه لا آه هم نه کوی، موږ پنځه کشران يې هغه سي لاس تړلي پر چوکۍ کښېنولو او ګروپونه يې پر سترګو را ولګول، نيم ساعت وروسته چي زموږ چغي ډېري سوې ګروپونه يې مړه کړل، خو ما چي وکتل فکر مي کوی چي نور ټوله بيده دي، خو هغوی ضعف سوي وه، شپږ اووه ساعته وروسته مي درې څلور نفره وليدل، يوه نفر چي غاړه يې اغوستې وه، ځوان سړی وو، ټولو والي صاحب ورته ويل، پر چوکۍ کښېنستئ اشاره يې وکړه، ټول يې راکښته کړه، پر يوه يوه يې اوبه پاشلې، چي په هوښ راسي، وروسته والي زما پلار ته وويل چي ګوره سپين ګيرې! ما خلګ په ظالم پېژني، تر ننه څوک نه دي راته ټينګ شوي، د پوښتني څوک دي نشته، دا زما شخصي زندان دئ، د ولايت زېر خانه ده، دلته ډيرو ټينګانو ژړلي دي، يوه او خاصه پوښتنه کوم چي په چمن کي مو له چا سره ارتباط دئ، چي ځی راځی.
د پلار پر ځای مي اکا جواب ورکړی ويې ويل: موږ تاجران خلګ يو، په سياست کي مو کار نه سته، اڅګزي خلګ يو، له روزګانه تر ګلستانه پراته يو، چمن مي تر نيم ډېر تربور دئ، خپله لور مي هلته واده ده، ورېره مي او خور مي هلته واده دي، د خسر کور مي هلته دئ، دا خو يو وطن دئ، دواړي غاړي پراته يو.
والي نه وړه نه راوړه مخ ته په پرته ډکه د اوبو ګډوه يې زما اکا پر مخ وويشتی، هغه آه هم ونه کړئ ويې ويل: ښه نه کوې. والي بد کښنځل وکړل ويل يې چي ښځه به دي څنګه وڅنګه کړم، بيا به ښه وي که نه؟
زما د اکا زوی پر والي ور وځغستل د والي عسکر په سينه کي په قنداغ وواهه، هغه ولوېدی او ضعف يې وکړ.
والي عسکرو ته، چي خپل شخصي خلګ يې وه، وويل: کميس او پرتوګ يې ځني وکاږئ او بيا يې راوځړوئ، کالي او پرتوګ يې ځني وکښل موږ کوچنيانو ژړل او غټانو هيڅ نه ورته کتل، د والي عسکرو سګرېټ څکول او خندل يې، د والي مخ ته د اوبو ډک ستل پروت وو، والي هغه راپورته کړی او پر وې پاشئ، هغه آه وکړه، مګر په صد کي رانغلی.
بيا د والي يو مردار مخي ملګری، چي کوت کوت ورېښتان يې وه، رامخ ته سو او لګېدلی سګرېټ يې د هغه پر بازو ور ونيوی، ويې ويل چي اوس يې راوېښوم. نورو ټولو وخندل زما د اکا زوی وښورېدی، لا پوره نه وو وېښ سوی، چي هغه کس يې سګرېټ پر سينه ور ونيوی، په دې سره هغه په صد کي راغلی، خپل لوڅ بدن يې وليدی، په زوره زوره يې چغي کړې.
په دې وخت کي يې يوه نفر په خوله ټوکر ور ننه ايستی او خوله يې وربند کړه.
له والي سره يو بل کس خپله توپنچه را وايسته، دانه يې ورتېره کړه ويې ويل چي دوی نو خبري نه کوي، له دې کوچنيانو څخه به يې شروع کړم. توپنچه يې زموږ خوا ته کړه او څو خطايي ټکان يې وکړل.
والي وغورځېدئ ويې ويل: د خره زو! تا بيا بدل ټابليټ خوړلي دي، خو زه دي وډار کړم، سړی لګ غګ وکړي.
په دې وخت کي د والي سکرټر رامخ ته سو، والي ته يې په غوږ کي يو څه وويل، بيا يې تليفون ورته ونيوی، والي تليفون غوږ ته و نيوي حيران سو، ويې ويل چي څه! نه به وي، ته ولا؟ غلط خلګ مو راوستلي دي، خانه مو خرابه سه، په ما مو خلګ مړه او سپک کړل، اوس وايي چي راپور غلط وو.
وروسته يې بيرته زموږ په سرو کڅوڼي راواغوستې، خو لاسونه يې را ونه تړل، يو ځای يې له موټره کښته کړو، دوی په خپله مخه ولاړه، له هغه وروسته زموږ ورځ توره سوه، مشران وروڼه مي د کوټي شورا غړي سوه، موږ مدرسو ته ولاړو، چي د شپاړس کالو سوو جنګ مو شروع کړی، تر اوسه پنځه نفره شهيدان سوي يو، درې پاته يو.
د حافظ احمد الله پر ږيره اوښکي رواني سوې، ويې ويل: هغه د اکا زوی دي څه سو؟
احسان الله ورته وويل: هغه څو مياشتي ورک وو، په هغه مو دواوي وکړې، اخير يې په پنجوايي کي پر امريکايانو باندي استشهادي عمليات وکړل، ناوې يې د پلار پر کور پاته سوه.
صالح محمد چي تازه له دوی سره يو ځای سو، ويې ويل: دا خو سم سلاخي سوي ياست، موږ ته خو وايي چي له دوی سره پاکستانيان دي، تاسي خو ګرده د داغه ځای ياست.
احسان الله ورته وکتل ويې ويل: دا ټوله درواغ دي، موږ چي يې ولايت ته راوستلي وو، يو بل سړی هم هلته تړلی وو، د ډېر وخت بندي معلومېدی، نوکان يې نه وه، خبري يې نه کولې، زما اکا پر خبرو راوستی.
ده د استخباراتو د رئيس پر کور مازدا بم کړی وو، ويې ويل: د استخباراتو رئيس مي ماينه راوستله او زما مخ ته يې تجاوز پر وکړی. ده يې هم ټول خاندان ورختم کړی.
صالح محمد خبرداره سړی معلومېدی ويې ويل: مشران خو نو په پاکستان کي دي. د احسان ورسره خوله سوه، ويې ويل: داسي په پاکستان کي دي، لکه موږ چي وو.
يو وار بيا د پوستې له خوا ضربه وسوه، ملا احمد الله وويل: ده شکه ده، خوږوي مو، لږ در ګوښه سئ.
صالح محمد د راکټ مرمۍ پر اوږه کړې په دوی پسې سو ويې ويل: وروره! موږ له سياسته خلاص بې ازاره خلګ وو، اوس په دې ناتار ګډ سوو. ملا احمد الله داسي هم طبعه سړی وو ويې ويل: ښه تا ته موږ ناتر در معلومېږو؟
صالح محمد وويل: يا! عموماً دا ټوله کيسه يادوم، زما په حضرت جي بابا کي د ترکرۍ دکان دئ، ساده سړی يم، تېره پنجشنبه ښاروال راغلی، زما يو څه شيان د دکان مخ ته پراته وه، نه يې وړه نه يې راوړه ويې ويل چي ستا په ښځه دا ټول شيان څنګه وڅنګه کړم، ده لا خبره نه وه خلاصه کړې، ما ورغبرګه کړه چي ستا هم، ده بادرنګو ته ورحمله کړه په ويې ويشتم، ما هم په روميانو وويشتی، وروسته عسکرو تر لغتو لاندي کړم، قومندانۍ ته يې بوتلم، ښه جوړ يې ووهلم، په دا سبا د کلي خلګو را خلاص کړم.
زه بيا راغلم دکان ته هر څه مي سم کړه، ښاروال بيا راغلی ويې ويل چي ته د کوسۍ زوی خو بيا دا دئ ايله سوی يې، ستا څه وڅه وغيم، ده چي ځان جوړوی، ما د ترازو وارۍ پر وکړی، نور را وغورځېدم، دا دئ دوهمه ده چي زه ستاسي سره يم، دوې کوچنۍ لوڼي او يو زوی مي دئ، طبيعت مي هم په خراب دئ.
په دې وخت کي ملا احمد الله ټوکه پر وکړه: جهاد دي نه قبليږي ته د عقيدې طالب نه يې. ټولو وخندل، مګر صالح محمد وويل: جهاد مهاد د کمي خوا وو، ټوله د خاريجانو ډرامې دي، يوه ورځ تاسي پورته کړي، بله ورځ بل څوک، تاسي اوس له پاکستانه رانه غلاست؟ بيا بيرته هغه پاکستان امريکا ته هډې ورنه کړې؟ اوس تاسي په کوټه کي شورا نه لرئ؟ په قطر کي مو دفتر نه دئ؟ مشران مو هره ورځ نوي ودونه نه کوي؟ خيټي يې دمخه وي دوی تر شا په پسې وي، نيم مو د پاکستان جاسوسان دي، نيم د ايران او نيم د امريکا انډيولان هم دي.
په دې وخت کي يې په خوله ګوز واچوی او ويې ويل: غر يې سو، جهاد دئ. ګل احمد هم خندل هم يې په زوره ناره کړه ويې ويل: ملا صاحب! دغه چپ کړه، را څخه مردارېږي، دلته به مي ځان پر ده غازي کړی وي.
ملا صاحب وخندل ويې ويل: ګپه کوي. بيا يې بيرته په مصلح انداز وويل: ستا خبري صحيح دي، په هر چا کي ښه او بد سته، په موږ کي هم هر ډول خلګ سته، مشران هر وخت ټول پاک نه وي، هر څه به سم سي، موږ اول دا جهاد په ثمره ورسوو، زه خو چي په ښه او بد پوه سوی يم حرام او ناروا دي وي که به بله اسره لرم، بېله دي چي خدای (ج) راضي سي، هو! دا ته چي وايې دا خلګ مي هم په پېخر ليدلي دي.
احسان الله په دې وخت کي ملا احمد الله اخند ته وويل: ياره ملا صاحب! سخت مي تلوار دئ چي دا کيسه بالا خلاصه سي، چي ناوې مي تر کوره راولم بيرته کرار آرام خپله دکانداري او ژوند وکړم.
ملا صاحب ورته وويل: هر څه به سم سي، تالۍ درب دي پر ما دئ، د وطاق په ټولو يارانو خو به اټن والله درته وکړم. صالح محمد بيا خوله مسخرې ته جوړه کړه ويې ويل: ملا صاحب! د ده په واده کي به د ټکانو پر ځای ځان دربی کوې. ټولو وخندل، ملا احمد الله په خندا کي وويل: کفاره! استشهادي وايه، غاړي دي بندېږي، څه بده بلا يې، دې ته دي بيا څه پام سو.
په دې وخت کي يو دم د مرميو شور سو، ملا احمد الله ناره کړه چي پروت وکړئ، له صالح محمد څخه ناره وسوه، ويې ويل: هغه سي مو په مردار کړم. ملا احمد الله خوشکه ورته وکړه ويې ويل: هر وخت د ګپي نه وي.
ګل احمد پر هغه خوا، چي ډزي ځني کېدلې، د راکټ ټک وکړئ، ډزي ودرېدې، شپه ناوخته وه، هيڅ شی نه معلومېدل، سپک سپک زګېروی راتلی، ملا صاحب ږغ کړه: احسان الله جواب نه وو، صالح محمده! سپک زګېروی راغلی. ملا صاحب جيبي څراغ ولګوی، احسان الله پر تندي مرمۍ خوړلې وه، د شا کوپړه يې ټوله ورسره الوتې وه او پر سقيل (پيکا) پړ مخي شهيد پروت وو.
د صالح محمد کالي په وينو سره وه، سپک سپک زګېروی يې کوی، د زبير، ملالۍ او غوټۍ نومونه يې اخيستل، يو ګړی ژوندی وو، وروسته يخ پخ سو، بيا دوی کرار پر کرارګاه ور وختل، هلته يويشت دوويشت کسه مړي پراته وه. ملا احمد الله په کراګاه کي پرتو قرآن شريفو او مسلو (جای نمازونو) ته وکتل، چورتونو يووړی، په کرارګاه کي يې پر مسجد او هلته د راکټ په زور د سوځېدلو قرآن شريفونو يې تر سترګو اوښکي و بهيدې، له ځان سره يې کرار وويل: يا ربه! ايمان مو روزي کړې، دا دي په کومه ابتلا اړولي يو، ته مو رهنما سې، خو نه زموږ په قطار کي بېګانه سته نه د دوی. له ډېره قهره يې په لاس کي توپنجه پر دېواله وويشتل او ځای پر ځای کښېنستئ.