پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد امریکا برید ته د طالبانو غبرګون؛ د ستونزو حل لپاره له...

د امریکا برید ته د طالبانو غبرګون؛ د ستونزو حل لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلئ

تاند「یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」 د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا متحده ایالتونو بریدونه وغندل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا متحده ایالتونو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې، دغه کار په سیمه کي نوره بې ثباتي رامنځ ته کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کې دا اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو بریدونه دوی ته د منلو نه دي او دا چاره یې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.

په خبرپاڼه کي یو وار بیا پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې د ستونزو د حل له پاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي.

تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او ټینګار یې وکړ، چې ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو مسوولیتونو ته ژمن شي.

کرزي ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند اختلافونه باید پرته له زور، د منطقي لارو او د نړیوالو مسوولو بنسټونو له لارې تعقیب او حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...