سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد ایران- اسراییل جګړه، لسمه ورځ، شېبه په شېبه

د ایران- اسراییل جګړه، لسمه ورځ، شېبه په شېبه

تاند (یکشنبه، د چنګاښ/ سرطان لومړۍ) تازه:

د اسراییلو هوایي ځواک د ایران پر دوو پوځي هډو برید کړی.

 ایران رسنۍ وایي چې د اسراییل هوايي ځواکونو د دغه هېواد د بوشهر ښار پر دوو پوځي مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د هوايي دفاع سیسټم توانېدلی، چې دغه اسراییلي الوتکې وپېژني او مخه یې ونیسي.

تازه: چین او روسیه د امریکا بریدونه د منل شویو نړیوالو اصولو خلاف بولي

چین او روسیې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندل او هغه یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، «د امریکا له خوا پر ایران بریدونه په کلکه غندنه کوو، په ځانګړې توګه هغه تاسیسات چې
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) څارل».

روسیې د امریکا دا پرېکړه بې مسوولیته بللې ده او د غندنې ترڅنګ یې ویلي په هر دلیل چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه شوي، د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د پرېکړو ښکاره سرغړونه ده.

دواړو هېوادونو د منځني ختیځ پر سولې او د یادې ستونزې پر ډيپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.

 د ایران ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون، د امریکا د برید د ځواب ارزونې لپاره د ځانګړې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی

‏د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا له برید وروسته، د دغه هېواد د ولسي جرګې د ملي امنیت کمېسیون، د امریکا د برید د ځواب ارزونې لپاره د یوې فوق‌العاده غونډې له جوړېدو خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون د یوه غړي له قوله لیکلي چې په دې غونډه کې به د «امریکا رژیم د دښمنانه» اقدام پر وړاندې د ایران متقابل غبرګون وڅېړل شي.

دغه چارواکي ویلي، چې ایران «له ‌شکه پرته بشپړ او څو اړخیز غبرګونونه» په خپل کاري نوملړ کې لري، چې له هغې ډلې د (NPT) له تړونه د وتلو ارزونه او د هرمز تنګي بندول شامل دي.

عراقچي نن روسیې ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې نن روسیې ته سفر کوي او ټاکل شوې سبا د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

هغه دا څرګندونې په استانبول کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

عراقچي ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو د منشور اصول تر پښو لاندې کړی او پر ایران له برید سره یې له سرې کرښې پښه واړوله.

د عمان بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی او هغه یې یرغل بللی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، پر ایران د امریکا بریدونه د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د هغه منشور پر ضد کړنه ده چې له مخې یې د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض منع شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران پر سوله ییز اټومي پروګرام برید په داسې حال کې چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان تر څار لاندې دی، د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو قوانینو د ټولو نورمونو خلاف بللي دي.

پاکستان ویلي، ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې حق لري چې خپله دفاع وکړي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید نړیوال قوانین او د ملکیانو ژوند په پام کې ونیسي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې جګړه باید ژر تر ژره ودریږي او دوام به یې د سیمې سربېره ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.

تسعودي یوځل بیا د ایران د ملي حاکمیت نقض غندلی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ایران د ملي حاکمیت نقض غندلی او ویلي یې دي، چې پر ایران د امریکا برید په “ژورې خواشینۍ” څاري.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر زغم، د ترینګلتیاو پر کمولو او د روانې جګړې د پراختیا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

سعودي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دغو حساسو شرایطو کې سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د روانې کشالې د سیاسي حل هڅې وکړي.

ایراني رسنۍ وایي، ایران د موساد یو بل جاسوس هم اعدام کړ.

ایراني رسنیو ویلي، چې ایران د «مجید مسیبی» په نامه یو شخص چې د اسراییلو استخباراتي سازمان (موساد) ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی وو اعدام کړ.

تر دې وړاندې ایران یو بل کس د اسمعیل فکري په نامه هم موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی وو.

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان؛ تر دې دمه وړانګې نه دي لیدل شوي

د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي، د ایران پر دریو اټومي مرکزونو د امریکا له برید وروسته دوی د فردو په ګډون په نورو مرکزونو کې هم تر دې دمه د وړانګو خپرېدل نه دي لیدلي.

دغه سازمان پر خپل ایکس لیکلي، د نورو معلوماتو د لاسرسي په صورت کې به د ایران د وضعیت لا ډېره ارزونه وړاندې کړي.

 ‏د امریکا تر برید وروسته ایران د اسرائیلو ۱۰ اهداف په نښه کړل.

اسرائیلي رسنیو ویلي، د ایران توغوندي د اشغالي سیمو په حیفا، سهیل او تل ابیب کې د کارمل ۱۰ ځایونو کې اهداف په نښه کړي.

راپورونو کې راغلي چې د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته د اشغالي سیمو په شمالي او مرکزي برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

تر اوسه د دې بریدونو له کبله د اوښتو زیانو په اړه او یا دا چې کوم اهداف يې په نښه کړي څه نه دې ویل شوي.

 ایران د م.م امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې.

ایراني رسنۍ وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ په یوه لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې بېړنۍ غونډه را وبولي.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې ایران د ملګرو ملتونو له منشور سره سم، د امنیت شورا د مسوولیتونو په چوکاټ کې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د لازم اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه لیک کې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې موخه “جنایتونو” ته ځواب ښودل شوی دی.

 ایران د توغندیزو بریدونو تازه څپه پیل کړه

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا له لوري د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو تر برید وروسته، ایران پر اسراییل د توغندیزو بریدونو تازه څپه پیل کړه.

د راپور له مخې، “اشغال شویو سیمو” کې په لوړه کچه د تیارسي خبرداری ورکړل شوی دی.

ملګري ملتونه:ایران او اسراییل کې خلک کډوالۍ ته اړ شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر ایران او اسراییل غږ کړی چې خپلمنځي ترینګلتیاوې کمې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه وضعیت په ایران او اسراییل کې خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي.

یادې کمېشنرۍ ویلي، د ایران سربېره له اسرییل هم خلک د وتلو هڅې کوي او سیمه کې یي پر هېوادونو غږ کړی، چې ایراني او اسراییلي وګړو ته پناه ورکړي او د بشري مرستو د رسونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

‏ټرمپ وایي؛ د ایران مهم اټومي تاسیسات یې له منځه وړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولس ته په وینا کې ویلي، که ایران سوله ونکړي نور لوی بریدونه به پرې وکړي.

ټرمپ د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو د بریدونو په تایید سره دا بریدونه ستره پوځي بریا بللې ده.

هغه ویلي، د ایران مهم اټومي تاسیسات له منځه وړل شوې دي.

نوموړي دغه راز د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ته هم د دغه بریدونو مبارکي ورکړې ده.

بل لورته د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر بریدونو وروسته، د اسراییلو د کورني امنیت چارواکو امر کړی، چې په دغه هېواد کې دې ټول ښوونځي وتړل شي، غونډې او راټولېدنې دې لغوه او یوازې هغه برخې چې ډېر اړین فعالیتونه لري فعال پاتې شي.

عراقچي؛ د امریکایي الوتکو بریدونه د ملګرو ملتونو منشور، نړېوالو حقونو او د اټومي وسلو پراختیا مخنیوي تړون ښکاره سرغړونه بللې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، د ایران په سوله ییزو اټومي تاسیساتو برید ګواښوونکی اقدام، غیرقانوني او جنایتکارانه دی چې بدې پایلې به ولري.

عراقچي زیاته کړې، هېواد یې له ځانه د دفاع مشروع حق په اساس د ملګرو ملتونو منشور په چوکاټ کې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره ټول انتخابونه پر مېز ايښي.

ایران له نړېوالې ټولنې غوښتي، د امریکا د دغې پارونکي اقدام پر وړاندې دې پرېکنده او مسئولانه غبرګون وښيي.

د یادونې ده، چې امریکا نن یکشنبه سهار د ایران درې مهم اټومي سایټونه د سنګر ماتوونکو بمونو په وسیله په نښه کړل.

پر ایران د امریکا تر برید وروسته؛ اسراییل خپل هوایي حریم د هر راز الوتنو پرمخ وتړه

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر برید وروسته، د اسراییل د هوایي چلند ادارې خپل هوایي حریم د هر راز الوتنو پر مخ وتړه.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د دغې ادراې په حواله راپور ورکړی، چې د وروستیو تحولاتو له امله یې هوایي حریم تړلی خو مالومه نه ده، چې تر څه وخته به همداسې تړلی پاتې وي.

ایران په خپل دریځ ولاړ او د اټومي انرژۍ پراختیا ته دوام ورکوي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د پراختیا د درېدو اجازه به ور نه کړي

دغه سازمان د امریکا تر بریدونو وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې “مقابل لوري په فردو، نطنز او اصفهان کې پر اټومي تاسیساتو وحشي او د نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د نه خپراوي د تړون خلاف بریدونه کړي دي.”

خبرپانه کې راغلي چې دغه اقدام د “بې پروایۍ” او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په ملتیا شوی دی.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان زیاته کړې چې د حقوقي تعقیب په ګډون به د دغو بریدونو په تړاو لازم ګامونه پورته کړي.

ایران پر خپلو درېیو اټومي تاسیساتو د امریکا برید تایید کړ

اکبر صالحي، د اصفهان امنیتي مرستیال، په دې ولایت کې د نطنز اټومي تاسیساتو تر برید لاندې راتلل تایید کړي دي.

صالحي څو شېبې مخکې ویلي: «د څو بمونو د چاودنو غږونه په اصفهان او نطنز کې واورېدل شول او موږ د اصفهان او نطنز د اټومي سایټونو په شاوخوا کې بریدونه ولیدل.»

په دې توګه هغه درې بریدونه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو شېبې مخکې یې د “بریالي ترسره کېدو” خبر ورکړ، د ایران له خوا هم تایید شوي دي.

نتانیاهو: د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید به تاریخ بدل کړي

د اسراییلو لومړي وزیر نتانیاهو څو ساعته وروسته له هغه، چې امریکا د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو برید وکړ، د ډونالډ ټرمپ دا اقدام وستایه او ویې ویل چې دغه برید به «تاریخ بدل کړي».

بنیامین نتانیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې امریکا ته په خطاب کې وویل: «ستاسې پرېکنده تصمیم چې د ایران اټومي تاسیسات مو په نښه کړل، د امریکا د عزم او ځواک څرګندونه کوي او تاریخ به بدل کړي».

هغه د اسراییلو له خوا په تېرو اته ورځو کې د ایران پر اټومي او نظامي مرکزونو د خپلو عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل: «اسراییلو ډېر کارونه کړي، خو امریکا د نن شپې په عملیاتو کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بې‌ساري اقدام وکړ».

امریکا او اسراییلو تېر کال پر ایران د نن ورځې د برید تمرین کړی وو

ای بي سي خبري شبکې د یوه باخبره اسرایېلي سرچینې له خولې، چې نوم یې نه دی افشا شوی، راپور ورکړی چې امریکا او اسراییلو شاوخوا یو کال وړاندې پر ایران د نن سهار د هسته‌ يي تاسیساتو د برید تمرین کړی و.

دې سرچینې ویلي: «دغه تمرین د بایدن د حکومت پر مهال پلان او عملي شوی و، خو یو کال وړاندې مو فکر نه کاوه چې دا پېښه به اوس رامنځته شي.»

د امریکا او اسراییلو چارواکو تر اوسه پورې دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا پر ایران برید کې (B-2)بم غورځوونکې الوتکې کارولي

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رویټرز ته ویلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د دغه هېواد په نننیو بریدونو کې (B-2) بم غورځونکې الوتکې کارول شوې دي.

تر دې وړاندې هم رویټرز راپور ورکړی و، چې دغه الوتکې چې کولای شي په درنو بمونو سمبالې شي، د لېږد په حال کې دي.

ملګري ملتونو پر ایران د امریکا برید د اندېښنې وړ بللی.

‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پر ایران د امریکا د بریدونو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، دا په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتوالی او د سیمې او نړۍ امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

ګوتریش ویلي، چې ښایي جګړه له کنټرول و وځي، چې زیان یې ملکیانو، سیمې او نړۍ ته رسیږي.

هغه د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د دغه سازمان منشور او نړیوالو قوانینو ته په کتو ترینګلتیاوې کمې کړي.

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې امریکا ایران کې درې اتومي مرکزونه بمبار کړي دي.

نوموړی وايي موږ په ایران کې د درېیو اتومي مرکزونو، چې فردو، نطنز او اصفهان پکې شامل دي، خپل ډېر بریالی برید بشپړ کړی دی.

بل لورته د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر برید وروسته خبرداری ورکړی، چې “اوس موږ لپاره جګړه پیل شوه.”

د ایران د دولتي ټلویزیون صدا و سیما سیاسي مرستیال ویلي، د امریکا تر بریدونو وړاندې یې ټول اټومي مرکزونه خالي کړي و او دغو مرکزونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

اردوغان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتووالی وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۱مه (جون ۲۱مه)، د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په استانبول کې ولیدل او ویې ویل چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بیاپیل یوازینۍ سیاسي حل‌لاره ده چې د ایران او اسرائیل روان کړکېچ پای ته رسولی شي.

اردوغان څرګنده کړه چې هېواد یې چمتو دی د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیاپیل لپاره د اسانتیا برابروونکي رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ځله له اردوغان سره د خپلو ښو اړیکو ستاینه کړې ده.

اردوغان

د اردوغان د دې وړاندیز په اړه د عباس عراقچي غبرګون نه دی خپور شوی، خو نوموړي د غونډې پر مهال په خپله وینا کې وویل:
«په داسې حال کې چې زموږ هېواد تر بمبارۍ لاندې دی، له امریکا سره د خبرو امکان نه شته.»

یمني حوثیانو امریکا ته خبرداری ورکړ

د یمن حوثيانو د شنبې په ورځ د دونالد ټرمپ ادارې ته د ایران په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا په وړاندې خبرداری ورکړ.

رویټرز خبري آژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې ډلې د پوځي څانګې ویاند امریکا ته ګواښ کړی، که چېرې دا هېواد د اسرائیل تر څنګ په جګړه کې ښکېل شي، نو حوثیان به د سره سمندر په اوبو کې امریکایي کښتۍ په نښه کړي.

د یمن حوثيان په هغو ډلو کې شامل دي چې د ایران اسلامي جمهوريت ورته د “مقاومت محور” وايي. د ایران له لوري د مقاومت جبهې اکثره ډلې لکه حزب الله او حماس په تېرو دوو کلونو کې د اسراییل له لوري سختې ځپل شوي دي.

حوثیانو دا نوی ګواښ داسې مهال مطرح کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په لړ کې، د دوی او امریکا ترمنځ یو غیررسمی اوربند ټینګ شو.

ایران ګواښ کړی چې اسرائیل ته پوځي مرستې په نښه کوي

د ایران وسله‌والو ځواکونو د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اسرائیل ته د هرز ډول پوځي مرستو پر لېږلو به برید وکړي. دا خبرداری د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې په نهمه ورځ ورکړل شو.

د ایران د پوځ ویاند په یوه ویډیويي پیغام کې، چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، وویل:
«موږ خبرداری ورکوو چې هر ډول پوځي یا راداري تجهیزات، که د کښتۍ له لارې وي او که د الوتکې، چې د کوم هېواد له لوري د صهیونیستي رژیم لپاره واستول شي، د ایران پر وړاندې د یرغل برخه ګڼل کېږي او د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري به مشروع هدف وبلل شي.»

د اسرائیل پوځ وايي چې د ایران درې F-14 جنګي الوتکې یې ویشتي دي

د اسرائیل پوځ په خپله وروستۍ جنګي خبرپاڼه کې ویلي، یوې اسرائیلي جنګي الوتکې د ایران درې F-14 جنګي الوتکې د ایران په مرکزي برخه کې ویشتي دي.

دغه F-14 “تامکټ” الوتکې، چې د ۱۹۷۹ تر اسلامي انقلاب مخکې امریکا ایران ته ورکړې وې، اوس هم د دې ډول وروستۍ فعالې نمونې ګڼل کېږي. اسرائیل ویلي چې د دغو الوتکو ویشتل د ایران د هوايي او دفاعي وړتیاوو د کمزوري کولو د هڅو یوه برخه ده. ایران تراوسه د اسراییل دا ادعا تایید یا رد کړې نه ده.

د اسراییل- ایران جګړه، نهمه ورځ، شېبه په شېبه – تاند

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...