Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین کې د افغانستان کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي

چین کې د افغانستان کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي

تاند「یکشنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」د چین په شپږ ورځني نړېوال نندارتون کې د افغانستان کورني تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي.

د معلوماتو له مخې دغې شپږ ورځني نندارتون کې د افغانستان تولیدات په ۸۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

افغان سوداګر وایي، په دغه نندارتون کې د ۵۴ هېوادونو کورني صنایع په ۱۴۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

په یاد شمېر غرفو کې ۸۸ غرفې یې افغانستان ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان کورني تولیدات داسې مهال د چین نړېوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کیږي، چې د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم چین ته سفر کړی او د یاد هېواد چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...