سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهمتقي: د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسراییلي رژیم د ظلمونو...

متقي: د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسراییلي رژیم د ظلمونو مخه باید ونیول شي

تاند「دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲مه」د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه دې د فلسطین او ایران پر خلاف د اسرائیلي رژیم د ظلمونو مخه ونیسي.

امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه کې دا غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د دې حالت دوام د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ او ویجاړونکي عواقب لرلی شي.

متقي پخپله وینا کې د افغانستان پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان له کلونو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او اشغال وروسته د خپلواکۍ، ثبات او بیا ودانولو مرحلې ته داخل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې ، چې دا وخت دی چې اسلامي نړۍ باید د شته ننګونو له امله د وروسته پاتې والي په اسبابو ژور فکر وکړي تر څو وکولی شو، چې راتلونکي نسل لپاره د داسې ګډ هویت تعریف وړاندې کړو، چې د بهرنیو پدیدو پرځای پر خپل اسلامي تاریخ او تمدن افتخار وکړي.

متقي ویلي، چې اسلامي نړۍ له نویو راټوکېدونکو ننګونو سره مخ ده چې د پرمختګ او بیارغونې مسیر یې له لویو ستونزو سره مخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...