د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د زاړه تعمیر په هغه اطاق کي، چي اوس د کندهار مجلې مدیریت دی یوڅو کسان په مجلس اخته دي.
مااجازه ورڅخه واخیسته او ترسلام وروسته د مجلس کوونکو په کتار کي پر یوه زړه چوکۍ کښېناستم.
په اطاق کي نه یوازی دغه یو څو چوکۍ، بلکي اکثره شیان او مېزونه زاړه دي.
په مجلس کي یوتن ،چي د ږیري یوڅو تارونه یې سپين دي، کندهارۍ کوچنۍ لنګۍ يې تړلې او خورا په ورین تندي ږغیږي هم ناست دی، خبري يې شمېرلي ، په تول پوره او کله که يې د خبرو په منځ کي ظرافت مجلس نورهم په زړه پوري کړي.
دانو تقریبا هغه د ۱۳۸۱ل کال هغه وختونه دي، چي د طالبانو حکومت د امریکايي (بي ۵۲) ډوله الوتکو په زور نړېدلی ،په ټول هیواد کي د ډموکراسۍ، دبیان ازادۍ، د ښځو، بشري حقونو او نوري شعاري خبري لکه تنور تودې دي.
زما څنګ ته ولسي شاعر اخترمحمد دلسوخته، چي د هغه وخت اکثره شاعران يې له نوم اود شعر له ویلو ځانګړي انداز سره بلد دي هم ناست دی.
دلسوخته، چي د خپل عادت له مخي په مجلس کي خپل نوبت ته ګوتي شمېري ،د موقع په پیداکیدو سره يې پر مخامخ ناست کندهارۍ لنګۍ تړلي کس ږغ وکړ
« یاره بابی صاحب ! د طالبانو په وخت کي مو ښه مشاعرې کولې ،اوس به څه کوو؟ »
ما د (بابي) نوم اوریدلی و، مګر مخامخ مي نه و لیدلی، د دلسوخته پوښتني نور ورته متوجه کړم .
د بابي تندی ورین سو او دلسوخته صاحب ته يې په خندا وویل، « هغه به کوو، چي ، ستاسوخوښه وي. »
د مجلس په وروستیو کي مي د بابي صاحب په غوښتنه ځان ورمعرفي کړی، چي ويه پېژندم دوهم وار يې بیا روغبړ راسره وکړ، ځکه ما د کډوالۍ پرمهال کندهارمجلې، طلوع افغان ورځپاڼي او ارغند جریدې ته مضامین او شعرونه رالیږل.
بابي ته مي وویل، زه کندهار ته راکډه سوی یم او غواړم له پښتو ادب او مطبوعاتو سره د ځانګړي میني له مخي ستاسو سره په ریاست کي کار و کړم ، عریضه يې راڅخه واخیستله ویل، سبا راسه !
سبا راغلم دادی تراوسه ددوی د هغو لارښوونو او همکاریو په رڼا کي د کندهار په مطبوعاتي او ادبي کهول کي خدمت کوم.
عبدالمجید بابی د غلام حیدرخان بابي زوی، د عبدالله خان بابي لمسی او د محب الله خان بابي کړوسی دی هغه د کندهار ښار د څلورمې ناحیې د بامیزو کوڅې د بابیانو په روڼ اندې کورنۍ کي په ۱۳۳۳ل کال کي دې فاني نړۍ سترګي رغړولي دي.
عبدالمجيد بابي لومړۍ دیني زده کړې د موی مبارک په جامع جومات کي کړي دي.
بابی د سردار داود خان د واکمنۍ پرلومړي کال ۱۳۵۲د لوی احمدشاه بابا له عالي لیسې څخه په ښو نومرو فارغ سوی او د استاد حیات الله رفیقي په لارښوونه یې د کندهار د ښوونکو د روزني په عالي مؤسسه کي داجتماعیاتوڅانګه ولوسته او په ۱۳۵۶ کال له یادي څانګي څخه په اوله درجه بریالی فارغ سو.
عبدالمجید بابي غوښتل خپلي نیمه لوړي زده کړي په کابل کي بشپړي کړي، خو د غوايي کودتا يې د زیاتو نورو افغان ځوانانو په ډول ارمانونه نیمګړي پرېښوول او بیرته کندهار ته راغلی.
بابي غوښتل، چي په کندهارکي د هیواد د نوي نسل روزولو ته ملا وتړي، چي د وخت د حکومت لخوا دوه کاله جبري عسکرۍ ته ولیږل سو.
رسمي دندي:
عبدالمجید بابی د خپلي ژبي او ولس سره د ځانګړي علاقې له مخي په ۱۳۶۱ل د قومونو او قبایلوچارو په ریاست کې د جرگو مدیریت ته اوږه ورکړه.
په ۱۳۶۳ کال کي د کندهار د پوهني ریاست په چوکاټ کي د زرغونې انا منځني ښوونځي مسؤل او د کندهار د عالي دارالمعلمین د اجتماعیاتو ډيپارټمنیټ افتخاري امراو ترڅنګ يې د عالي دارلمعملین په IN سرویس کې اجتماعیاتوافتخاري درس هم ورکوی.
بابي د نوي نسل د روزولو سره د هغه میني له مخي چي دی يې کرار نه پرېښود، د مجاهدینو او بیا د طالبانو په وخت کي د کندهار په مشهوره مدرسه ( امام ابوحنیفه رح) کي هم بیلا بیل مضامین شاګردانو ته تدریسول.
د مخکني ولسمشر حامدکرزي په مؤقته اداره کي ۱۳۸۱ د کندهار اطلاعات کلتور رييس وټاکل سو، چي د دوی په راتګ سره د کندهار موزیم یو وار بیا له بنسټه ورغېد
کندهار عمومي کتابتون ، طلوع افغان ورځپاڼي، کندهار مجلې اوترټولو لا دا خبره د یادوني وړ ده، چی د انارګل دودیزه مشاعره د علامه رشاد بابا په لارښوونه اوددوی په هڅو پيل سوه، چي تراوسه هرکال د پسرلي په موسم کي د سلهاو شاعرانو په ګډون لمانځل کیږي.
له خپلو مامورین سره غوره چلند او مشوره يې د د ښه مدیریت یوه لویه نخښه وه.
بابي د ریاست ترڅنګ له ۱۳۸۵ – ۱۳۸۸ل کلونو پوري د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د ریاست له لوري د ولایت په کچه د مشورتي جرگې منشي هم ؤ.
بابی شاعر، لیکوال، خطاط، د تاریخ ښوونکی او تکړه کارټونیسټ و، چي ډیرشعرونه، لیکني او کارټونونه يې په کندهارمجله او طلوع افغان ورځپاڼه کي خپاره سوي دي.
هغه په هره برخه کي یوشمیر اثار پنځولي، چي دغه لاندي ۳کتابونه يې چاپ او ۸ نورکتابونه يې د چاپ لار څاري.
۱: پښته اوښکه ( شعري ټولګه)
۲: ویرني او ستایني ( شعري ټولګه)
۳: جغرافیايي سیند ( قاموس)
د ۱۳۸۸ کال د کب میاشتي د پنځم سهار نهه نیمي بجې وې، عبدالمجید له کوره دفتر ته په پښو روان و، چي د ناڅرګندو وسله والو لخوا شهید سو.
قالوانالله واناالیه راجعون
روح يې ښاد او پر ګور يې رحمتونه
له بابي څخه یوه کونډه میرمن، دوه زامن او دوې لوڼي پاته دي.
یادونه، دغه لیکنه د عبدالمجید بابي په پنځمه تلینغونډه کي اورول سوې ده.
خدای دې وبخښي ماد ( کندهار دتاريخ په اوږدوکې) سيمينار کې ليدلي و بايد ووايم چې دهيواد ه ليري مې په لومړي ځل په کراچي کې ديوه سيمينار بلنليک چې په دولتي سطحه اودننه په هيواد کې دايريده ترلاسه اوبيامې په سيمينار کې ګډون هم وکړ دا دارواښاد بابي برکت وو
مننه خوري
بابي د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست ته ډېر کار وکړ، خو له بده مرغه نیمه خوا یې کړ.
کور ودان
مجید جان بابی دی خدای وبخښی، ډیر ګلالی او د سواد خاوند ځوان ۇ. ګومان کوم ۱۳۵۵ کال ۇ د کانکور تر ازموینی وروسته ئی ډیر امید درلود چی پوهنتون ته لیاره ومومی خو نصیب ئی نه ۇ شوی، څو هفتې سخت خواشینئ ؤ څو زموږ د یو بل آشنای پواسطه دېته وهڅول شو چی د دارالمعلمین زده کړی هم غنیمت وګڼی. د دارلمعلمین د قوانینو په اساس د نوموړی علمی مرکز څخه د ممتازو نمرو فارغ التحصیل کولای شوای چی په پوهنتون کی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړی خو دا چی ارواښاد مجید بابی ولی تر دارالمعلمین وروسته د پوهنتونی زده کړو څخه صرف نظر وکړ زه نه یم خبر.
له کال ۱۳۵۸ وروسته ما مرحوم بابی بیا نه ولید، د شهادت په خبر ئې ډیر غمجن شوم چی البته د هغه وخت د ټولنیزی ( خصوصاً کنداری روحیاتو او افکارو ) فضاء ته په کتو سره ئې ما ته د هغه د وژلو د علت او انګیزې په هکله بل ذهنیت پیدا شو چی اوس ئې د یادونی وړ نه ګڼم.
په هر حال، د مرحوم بابی ټول وړونه د علم او ښو صفاتو خاوندان وه.
ښاغلی ورور غلام حضرت!
مننه،چي د مرحوم بابي په اړه مو زموږ لیکنه خوښه کړې ده.
بابی د هیواد په کچه د یوې روڼ اندي کورنۍ له خوا په ملي مفکوره روزل سوی لیکوال، شاعر، خطاط او تکړه کارټونیسټ ؤ، خو له بده مرغه زموږ د ټولني اکثره وګړي د دغسي پوهو کسانو په قدر لکه څنګه، چي ښایی نه پوهېږي.
رب تعالی دي ښه ورسره وکړي، ښه خلک مو ټول د ناپېژاندو (!) د ګوليو ښکار سول.
څوک مړه سول په مرمیو څوک حلال سوی په چړو باندي
ګران وطن مي وران سو، په شرقي غربي وسلو باندي.
روح دي يې ښاده وي.
به رښتیا هم یوسفزۍ خوري!
له نژدې نیمي پېړۍ راهیسي زموږ اوستاسو په هیواد کي د کار او زحمت ککرۍ د پردۍ جګړې په اور کي لولپه کېږي.
له بابي سره دي خدای ښه وکړي، دده لویه ګناه هم دا وه، چي افغان ؤ او په افغانستان یې په رښتیا خوابدېدله.