( د زیار صیب له یادښت سره)
عبدالودود بشریار
په سركې له ګران استاد ډاكترمجاوراحمد زيارځنې مننه كوم، چې له ډېرو بوختياو سره، سره يې راته دسمون لپاره څو يادښتونه راوليږل .
دا ليكنه مې په پارسي او پښتو وييوكې دغږيز (فونيمي)بدلون د ښوولولپاره كړې او هڅه مې كړې وه چې د پارسۍ اوپښتو يوآري ويي چې په لږ-ډېر غږيز بدلون سره په دواړو ژبو كې ژوندي دي، په ګوته كړم.
په هر ډول، ښاغلي استاد راته د ليكنې لپاره پخې لارښوونې وكړې او يادښتونو يې لا، لار راسيخه كړه. زه سوچ كوم،چې دښاغلي استاد يادښتونه له آرې ليكنې څو ځله ډېرګټور دي، چې روستى يادښت يې د دې ليكنې په لومړۍ برخه كې كټ مټ او ليكنه په دويمه برخه كې راوړم.
يوځل بيا له ګران استاد ډاكتر مجاور احمد زيار ځنې مننه كوم،كور يې اباد او زوى يې لوى. هيله ده چې تر ډېره وخته يې پرمونږ سيورى اوسي!
يادښت:
ګران پښتونځار در ځار شم،
ما به وبښې چې ورته کار، خو په نوې پوهنيزه بڼه((پښتو اېتېمولوجۍ)) راڅخه ځواب در وځنډاوه. ماهم په دې موخه چې دژبپوهنې زده کړه خپله څانګه وګرځوې، نه په دې هيله چې ژبپوهنه له پښتو ځار کړې او يا سرچپه، نو بيامې هم لږ و ډېر وخت در ځار کړ !
غږپوهه او آرپوهه(اېتېمولوجي) د ژبپوهنې له خورا پېچلو سکالوو اوبيا يې له ساينتيفيکو څانګو ګڼل کېږي. باور کوې چې پرون مې کرۍ ورځ مټې يو ويی(پسرلی) وڅېړه او هغه په دې چې استاد مورګنستيرن ته پکې -rl- نادوده برېښېدلي او بايد اړوند زوړ غږ غونډ rd يې پر/ړ/ اوښتی وای!
دا د نوې ژبپوهنې له ابېڅې(الفبې) څخه چې د نړۍ په اوسني ژبني پېر کې 6000 واړه ژبې سره همزولې دي. له ساينتيفيک زباد پرته څوک دا پرېکړه نه شي کولای چې داتوک له دې ژبې هغې بلې ته تللی دی. دا پرتلې په نوې ژبپوهنه کې دومره پاموړې نه بلل کېږي او کومې چې تراوسه شوې، يوازې او يوازې د بېلابېلو ژبو ترمنځ د جېنالوجيکي اوتايپولوجيکي اړيکو او ډلبنديو په موخو شوي، نه زموږ د زړو پښتو پوهانو غوندې د لرغونپالنې(قدامت پسندۍ) په موخه. له بده مرغه ستا دادوديزه پرتله هم د خدای بښلو دوديزو استادانو پر پليونۍ ټيکاو لري چې وښيې، پښتو تر پارسۍ پخوانۍ ده!
له دغې تربرې ژبې سره زموږ پرته شخړه((تاريخي- جغرافيايي))ده، هغه درې زره کاله وړاندې له شمالختيځ(آريانا) سوېل لويديځ ته له ور لېږدولي ګړدوده پرمختيا موندلې او له نوي پېر(اتمې زېږدي پېړۍ) سره له تاريخي بريد((دشت لوط)) نه دېخواته راغځېدلې،بې له دې چې خپلې لويديزې فونېتيکي ځانګړتياوې له لاسه ورکاندې، مانا داچې پارسي زموږ د هېواد له بومي ژبو څخه نه ګڼل کېږي، بلکې د پخواني پارس او اوسني ايران بومي ژبه ده او دلته يې يوستر ګړدود دی چې په سياسي درغلۍ ورته د ((يوې جلاژبې)) په توګه هسې ((دري)) نوم ورکړ شوی دی!
هرګوره، داهم د تاريخي او پرتليزې ژبپوهنې او بيادواړو ساينتېفيکو(غږپوهيزو او آرپوهيزو)فارمولونو په رڼا کې زباد ته رسېدلې چې پارسي د پښتو له سوېل- لويديزو خپلوانو ژبو څخه ده او پښتو او(12-13) پاميري ژبې شمال ختيزه آرياني ډله رغوي. دغې پوهنيزه پرتله دا نه رازبادوي چې کومه يوه پکې مشره ده او کومه پکې کشره، بلکې دا راسپينوي چې د څلورګوني جغرافيايي ډلبندۍ له پلوه کومه، کومې ته زياته نژدې ده او کومه د کوم هېواد بومي يا آره(اصلي) ژبه ګڼل کېږي او((ملي ترمينالوجي)) يې ورپورې اړه لري!
داهم د ژبپوهنې يو آر دی چې د نورو په څېر زموږ په هېواد کې سم له لاسه ګردې ويل کېدونکې ياله منځه تلونکې(47) ژبې((ملي)) بلل کېږي، هماغسې چې ويونکي يې د همدې هېواد ښاروندان ((افغانان)) بلل کېږي!
د/ش ه šh-/ بېلګې سرچپه زباد شوې او يوازې د ځانته/ش/ داپر (ښار) سربېره نورې هم شته، لکه: بخشيدن- بخښل(بښل)، نشان- نښان، پيش- پېښ، خويش- خېښ، خوش- خوښ،لاش- لاښ… .( دلته د کښل، کښې-، ښه، ښوول… د دواړو ژبو ګډ ميراث زبادېږي)
همداسې ((څ)) هم درواخله. له پښتو پارسۍ ته ورغلي وييونه هم زباد شوي، لکه: تېر، سم، غوشايي… په افغاني پارسي ګړدود کې هرګوره خورا ډېر دي.
دا هم پاسنيو پوهنيزو آرونو او فارمولونو رازباده کړې چې پښتو له غږيز پلوه ډېره اوښتون او بدلون منونکې او له پښوييز پلوه خورا ځانساتې(محافظه کاره). پارسي بيا سرچپه دريځ لري، پښويه يې لکه انګرېزي ساده شوې، ښځينه نوږی(جنس) اوداسې نور يې له لاسه ورکړي، خو پخواني آرياني غږونه يې ټينګ و ترينګ ساتلي، لکه(ګ-د- ب) چې پښتو او پاميري ژبو پر(غ- ل- و) اړولي دي. دا د هرې ژبې ځانتنۍ لارې رودې دي چې بېلابېل لاملونه پکې ونډه لري چې يو غوره لامَل د نورو ژبو اغېز دی، لکه واخلې پر پښتو د هندي ژبو دغبرګژبيزوالي(ټ- ډ- ړ- ڼ) او بې کچه وييپانګيز( لغوي) اغېز. داچې پارسي له فونېتيکي پلوه ځانساتې ده، ستا له راوړو بېلګو څخه دا دوې در څېړم:
د پښتو/ پ / د پاړسۍ پر / و/ اوړي لكه : خپل- خود} (( خود)) تر ((خپل)) پخوانی دی او آره يې aoto- ته رسي، لکه په اتومات کې؛ د ((خدای))د ويي آره همaotua- ده، زيار {
دپښتو/ ج/ د پاړسۍ پر /چ/ اوړي لكه : غوجل- يخچال ، پښتو(-چل) روستاړی هم لري، لکه په مورچل، چاپېرچل… کې}داد دواړو ژبو ګډ مال دی او يوبل ته يې د تګ سپيناوی ګران دی، زيار{
که تاد فونيم پرځای ګرافيم(توری) رامخته کړی وای او په دې تړاو د دواړو تربرو ژبو تر منځ په ګډو وييونو او بيا نومونوکې ليکدودي توپيرونه، لکه: ګمان-ګومان، کنر- کونړ، هلمند- هېلمند، آزادی- ازادي… ډېره به په زړه پورې وه. هرګوره، زباد شوي ګډ انډولونه تش سره پرتله کول دومره ژبپوهنيز ارزښت نه لري، بس دی چې خدای بښلو ((دوديزو متنپوهانو)) پرې خپلې ((فضل فروشۍ)) کړې دي!
په هرډول، که بيا هم پرې ټينګار کوې، نو زما له دغه يادښت او سمون او بېلګې نيمې سره يوځای خپرولای شې او هغه داسې چې بې له شننې د دواړو ژبو نوملړونه پرتله کړې او ورمند(قضاوت) د نوې ژبپوهنې څانګوالو ته پرېږدې!
په ټوله مينه ستا زيار
اکسفورډ، 4-1-2010
پښتو- پارسي فونيمي اوګرافيمي انډولونه[1]
ديــــوې ځانګړې اويا بيلابېلوژبوپه وييو (كلمو) اوګــــــړونـــــو( مورفيمونو)كې د غږونو (فونيمونو) بدلون يوه لويـــــه سکالو( موضوع) ده،چې په ګړ- غږپوهې (مورفو- فونيميكس) پورې اړه لري او په آرپوهه (اېتېمولوجۍ) كې هم ترې ګټه اخېستل كيږي.
دنړۍ د ځينو نورو ژبو په څېر د آريايي او بيا آرياني ژبو په وييو كې هم د وخت په تېرېدو سره ډېر ادلون-بدلون راغلى دى. دهمدغه بدلون، پايله كې له يوې ژبې نه نورې ژبې زېږېدلي، زړې ژبې ورو، ورو مړې شوي او ځاى يې لوڼو، خويندو او لمسيو ژبو نيولى دى.
پښتو او پارسي خپلوانې ژبې دي. د تېر مهال په اوږدو كې سره نژدې پاتې شوې دي. د دواړو مونډ(ريښه) دنورو آريايي او اروپايي ژبو په شان ګډې مورينې هنديورو ژبې (هندو– اروپايي) Indo-European ته اوبيا مخنۍهنديوروProt-Indo European[2] ته رسېږي.
دې ليكنه كې پردې يو څه رڼا اچوو چې ځيني پښتو او پارسي ويي لكه دنورو آرياني ژبو په شان، سره ډېر نژدې دي او مازې دڅو غږونو phonemes په بدلون اوس هم کارېږي. ښايي دا پرتلنه د ځينو پښتو وييو په کره ليکنګ کې هم څه مرسته وکړاى شي.
دلته يې د بېلابېلو غږونو توپير د ښوولو لپاره هغه ويي سره پرتله کوو چې د پېړيو په پوړيو کې سره د دغو دوو ژبو تر منځ ادل بدل شوي او يا د دواړو ګډه پاتوړې(ميراث) بلل کېږي:
بدلون | پښتو | پارسي |
[ا # هـ] | ښار، پار، شات | شهر، پهر، شهد |
[و # هـ] | موره (مرۍ) | مهره |
[ې # هـ] | مېلمه، څېره | مهمان، چهره |
[پ #ب] | شپه، شپون (له آره /پسه بون/ ؤ او ښايي پارسۍ شبان کړی وي. زيار) | شب، شبان |
[څ #چ] | هيڅ، څادر، څادري، څه، څلور | هيچ، چادر، چادري، چه، چهار |
[ځ #ج] | رنځور، ځاى، ځان، رنځ، ځڼغوزي، ځار، ځنګل، پنځه، پنځوس | رنجور، جاى، جان، رنج، جلغوزي، جار،جنګل، پنج، پنجا |
[ړ،ړه#رد] | ژړ(ژېړ، زېړ..)، سوړ (ساړه)، اوړه، چاړه، خوړل، وړل | زرد، سرد، آرد، کارد، خوردن،بردن[رد#ړ،ړه] |
[ز # د] | زړۀ، زوم | دل، داماد |
[ژ # ز] | ژبه (زبه)، ژوند(زوند) | زبان، زنده (-ګي) |
[غ # ګ] | غوږ، شپږ، سږی | ګوش، شش، شُشُ |
[ږ # ژ] | ږلۍ | ژاله |
[س # هـ] | لس | ده |
[ښ #ش] | پښېمان، پښتو، ښور (- ول، -ېدل)، ښوروا، پښت | پشيمان، پشتو، شور(-دادن)، شوربا، پشت |
[غ #ګ] | غوا، غوسکى، غنم، غاړه، غوږ، غوښه | گاو،ګوساله،گندم،گردن،گوش، ګوشت |
[ک #س] | کال | سال |
[ل #ر] | دېوال، لار، لره | ديوار، راه، را |
[ل #د] | لم، پلار، لاس، لور، لرل (لرم، لري)، لېرې، ليدل، لور، لو، لمن، لوگى، لېور، لېونى، سل، لوشل،ليد، لام/لومه… | دم، پدر، دست، دختر، داشتن (دارم، دارد)، دور، ديدن، داس، درو، دامن، دود، دېور، ديوانه، سد، دوشيدن، ديد، دام… |
[و # ا] | خونه، نوم، کوم | خانه، نام، کدام |
[و # ب] | گرېوان، ورور، ورى، واوره، وهه (پوست باد؟) وز (وزه، بزه)، واز (-ول، -ېدل)، ويشت ،ولېشت(ولېست، لويشت، لويست)، ورښت (وريا)، وېخ( بېخ) وريت (-ول، -ېدل)، وړل… | گريبان، برادر، بار، برف، باد، بز، باز(-كردن،- شدن…) بيست، بليست، بارش، بيخ، بريان (-کردن)، بردن… |
[چ #ک] | چاړه، چار | کارد، کار |
خپریدل: ۲۰۱۱
اخځليک
- پوهاندډاكتر مجاوراحمد زيار، بېلابېل اثار
- پوهاند دكتور محمدحسين يمين، دستورمعاصر زبان پارسي دري، کابل،۱۳۸۴ ل
- علامه عبدالحى حبيبي، بېلا بېل اثار
- ظفرکاکاخېل، پښتانه د تاريخ په رڼا کې، پېښور، يونيورسټي بک ايجنسۍ، ۲۰۰۹ز
- etymoonline.com (2005-2009)
[1] ددې ليکنې په اصلي بڼه کې يوڅه بدلون راوستل شوى دى.
[2] له (هندو- اروپايۍ) ژبې وړاندنۍ ژبه چې په مصنوعي ډول جوړه شوېده.
سلامونه
ورور بشریار صاحب نه په مڼنه چې دپښتو او پارسو خویندو ژبوترمینځ ې ،ځينې ګډ فونیميز او ګرافیمیز لټولي موندلي او تر تانده ې زمونږتر سترګو راتیر کړي دي.
تر هغې مخکي مشر استاذ زیار بابا ته هم د لا اوژدعُمُر په دعا او دا چې هغوی هم مونږ له دعآو لارښونو هېر نه کړي.پېرزوینې ؛آمین. زه خو کوم زبپوه نه یم لاکن خپلو زبو سره علاقه لرم!
ما صرف دا لاندې دوه ګرافیمي کوچنئ تېروتنې وليدلې ؛ نپوهیږم یا به زه سهوه شوی یم؟؟. په هر حال:
-د ځ په ج: ځنغوزي په فاړسو کښې =جلغوز(ه) وايي
– ” ” ” : پنجا = پنجا(ه)
-د ژ په ز ؛ زند(ګی) په پښتو کښې= ژوند(ون)
د ورور بشریار عبدالودود خان د لا ډیرو زیارونو او ګډو وییونو په هیله او
تر ټولو اهمه مساءله په ګران هیواد کې د ژبني تعصباتو د ورکیدو او دوروڼو قومونو د یو افغان/ پشتون ملت کیدلو په هیله او ارمان
بروکسل د جولای ۱۲/۲۰۲۳= د ذلحجه ۲۴=د سرطان ۲۱څلور شنبه ورځ
ډیره مننه کوم ډاکتر صیب،
د سهوو له راپه ګوته کولو مو منندوی یم. بلکل په پارسي پنجا کې (ه) پاتې او د پارسي جلغوزه پر ځای د پښتو ځنغوزي پښتو بلګړ (جلغوزي) راغلي دي.
همداشان په لیکنه کې یوه بله سهوه هم تېره شوې، هغه دا چې په دې لیکه ( [غ # ګ] غوږ، شپږ، سږی ګوش، شش، شُشُ،) د [غ # ګ] پر ځای باید [ږ # ش] راغلي وای، ځکه دلته د (ږ) او (ګ) د ادلون-بدلون خبره نده بلکې د [ږ # ش] بدلون ښوول مې هدف ول.