پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د پښتون د فکري دنیا د انقلابي اوښتون شعوري سرلاری

د پښتون د فکري دنیا د انقلابي اوښتون شعوري سرلاری

همت عمرزوی
د پښتو ادب د داستاني جهان د زړه ور ليکوال ارواښاد استاد سعدالدین شپون د وفات تازه ورځي- شپې وې، د راډیو له ملګرو سره مي دا موضوع شریکه کړه چې د استاد د یاد او درناوي په پار به یوه خپرونه خاص د ده لپاره ځانګړي کوو او د نوموړي پر شخصیت او داستاني تخلیق به بحث کوو، د همکارانو هم دا وړاندیز ډېر راسره خوښ سو او په دې فکر کې سو چې د بحث لپاره به څوک را مېلمه کوو؟ تر یو څه فکري لټون وروسته مي ذهن ته د نصیراحمد احمدي صاحب نوم راغی، د موبایل شمېره مې له کوم ناول څخه را واخسته او زنګ مي ورته وواهه، تر سلام او ستړي مه سي وروسته مي موضوع ورسره شریکه کړه، په خورا ورین تندي او ښه لېوالتیا يې راسره ومنله، خپرونه په ژوندی بڼه خپرېدله له کابل څخه مي د تلیفون پر کرښه پر استاد شپون بحث او شننه ورسره وکړه، خدای ج سته د هغې خپروني ښکلې خاطره مي تراوسه د زړه په غوږونو کې مکرر ساز او آواز کوي.
ارواښاد احمدي لکه څنګه چې يې جسامت او هیکل ښکلی او جذاب و، په همدې تناسب يې ږغ هم د تاثير او کشش څخه ډک و، په ټولیز ډول د استاد شپون له وفات څخه وروسته د پښتو د داستاني ادب د خیالوري او منوري کلا یو کلک او پولادي ستون ارواښاد احمدي وو، په دې کيسه ییز جهان کې د سړي سترګي تر ډېره حده په ده ډکېدلې او خوږېدلې، د اروښاد احمدي د هنري کار د ډېرو ښو ممیزاتو یوه عمده برخه د هغه سیاسي مفکوره وه، نوموړي په اصيل او طبیعي نثر د پښتانه د فکر په دنیا کې نرم او اغيزمن سیاست وکړ، او دا چې څوک د ټولني په ناخوداګاه دنیا په دغسي اغيز شيندونکي او خوځوونکي انداز ورننوزي او هلته د جمود لوړ دېوالونه په قلمي تبر رانړوي زه دا تر ټولو بریالی او غوره مثبت سیاست ګڼم، زه فکر کوم چې د عمومي فکري بدلون مبارزه تل ستړې او ستونزمنه ده، او دا مبارزه نېغ په نېغه ډېر کله د شدید ټوليز غبرګون، ټولنیز پريکون او بېلتون سره مخ کېږي، اما د لوی فکر او لوړ مرام لوی هنرمند ليکوالان او هنرمندان دا مهارت او تکتیک درلودلای سي ترڅو د دې مبارزې لاري، وسایل او میکانیزمونه په غوره توګه او پر ځای وکاروي، چې ښاغلي احمدي دا چاره په خورا لازمه او غوره توګه ترسره کړې ده، کومه زړه ورتیا او ژمنتیا چې ارواښاد احمدي په دغه سپېڅلي لارکې ښودلې ده په ډېرو کمو فکري او شعوري هنر پنځوالو کې يې موندلای اوليدلای سو، مرحوم احمدي په افغاني ټولنه کې د یو خوځنده مثبت معاصر ذهني تغیر بلفعله غوښتنه درلوده، د نوموړي د ناولونو محتواته که سړی ځېر سي نو دا اخستنه په وضاحت سره ترې کېږي چې په دومره لنډ زمان او دومره ډېرکار کې ده څه ویل اوڅه کول غوښتل؟،
د ملي آرمانونو خاوند هنرمند ترډېره بریده د ټولني د ايډیال پرمختللي ژوند او تکامل په شور او تلوسه کې دومره غرق او لاهو وي چې خپل شخصي اوفردي ژوند يې هډو هېر وي، دی د ولسي غم او ملي درد دباو دومره ځپلی او زودولی وي چې د ځان درد يې د حواسو له دایري وتلی او شړلی وي د ده هره ساه او هره څړیکه د خپلو لویو وطني او ولسي دردونو د آه اوفریاد سره مل او حل وي، زمونږ د یوشتمي پېړی ځوان لیکوال ښاغلی احمدي د ځان ساتني او محافظه کاری څخه مبرا او دغسي په هيوادني ویر او غم کې غرق وو، نوموړی د واضح او روښانه پېغام او د ځانګړي لار او منفرِد مقام باشهامته او بادرایته ليکوال وو، د خپل سبک نوښتګر پنځوونکی وو، زه د نوموړي د خوږ او معناداره نثر پر تخنیکي اړخ ځکه نه ږغېږم چې د دې برخي شننه د مجربو او مسلکي لویو لیکوالو او کره کتونکو کار او صلاحیت دی، ما د احمدي صاحب د ښکلو ناولونو د لوستلو ترڅنګ بغدادي پير په ږغيزه بڼه هم اورېدلی دی، د دې ناول د پېغام او منځپانګي خوږلني خو لکه لمر خپلې زریني پلوشي زمونږ د ذهني دنیا په ژورو تورو سمڅو کې د ويښتیا او روښانتیا په موخه خپروي، او کوم باریکبین او ذره بین ظرافتونه چې زمونږ دې لوی ليکوال په یاد ناول کې کارولي دي هغه د ده پر ذهني ذکاوت او هر اړخیز معرفت ښه دلالت کوي، ارواښاد احمدي د دې ناول د نثر د مکالمو سایکولوژیک او روحي حالت داسي په مهارت سره جوړه کړی چې هم د متکلم اوهم د مخاطب روحي اورواني حالت راسپړي او په ولولو يې راولي د هري صحني او هري واقعې لپاره يې هغسي وړ او مناسب الفاظ غوره کړي دي لکه څنګه چې ورته لازم دي، مخکي مي وویل چې د تخنیکي نظره د ښاغلي احمدي د ناولونو شننه او سپړنه بېل وخت او ځانته اهل خلک غواړي، زه په دې برخه کې پوره ډاډمن یم چې دا چاره به ارومرو ترسره کېږي، اوس بحث دا دی چې ځوانیمرګ احمدي خو د مرګ کرونایي ښامار رانه واخست، او مونږ يې لکه د ده د ناپایه ملي آرمانو و ناپایه افسوس او تلپاته حسرت ته کښينولو اما د ده د تخلیقي سبک پرانستي لار به هم د مزله په نيمه کې همداسي بې ګامه او ناتمامه پاتېږي؟ او که به د دې مزل سر په لاس لاروي د ټاکلي منزل د مراد مزلونه لا هم په هغسي راز او هغسي اندازمخ پر وړاندي وهي؟
ارواښاد نصیراحمد احمدي د پښتو داستاني ادبیاتو نه هېرېدونکی اونه جبرانېدونکی لوی نوم دی چې اوسنی او راتلونکی ادبي کهول به يې د تشي او نه شتون تاوان د اوږدو زمانو لپاره پرې کوي.
روح دې آرام او لاري ته دې زمونږ پام وي.
په پېرزوینه اودرناوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب