تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۱ مه) په ننګرهار کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر یو خصوصي کلب د ورزش ادارې لپاره د طالبانو د چارواکو لخوا پرانیستل شو.
ورزشي چارواکو ویلي، چې د سنوکر پر دغه کلب ٢٥ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له وروستي سیاسي بدلون سره د نورو برخو ترڅنګ ورزشي فعالیتونه هم اغېزمن شوي ګڼل کیږي.
یوه لویه برخه مشهور افغان ورزشکاران د جمهوري نظام له پرزیدو سره هېواد پریښودو ته اړ شوي دي.