جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پاکستان کې د افغاني خوړو پاکستاني مينه وال ډېر شوي

په پاکستان کې د افغاني خوړو پاکستاني مينه وال ډېر شوي

خبریاله: مذلفه کاکړ

د افغاني رستورانونو پاکستاني مېلمانه او مينه وال وايي چې د افغاني خوړو خوند او ذايقه د دې لامل شوې چې دوی په اوونۍ کې يو يا دوه ځله افغاني خواړه وخوري.

په اسلام اباد کې د کابل مزار یو له هغو افغاني رستورانونو څخه دی چې پر افغانانو سربیره پاکستاني وګړي هم د خوړو لپاره ورځي، دغه رسټورانټ د نبي الله په نوم يوه افغان کډوال نږدې دوه کاله وړاندې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته جوړ کړی. نبي الله چې په سختو حالاتو کې يې هېواد پرېښود اوس يې د دغه رستوران له برکته وطني خواړه په ټول اسلام اباد کې شهرت لري.

نوموړی په کډوالۍ کې په دې وتوانید چې د ځان ترڅنګ نورو افغانانو ته هم له وطن لرې د کار زمینه برابره کړي ترڅو له همدې لارې د خپلو کورنيو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. هغه وايي چې له پيله يې پرېکړه کړې وه چې يوازې وطني خواړه به چمتو کوي. نوموړی وایي چې رستوران ته یې پر افغانانو سربیره اوس پاکستاني وګړي هم ورمات دي.

نبي الله جمالزاده د نورو افغانانو په څېر هغه ځوان دی چې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له هېواده کډوالۍ ته اړ شو. دغه پېنځه ویشت کلن ځوان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وایي، هغه مهال چې کډوال شو د کابل مزار په نوم رسټوراڼټ یې جوړ کړ او له دې لارې یې نږدې شل تنو ته د کار زمینه مساعده کړې او هڅه کوي چې افغاني خواړه په دغه هېواد کې مروج کړي.

نوموړی وايي: «له پيل نه مې پرېکړه کړې وه چې يوازې وطني خواړه به چمتو کوو».

نبي الله زياتوي: «دا چې افغانانو هڅه کړې چې په هندوستان، دوبۍ، اروپا او نورو هېوادونو کې خپل خواړه رواج کړي، نو موږ هم وغوښتل چې خپل افغاني خواړه له خپلې ځانګړې ذايقې سره په پاکستان کې رواج کړو، او شکر دی تر يو حده توانېدلي يو چې د پاکستاني وګړو پام مو افغاني خوړو ته رااړولی او اوس زيات پاکستاني پېرودونکي لرو».

يو بله افغانه مېرمن رخشانه چې له تېر يوه کال راهیسي يې د افغانستان پلاو په نوم د افغاني خوړو رستورانت جوړ کړی وايي چې اوس يې پاکستاني مشتريان ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي. هغه وايي: «په لومړيو وختونو کې مو پاکستانيان له خوړو سره نابلد وو، خو اوس چې يو تن دلته ډوډۍ وخوري، نو بله ورځ د کورنۍ نور غړي او ملګري هم له ځانه سره راولي».

مېرمن رخشانه وايي چې پاکستاني مشتريان يې ډېری د قابلي پلاو، منتو او سيخ کباب فرمايش ورکوي او حتا ډېری مشتريان يې خواړه کورونو ته هم پارسل (رسېدلي) غواړي. رخشانه وايي چې له دوی سره په رسټورانټ کې لس تنه افغانان په کار بوخت دي.

د افغاني خوړو پاکستاني مينه وال په دې اند دي چې افغاني خواړه خوندور، باسليقه او د يوه ځانګړي خوږلنۍ درلودونکي دي.

احمدقاسم د پنجاب د ملتان اوسېدونکی دی او په اسلام اباد کې د يوه بانک مدير دی، هغه وايي چې په اوونۍ کې دوه ځله ضرور د افغاني منتو خوړلو لپاره افغانستان پلاو رسټورانټ ته ورځي. نوموړی وايي: «کله کله خو ملګري او يا د کورنۍ غړي هم رامخکې کړو او دلته راشو. افغاني خواړه خوندور دي او په ډېره ښه سليقه چمتو کېږي».

ویس الله چې د افغانستان د بدخشان ولايت دی او په پاکستان کې په يوه افغانۍ رسټورانټ کې کار کوي وایي چې پر افغان کډوالو سربیره پاکستاني وګړي هم افغاني خواړه خوښوي او تر ډېره بریده دغه رسټورانټ ته راځي او د ځانګړو افغاني خوړو فرمايش ورکوي. هغه وايي: «دلته پاکستاني مشتري ډیر زیات دي افغانان هم راځي خو که په ڼوله کې ووایو پاکستانیان ډیر دي زموږ ډوډۍ او خوراک د پاکستانیانو خوښیږي او همیشه يې ستاېنه کوي».

جواد چې د راولپنډۍ اوسیدونکی دی وايي چې د افغانانو او پاکستانیانو دودونه تر ډېره ورته دي او له افغانانو سره تګ راتګ یې په اړیکو کې ښه والي راوستلي شي د نوموړي په خبره چې افغاني خواړه خوندور دي او هڅه کوي چې په اوونۍ کې یوځل دغه خواړه وخوري. نوموړی وايي :«زموږ فرهنگ، رسم رواج زه فکر کوم افغانانو سره تقریباً یو شان دی یا هم ورته دی نو ځکه زموږ خوښیږي؛ او که خبره افغاني خوړو ته شي هغه خو داسې ده چی زه اونۍ کې یو دوه ځلې حتماً راځم دا جلا خوندً او ذایقه لري او قابلي پلو خو زما د خوښې وړ خواړه دي«

يو شمېر ډاکټران او کارپوهان افغاني خواړه د نورو هېوادونو په تېره د ګاونډيو هېوادونو په پرتله ګټور بولي او په وينا یې لامل يې ښايې دا وي چې دغه خواړه پاک او له ډول ډول ويټامينونو برخمن دي.

ډاکټر سليمان ساپی د افغاني خوړو د ځانګړتياوو په اړه وايي: «زموږ افغاني خواړه د خدای شکر دی چې کافي میزان کاربوهایدریتونه لري، ‌پروتین لرونکي دي، مرچ و مسالي کمې لري او په ځانګړو نباتي ترکيباتو سمبال دي چې نسبتا نورو خوړو ته پاک او له ويټامينونو پوره دي».

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری افغان کادرونه له هېواده کډه کولو ته مجبور شول چې په نورو هېوادونو کې يې له خپل مسلکه بيرون په نورو کارونو د بوختياوو په موخه ځينو ډول ډول روزګارونو ته مخه کړه چې په ټولو کې يې د افغاني خوړو رستورانتونه ښه چلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب