پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد بغاوت مدیریت/ کره کتونکی: ډاکتر محب زغم

د بغاوت مدیریت/ کره کتونکی: ډاکتر محب زغم

«که تاسې په یوه وخت کې پر دوو آسونو د سپرلۍ توان او وړتیا نه لرئ، په سرکس کې مو لوبېدو ته اړتیا نشته».

د بغاوت مدیریت د ښاغلي ډګروال م. عارف څېړنیز علمي اثر دی چې «وایګل چاپ» خپور کړی دی. لیکوال دغه ۱۷۶ مخیز کتاب د خپل شهید پلار او شهیدو وروڼو روحونو ته او د وطن هغو سرتېرو او افسرانو ته ډالۍ کړی دی چې د هېواد د سرلوړي، خپلواکۍ او هوساینې له پاره یې خپله وینه نذرانه کړې ده.

ګومان کوم چې دا به لومړی پښتو کتاب وي چې د بغاوت مهمه او حساسه موضوع یې څېړلې ده. د دې اثر په لومړي څپرکي کې د بغاوت تعریف د مختلفو نظامي پوهانو له قوله رانقل شوی، د بغاوت علتونه، د بغاوت کورنۍ او بهرنۍ انګېزې، ډولونه، پیل یې، د باغیانو تګلاره، او د پخوانیو او اوسنیو بغاوتونو پرتله بیان شوي دي. د کتاب دا برخه تر ډېره بریده تیوریکي بڼه لري.

له دویم تر وروستي (نهم) څپرکي کې د بغاوت د مدیریت مختلف اړخونه توضیح شوي دي. مثلاً د بغاوت د شنډولو له پاره پوځي عملیات، په بغاوت کې د استخباراتو رول، رواني جګړه، د خلکو د زړونو خپلول، ولسي پاڅون، او ځینې نورې مسألې.

لیکوال چې ځان د ریزرف ډګروال راپېژني، د هر مفهوم او اصطلاح تعریف د مختلفو ستراتیژیستانو له خولې راښيي خو ورسره بیا خپل تعریف هم وړاندې کوي چې د ده تعریفونه تر نورو نسبتاً جامع برېښي. مثلاً د رواني جګړې تعریف د امریکا د پوځي اصطلاحاتو د قاموس له مخې داسې بیانوي: «د جګړې یا فوق العاده حالاتو کې د دولت پلان شویو تبلیغاتي اقداماتو ته رواني جګړه وايي چې د پردیو، دوستو، دوښمنو، یا بې پرې ډلو پر نظرونو، احساساتو، دریځ او کړو وړو په داسې بڼه اغېز اچولو په موخه ترسره کېږي چې په یو ډول د دولت سیاستونو او موخو له پلي کولو سره مرسته وکړي».

خو د کتاب لیکوال بیا راوني جګړه داسې تعریفوي: «رواني جګړه هغو پوځي، تبلیغاتي، اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیکي او نورو کړنو ته ویل کېږي چې د ځانګړې موخې له پاره د مخالف لوري ټولنیز توازن ګډوډ یا له منځه یوسي».

ډګروال م. عارف وروسته د راوني جګړو د مثالونو په ترڅ کې د چنګیز د جګړو کیسه کوي: «چنګیز خان په ۶۱۶ هجري قمري کال کې د بخارا له نیولو وروسته خپل لښکر د سمرقند پر لور قومانده کړ. چنګیز خان د بخارا زیات شمېر اوسېدونکي اسیر ونیول او د خپل لښکر تر شا یې د سمرقند پر لور وخوځول… د چنګیز خان موخه دا وه چې د سمرقند اوسېدونکو او مدافعینو ته د هغه لښکر له رښتيني شمېر څو ځله زیات ښکاره شي.» دلته وینو چې د چنګیز خان دغه کار په تبلیغاتو کې نه بلکې په پوځي اقدامونو کې حساب دی؛ نو ځکه خو د لیکوال تعریف راته نسبتاً جامع ښکاري.

ښاغلی م. عارف د هرې موضوع د تیوریکي اړخ تر بیان وروسته ژوندي مثالونه یې راوړي. دا مثالونه د چین د لرغونو جګړو او د مغولو له فتوحاتو رانېولې د دویمې نړۍوالې جګړې تر پېښو او د سیمې او افغانستان تر اوسنیو جنګونو پورې مختلفې بېلګې رانغاړي. په تېره بیا د افغانستان د روانې جګړې په اړه داسې مهم ټکي د تیوریو په رڼا کې بیانوي چې هر پوځي، سیاستوال او پوځي ستراتیژیست ته ډېر څه ورزده کوي.

دغه کتاب په بغاوت کې د بهرنیو کړیو د رول په اړه عملي مثالونه راښيي. مثلاً د طالبانو د ملاتړ په باره کې د پاکستاني استخباراتو نقش د مستندو اسنادو په وسیله تشریح کوي. په یوه ځای کې د آی اس آی د پخواني مشر جنرال اسد دراني مهمې خبرې چې د یوې رسنۍ له خبریال سره یې په مرکه کې کړې دي، په تفصیل بیانوي. خبریال دراني ته وايي چې امریکا له پاکستان سره په میلیاردونو ډالر مرسته کوي خو پاکستان د همکارۍ پر ځای د امریکا له دوښمن سره مرسته کوي، تاسې د طالبانو ملاتړ کوئ او اسامه ته مو پناه ورکړې وه. جنرال دراني خاندي او وايي: «زه فکر کوم موږ له هغه بیخي کمې پیسې اخیستې دي چې باید اخیستې مو وای… که تاسې په یوه وخت کې پر دوو آسونو د سپرلۍ توان او وړتیا نه لرئ، په سرکس کې مو لوبېدو ته اړتیا نشته.» همدارنګه د پرویز مشرف د یوې مرکې ځینې برخې نقل کوي چې هغه پخپله د طالبانو پر ملاتړ اعتراف کوي. لیکوال وايي چې د بهرنیو د مداخلې د شنډولو لپاره باید بالمثل چلند وشي، له دې پرته بله لاره نشته چې هغوی له خپلې مداخلې لاس په سر شي. موږ وینو چې پاکستان تر افغانستان لږ داخلي دښمنان نه لري، بلوچان آزادي غواړي، د پاکستاني طالبانو ځینې ډلې د دې هېواد پر ضد جنګېږي، پښتانه او سندیان ناراضه دي، شیعه او سني د یو بل وینو ته تږي ناست دي او د مهاجرو قومي تحریک له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان له حکومت سره اخ و ډب لري نو که افغان حکومت د استخباراتي چېنلونو له لارې د دغو ډلو په ملاتړ لاس پورې کړي، خامخا به پاکستان له ستونزو سره مخ شي او بیا به دوی مجبور وي چې خپله تګلاره بدله کړي. همدرانګه دا چې ایران او روسیې د داعش د ځپلو په پلمه له طالبانو سره همکاري پیل کړې ده، افغانستان کولی شي ورته اقدام وکړي.

دغه کتاب عامو لوستونکو ته هم په زړه پورې په دې دی چې ډېرې جالبې تاریخي پېښې، پوځي تکتیکونه، او د لویو شخصیتونو کیسې او مرکې په کې راغلې دي.

زما په نظر دغه کتاب په دې ارزي چې د ملي اردو، ملي پولیسو، او ملي امنیت په تعلیمي مرکزونو کې تدریس شي او هر پوځي او سیاسي چارواکی یې یو ځل ولولي ځکه چې وايي د بغاوت مدیریت ۲۰ فیصده پوځي او ۸۰ سیاسي چاره ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب