Homeداسې هم شتهساینسپه ناهواره لار تلونکی روبوټ جوړ شو

په ناهواره لار تلونکی روبوټ جوړ شو

تاند- امریکايي ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره په ۳ ډي یا درې بعدي چاپ داسې نرم روبوټ جوړ کړ چې په کنډو کپرو یا نا هواره ځای کې تګ کولی شي.

د ساینس ډیلي ویبپاڼې د راپور له مخې، دا روبوټ، چې له خنډونو تېرېدای شي او پر هر ډول لاره ګرځېدای شي، د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا پوهنتون انجینیرانو جوړ کړی دی.

تراوسه پورې هغه روبوټونه چې په لاره تللی شوای، یوازې پر مځکه څکېدل یا ښویېدل خو دا نوی روبوټ د انسان په شان پل اخلي.

دا روبوټ به د روانې مې په پای کې د سینګاپور د روبوټونو او اتومات وسایلو په نړیوال کنفرانس کې نندارې ته وړاندې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...