شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسلمر او باد د جرمني د ۸۵ سلنې انرژۍ سرچینه

لمر او باد د جرمني د ۸۵ سلنې انرژۍ سرچینه

تاند- جرمني په نړۍ کې تر ټولو زیاته تجدید کېدونکې انرژي تولیدوي.

د دغه هیواد په سلو کې ۸۵ انرژي تجدیدیدونکې یا له لمر او باد څخه ترلاسه کېدونکې هغه ده.

د اپریل په دېرشمه په جرمني کې څه باندې په سلو کې ۶۵ مصرف شوې انرژي له تجدید کېدونکو منابعو لکه باد او لمر څخه ترلاسه شوه. خو د ماسپښین په دوه بجې د دې ډول انرژۍ اندازه په سلو کې ۸۵ ته ورسېده.

دې ډول انرژۍ ته پاکه وايي، ځکه چې د نورو انرژیو په شان چاپېریال نه زیانمنوي.

د جرمني د اګوره اینرګي وینده انستیتیوت په خپل هیواد کې د ۸۵ فیصده تجدید کېدونکې انرژۍ د مصرف د اعلان ترڅنګ وویل چې تر ۲۰۳۰ پورې به د جرمني ټوله انرژي پاکه او بې ضرره وي.

جرمني په وروستیو کې د پاکې انرژۍ په تولید یو نیم ملیارد یورو لګولي. دا هیواد هیله لري چې تر ۲۰۲۲ م کال پورې له اتومي انرژۍ کار اخیستل بیخي ودروي.

د دغه هیواد مشران همداراز هڅه کوي چې د مضرو ګلتوني ګازونو؛ لکه کاربون اوکساید، میتان او نیتروس اوکساید اندازه په سلو کې ۸۰ لږه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب