یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسمخابراتي خدماتو حق الخدمت ۱۰% فېس او د ولس انديښنې

مخابراتي خدماتو حق الخدمت ۱۰% فېس او د ولس انديښنې

انجينر عمران هدايت –

    د مخابراتي خدماتو حق الخدمت فېس  په شفاف ډول راټولول او ولس ته د امکان تر حده اطمينان او ډاډګېرنه ورکول ډير زيات اړين دي. تر څو د دولت او ولس تر منځ واټن کم او د دولت د غښتلتيا سبب وګرځي. خو ستونزه له سره دا وو، چې د ولسمشر په بېړه فرمان صادرول او د پروسي په چټکتيا سره پلی کول او همدارنګه  د مخابراتي ادارو او بنسټونو کمزوتيا او ظرفيت نه لرل ستونزي لاپسي ډيرې کړي دي. د مخابراتي خدماتو  حق الخدمت فېس راټولوني مقدماتي غونډې د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکېمي او د اترا ادارې رئېس ښاغلي محمد نجيب عزيزي تر منځ د ۲۰۱۵ په اګسټ شروع شوي. او په هماغه وخت کې له حالاتو زمونږ انګيرنه دا وو، چې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې په شته ظرفيت د دې سيستم په اساسي ډول پلې کول ناشونی دی. او د دولت پرځاي يي ډيره ګټه خصوصي شبکو ته ځي او غلا ته به نوي لار پرانيزي.

پکار دا  وه:  چې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې په سلا او مشوره لومړی د تخنيکي پلوه ټولي لاري په اساسي او دقيق ډول پلټلای واي او څلور يا شپږ مياشتې ازماېښتي دوره  عملي کړل شوي واي. او بيا په سيستماتيک ډول د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان لپاره بستر يا Roadmap جوړ شوي واي. او بيا فرمان صادر شوی وای.

    چې له بده مرغه دا کار ونه شو، اوسنی حالت په بشپړ ډول د چور او مايوسي حالت دی. ما د هيواد په درې شبکو کې دکافي وخت لپاره دنده اجرا کړيده او دوه نورو مخابراتي شبکو څخه ډير دقيق معلومات لرم: اوس مهال په پنځه ګونو شبکو کي د  2G، 3G غږ، 3G ډيټا، لنډليکلی پيغامونه SMS او ډيره کمه GPRS ډيټا کره او دقيق ارقامو د ترلاسه کولو او څيړنې وروسته دې پايلې ته ورسيدم چي په ټوليزه توګه اوس مهال ټولې مخابراتي شبکې يواځي  37%  سلنه حق الخدمت فېس دولت ته سپاري. (که څوک غواړي زه حاضر يم چي د هرې شبکي دا ټول دقيق ارقام په جلا جلا ډول ورسره شريک کړم. دا زما دعوه ده او په تخنيکي ډول ثبوت ته يي په پشپړ ډول چمتو يم.)

    مخابراتي شبکي په هېڅ قيمت چمتو نه دي. چي له مخابراتو وزارت يا اترا اداري سره د خپلو عوايدو او کريډيټ کارتونو رېښتني معلومات شريک کړي. ځکه د ګټو خبره ده، خو مخابراتو وزارت او اترا اداري ته پکار ده چي د يوې منظمي او سيستماتيکې پالېسي له لاري نه داچي د کريډيت کارتونو دقيقه شميره بلکي د خلکو د باور وړ ميکانيزم رامنځ ته کړي. تر څو د ولس پېسي د چور او چپاول څخه وژغوري. خو له بده مرغه تر اوسه يادې پروسي دوه کاله شوي د مخابراتو وزارت او د اترا اداره پکي پاتې او پشپړ ناکام  راغلې ده.

    مونږ تل دا کوښښ کړی چي د يو مسلکي انجينر په توګه خپل ګران هيواد ته د توان تر حده مرسته وکړم. اوس د يادي ستونزي د حل لپاره د اترا محترمې ادارې ته دوه (2) داسي طريقې چې ما خپله جوړې کړيدي وړاندي کوم.  چي د مخابراتو وزارت په شته امکاناتو سره کولاي شو چي يادي ستونزي ته د حل لار پيدا او د خلکو له لاسه ورکړی باور بېرته را ژوندی کړي.

لومړی: انالوګ يا افلاين سيستم:

    به شبکه کې ټول کريډيټ کارتونه د خپلو اړونده ضروري معلوماتو سره يوځای داخليږي، او د پېرودونکو ته د کارونې لپاره چمتو کيږي. او بيا د داخل شوو کريډيټ کارتونو لېست به يو منظم ټيبل (table) کې د اترا ادراې ته استول کيږي. چې اوس مهال له همدي طريقه پلې کيږي. اترا اداره بايد دغه استول شوي لېست حقيقت کره کړي او د درغليو شتون په اړه د ولس ټولو اندېښونو ته د قناعت وړ ځواب پيدا کړي.

    ډيره اسانه !

د اترا ادارې ظرفيت او منابعو ته په کتو غوره لار دا ده. چې د اترا ادارې د ټولو ۳۴ ولايتونو کې شته فعال استازي بايد په اونۍ کې دوه يا درې ورځې د هر ولايت مارکيټ او نفوس په نظر کې نيولو سره شل (20) څخه تر څلوېښتو (40) پورې د استعمال شوو کريډيت کارتونو سېريال نمبرې په تصادفي (Random)  ډول راجمع او د اترا ادارې د حق الخدمت د کنترول اړونده کارمندانو ته واستول شي. او د اترا په مرکزي دفتر کې دغه سېريال نمبرونه له اصلي ليست سره وکتل شي، که سم وو اطمينان حاصل او منل شي. او که ناسم وو!!!  نو اړونده مخابراتي شبکه ته بايد له مخکي جوړ شويو قوانينو له مخې جرمه وټاکل شي.

    پدي ډول کولاي شو چې د مخابراتي خدماتو د حق الخدمت فېس په راټولولو کې تر ډيره بريده روڼتيا راولو او ولس باور خپل کړو. او اترا اداره ته دا ډيره اړينه ده چې د يو بنسټ به ډول د خلک اعتبار خپل کړي. دا کومه سخته طريقه نه ده يواځې يو کوچنی نوښت دی.

دوهم: ديجيټل يا انالاين سيستم:

    په شبکه کې ټول کريډيټ کارتونه لومړی داخليږي، او بيا په وار وار د مختلفو پېرودونکو لخوا د کريډيټ کارت په کارونه يو يو د استعمال شوي کارتونو لېست ته ورځي. (يوه تخنيکي پروسه دلته شته) که د اترا اداره د مخابراتي شبکو دستګاه ته مستقيم او انلاين لاسرسي ولري نو په دقيق ډول دواړه هم داخل شوي کارتو او هم استعمال شوي کارتونه شميرلې شي. او په هرو څلوروېشت (24) ساعتونو کې د لس سلنه حق الخدمت فېس په ټاکلو کې ټولې ستونزي له منځه ځي. خو له بده مرغه خصوصي مخابراتي شبکي اجازه نه ورکوي. دا ځکه چې د افغانستان دولت د خپلو منافعو او په افغانستان کې شته نور هيوادونه په سر کې امريکا د خپلو منافعو لپاره کله قوانين جوړوي او کله پر قوانېنو پښې کيږدي. په مخابراتي سکتور کې ټولي مخابراتي شبکي افغان بېسيم او روشن مستقيما امريکا او ام ټي ان د لبنان او اتصلات دا نور عربان ټول به سر کې بېا هم امريکا ده. او د افغانستان مخابراتي مارکيټ يي را حلقه کړی. هماغه ډول چې د افغانستان بانکي سيستم  نورو هيوادونو د خپل اقتصادي اشغال يوه برخه ګرځولی دی. (بله مقاله کې له جز‎ئياتو سره)

    نو اوس افغان دولت او د اترا ادارې ته د مارکيټ کنترول لپاره د داسي مدبرانه پالېسی جوړول اړين دي چي نه پانګه له هيواده فرار وکړي او نه خصوصي سکتور ثروت له هيواده بهر وباسي. او به عين وخت کي د دولت عوايد زيات شي. دا دارنګه امکان لري. چې په خصوصي مخابراتي شرکتونو باندي د فريکانسي فېس او نور مختلف ماليات زيات شي. او که خصوصي مخابراتي شرکتونه د مکالمي او ډيټا نرخونه پورته کړي. دولت دي ورته له بلي خوا د سلام مخابراتي شرکت د يوې ادارې او بنسټ  په توګه غښتلي کړي. که خصوصي سکتور له ټولو خوا ټينګ تر نظارت لاندي ونه نيول شي هيواد ته ستر زيان پېښولی شي، چې په پاېله کې به ستره پيمانه ثروت له هيواده بهر ووځې. اترا اداره بايد د خصوصي سکتور پواسطه له مارکيټ نه تر لاسه شوي پانګه په دقيق ډول وشميري او اطمينان حاصل کړي. تر څو په مخابراتي سکتور کې د شوي پانګونې ګردېش په دقيق ډول نظارت وکړای شي. د هرې مخابراتي شبکي عوايد څومره او لګښت يي څومره وو. اترا اداره بايد يو منسجم او جامعی کلني راپور ولس ته وړاندي کړي. تر څو خلک د يو بنسټ په توګه پري باور وکړي.

نوټ : د مخابراتې سکتور لپاره د بدخشان او نيمروز يوه لېري پرته ولسوالی هم مارکيټ چي په جلا جلا ډول بايد تحليل او ارزيابي شي. اترا ادارې ته لا ډير کار په مخ کې پروت دی.

اباد، سرلوړي، سوله ايز او ډيجيټل افغانستان په هيله

غبرګولى ۱۳۹۶ –  جون 2017

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب