جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ساینس څه وايي؛ ایا د انسان مازغه «وړاندوینه» کولی شي؟

ساینس څه وايي؛ ایا د انسان مازغه «وړاندوینه» کولی شي؟

تاند – یوه نوې څېړنه چې د کاناډا د «یورک پوهنتون» د حرکت‌پوهنې او طب پوهنځي له‌خوا ترسره شوې، د انسان د مغز د «اټکلي وړتیا» په اړه حیرانوونکی کشف ښيي.

دا څېړنه د پروفیسر جاناتان مایکلز په مشرۍ شوې او ښيي چې د انسان مغز کولای شو د یوه «اټکلي ماشین» په توګه تشریح کړو — داسې سیستم چې تل د راتلونکو پېښو ماډلونه جوړوي څو د بدن فعالیتونه همغږي او د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی وساتي.

په بل عبارت، مغز مو د وخت یوه برخه د دې لپاره کاروي چې اټکل وکړي څه شی کېدای شي رامنځته شي، او همدا وړتیا ده چې د انسان غبرګون د پېښو پر وړاندې چټک او اغېزمن کوي.

څېړنیز ټیم موندلې چې د انسان مغز یوازې د بهرنیو محرکونو (حرکتي یا فزیکي اشارو) په وړاندې غبرګون نه ښيي، بلکې په فعاله توګه دا وړتیا لري چې د راتلونکو حرکاتو یا پېښو اټکل هم وکړي.

د بېلګې په توګه، د مغز هغه برخې چې د بدن حرکتي سیستم کنټرولوي، انتظار نه باسي چې څوک لومړی تاسو ټېل وهي، بلکې مخکې له پېښې د «چمتووالي» حالت غوره کوي څو ژر او دقیق غبرګون وښيي.

تصور وکړئ چې تاسو په خپل کارځای کې یاست، او یو همکار مو ناڅاپه خپل لاس ستاسو پر اوږه ږدي. رښتیا دا ده چې حتی له دې مخکې چې د هغه لاس ستاسو اوږې ته ورسېږي، ستاسو د غاړې عضلې فعاله کېږي او زړه مو د هغه د حرکت لپاره چمتووالی نیسي. دا هغه څه دي چې ساینسپوهان یې د مغز د “مخکې تر مخکې اټکل او چمتووالي” فعالیت بولي.

څېړنو ښودلې ده چې کله موږ د یوې پېښې د کېدو تمه لرو، یا احتمال ورکوو چې یو څه به پېښ شي، زموږ مغز له شعوري هڅې پرته، له مخکې ځان چمتو کوي.

پایلو څرګنده کړه چې د مغز په بېلابېلو برخو کې میلیونونه نیورونونه او د حرکت عصبي کړۍ یوازې حسي اشارو ته منتظر نه پاتې کېږي، بلکې په فعاله توګه د احتمالي ننګونو اټکل کوي او ځان د مؤثر غبرګون لپاره تنظیموي.

پروفیسر جاناتان مایکلز وايي:

“کله چې موږ د نړۍ په چاپېریال کې حرکت کوو، زموږ مغز یوازې زموږ حرکات نه پلانوي، بلکې د غیرمتوقع پېښو لپاره هم ځان چمتو کوي.”

دا کشف څنګه ممکن شو؟

د څېړنې ټیم د مغز د دې ځانګړي فعالیت د درک لپاره د کینارم (Kinarm) په نوم د یوه روباټیک بهرني اسکلېټ مرسته واخیسته. دا روباټ د ګډون‌کوونکو په لاسونو تړل شوی و او ساینسپوهانو ته یې اجازه ورکوله چې د لاسونو او مړوند حرکات، د همغږۍ طریقه او د مغز د ادراکي فعالیتونو اغېز په مختلفو شرایطو کې وڅېړي.

ګډون‌کوونکي په یوه ثابته چوکۍ کې ناست وو او لاسونه یې له روباټ سره تړلي وو. دا وسیله داسې طرحه شوې وه چې په ناڅاپي ډول د انسان لاس په بېلابېلو لورو وخوځوي.

په ځینو ازموینو کې ګډون‌کوونکي له مخکې پوهېدل چې ښايي لاس به کوم لور ته وخوځول شي (مثلاً ښۍ ‌خوا ته)، خو په ځینو نورو کې خوځښت کاملاً تصادفي و.

پایلو وښوده چې کله ګډون‌کوونکي د خوځښت له احتمالي خوا خبر وو، د مغز د حرکتي قشر فعالیت او د عضلو برېښنايي سیګنالونه د حرکت له پیل مخکې زیاتېدل — یعنې حتی مخکې له دې چې یو بهرنی ځواک لاس ته حرکت ورکړي، مغز او بدن له مخکې ځان هغه لور ته چمتو کړی و.

په دې څېړنه کې د نیروپیکسل Neuropixels پرمختللې ټکنالوژي هم کارول شوې وه چې د زرګونو نیورونونو هممهاله ثبت ممکنوي او د مغز د حرکتي کړیو په اړه بې‌سابقه لید وړاندې کوي.

د دې موندنې عملي ارزښت

دا کشف کولی شي د هغو ناروغیو په درک کې مرسته وکړي چې د مغز د اټکل او چمتووالي سیسټم اغېزمنوي، لکه پارکینسن او شیزوفرینیا.

ساینسپوهان وايي دا پوهه به له سټروک (فلج) او عصبي‌حرکتي ټپونو وروسته د بیا رغونې نوې لارې پرانیزي، څو ناروغان وکولی شي خپلې حرکتي وړتیاوې په اغېزمنه توګه بېرته ترلاسه کړي — یعنې داسې لارې وموندل شي چې مغز ته د ښه “اټکل” او چټک غبرګون وړتیا ورکړي.

دغه راز، دا څېړنه د مغز او کمپیوټر ترمنځ د اړیکو (Brain-Computer Interfaces) په پرمختګ کې هم مهمه ونډه لرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب