جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا علي وزیر د پاکستان مرکزي حکومت تورن کړ چې په...

د خیبرپښتونخوا علي وزیر د پاکستان مرکزي حکومت تورن کړ چې په لوی لاس ناامني رامنځته کوي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر سهېل افریدي د پاکستان حکومت تورن کړ چې په خپلو لاسونو رامنځته شوې ناامنۍ ته قصداً لمن وهي.

افريدي وویل چې د حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) هغو غړو تښتول چې «د خیبرپښتونخوا د سولې جرګې» لپاره راغلي وو، د سولې د هلوځلو او له افغانستان سره د بیا پیل شویو خبرو د ګډوډولو یوه هڅه ده.

هغه زیاته کړه:
«هغه ذهنيت چې په تېرو ۷۱ کلونو کې په پاکستان کې حاکم پاتې شوی او هېڅکله یې په خیبر پښتونخوا کې سوله نه غوښتله، زموږ د مېلمنو په تښتولو سره یې ثابته کړه چې دا ټوله ترهګري په مصنوعي ډول جوړه شوې او دروغجنه کیسه ده. دوی سوله د خلکو د ارادې پر ځای د خپلو ګټو له مخې تنظیموي.»

افریدي مخکې تر مخکې په پښتني سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات سخت وغندل او ویې ویل چې پوځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کوي او جنگي جرمونه ترسره کوي.

هغه وویل خلک د مرکزي حکومت له پټو پرېکړو او په قبایلي سیمو له تپل شويو تګلارو ستړي شوي دي او اعلان یې وکړ چې «دې تپل شويو چلندونو ته به تسلیم نه شي.»

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په څرګنده وویل:
«د خیبر پښتونخوا خلک له دې جعلي ترهګرۍ او له هغو پټو پرېکړو ستړي شوي دي چې کلونه کلونه پر موږ تپل کېږي. زه نن په ښکاره وایم: لکه څنګه چې زما مشر عمران خان درسره هېڅکله سر نه دی کښته کړی، زه هم نه کږېږم. هر څوک چې زموږ سوله خرابوي، زموږ ګډ دښمن دی. هر څوک چې زموږ مذهبي ارزښتونو ته سپکاوی کوي، زموږ ګډ دښمن دی. او دوی باید پوه شي چې موږ به هېڅکله تسلیم نه شو.»

دا انتقادونه په داسې حال کې ډېر شوي چې د افغانستان د طالبانو اسلامي امارت هم د پاکستان د پوځ یوه ځانګړې کړۍ تورنه کړې چې هڅه کوي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي.

په همدې حال کې د خیبرپښتونخوا او ننګرهار سوداګرو ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د لارو په بندولو د ډیورند کرښې د دواړو خواوو خلکو او سوداګرو ته زیان اړوي.

دوی د پاکستان له حکومته وغوښتل چې سوداګري لارې له سیاست او نورو مسلو سره ونه تړي او تضمین ورکړي چې لارې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه کاروي.

2 COMMENTS

  1. ایله چې په پښتونخوا کې یو نر د پښتونخوا د حکومت له منځه داسې یو غټ سسیاسې شخسيت را پيدا شو او په ډانګه یی ګوته پنجاپي عسکري غدار نظام ته ونيوله چي مليونونه انسانان په خیبر پښونخوا کي ارام پرتمين ژوند ته نه پريږدي. اوس دا وخت رارسيدلی چې دد ظالم پوځي استابلشمنټ په مقابل کي پښتون اولس را پورته شي او د خیبرپښتونخوا علي وزیر ملاتړ وکړي چي دا ظالم او غدار پوځي استابلشمنټ واوري چې د خیبرپښتونخوا علي وزیر يواځې نه ده او د اولس ملاتړ ور سره دی.

  2. ګوری،جرګه اعلی وزیر سهیل افریدی راغوښتی او ارتباط لری له خیبر پښتونخوا سره ، د جرګی غړی ولی نیول کیږی ؟ هغه څوک دی چي جرګه اخلالوی؟
    د خیبر پښتونخوا اداره او صلاحیت ولی نادیده نیول کیږی او مخربانه مداخلاتو ښکار ګرځی او تفاهم او سلسله مراتب تر پښو لاندی کیږی منحیث ممد او همکار نه بلکی لکه یو دښمن عمل کوی ؟
    اصلاََ پنجابی ملیشه یا جنرالان پښتون او بلوڅ خپل نه ګڼی دا دوه صوبی پردۍ دی او ۷۸ کلن تاریخ ورباندی شاهد دی ؛ په زرهاوو وژنی ،زندانونه ، پښتنو او بلوچو ته حق د تعلیم ، صحت او رفاه نه ورکول ، د طبیعی زیرمو غلا ،په حیثیت او عزت یی لوبی کول،حتی په مقدساتو تیری په جوماتونو کی سپی تړل ،د مقدساتو او مسلمان توهین او تحقیر و (ماتخفی صدورهم اکبر …. الآیه) ددې جنرالانو عمق د دنائت ،ارذلیت او دښمنی بربنډوی کوم چي ۷۸ کاله دا تیری او ظلم ددی ملیشو عادت ګرځیدلی او دا ثابتوی چی ګډ ژوند ورسره ناممکن او زموږ زغم هم نور نباید په بی عزتی و بی ننګی تعبیر او د نوامیسو په وړاندی معامله ګر معرفی شو .
    کوم کارونه چي جنرالانو تیرو ۷۸ کلونو کی کړی د ایمان،اسلام،سالم وجدان او علم سره نه جمع کیږی او بالآخره د انسانیت او مسلمانی د اثبات لپاره هیڅ عمل نلری نو دا تعلیم او تربیت د ملیشه جنرالانو،پاکستان ملت،ګاونډیو او امت ته بدردبخور نه بلکی مصیبت دی.او ددوی غلا او فساد پاکستان یی غرق او نابود کړ او وروستنی ترمیمات هم ښیی چي خاین خایف او له حساب تښتی خو الله متعال سریع الحساب او عزیز ذو انتقام ذات دی چي ډالری جنرال ورباندی ایمان نلری او خیال کوی چي دا اساطیرالاولین دی.
    یا عزیز ذو انتقام خذ هم باخذ عزیز مقتدر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب