جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهزلمي خلیلزاد د پاکستان په پنجاب کې د داعش مهم قومندان د...

زلمي خلیلزاد د پاکستان په پنجاب کې د داعش مهم قومندان د وژل کېدو هرکلی کړی

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی د پاکستان په پنجاب کې د داعش د یوه مهم قومندان د وژل کېدو هرکلی کوي.

زلمي خلیلزاد په خپله اېکسپاڼه د المرصا د خبر د شریکولو سره هممهاله د برهان وژل کېدل د پاکستان لپاره ښه خبر بللی دی.

د طالبانو د حکومت استخباراتو ته نږدې وېب پاڼه المرصاد وايي وسله والو د داعش خراسان څانګې مهم قومندان برهان د پنجاب د اختراباد په پاټک سیمه کې وژلی دی.

تر اوسه نورو رسنیو د برهان د وژل کېدو په هکله څه نه دي ویلي.

برهان په زید هم مشهور دی.

المرصاد  نږدې ۱۷ ورځې مخکې د پښتونخوا په پېښور کې هم د داعش د یوه بل قومندان د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

المرصاد خپل خبر کې زیاتوي چې پنجاب کې د داعش اوسنی وژل شوی قومندان برهان هم د افغانستان په ختیځ زون کې ورانکارې چارې ترسره کولې.

د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او امنیت خرابولو لپاره داعش روزي هغه تورونه چې پاکستان یې ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب