Homeخبرونهد شانګهای سرمشریزه د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه مسکو کې ترسره...

د شانګهای سرمشریزه د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه مسکو کې ترسره کېږي

تاند ( دوشنبه د لړم ـ عقرب ۲۶مه) ‏روسیې ویلي، چې د شانګهای سازمان سرمشریزه به د نومبر په ۱۷مه او ۱۸مه پلازمېنه مسکو کې ترسره شي.

د مالوماتو له مخې دغه ناسته د روسیې لومړي وزیر میخائیل میشوستین په مشرۍ ترسره کیږي.

روسي چارواکي د دې ناستې اصلي موخه د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، کلتور او بشردوستانه برخو کې د همکاریو پراختیا بولي.

د یادونې وړ ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان د روسیې، چین، هند، پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا جمهوريتونو څخه جوړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...