شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد هلمند پوهنتون د استاد دويمه اختراع په نړيواله کچه ومنل شوه

د هلمند پوهنتون د استاد دويمه اختراع په نړيواله کچه ومنل شوه

بصيرالحق عادل –

د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګريټو د يوې آلې تر اختراع وروسته د کانګريټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړی دی.

د کانګريټو دا نوی مخلوط ډيزاين د کانګريټو نړيوال کنفرانس کې منل شوی دی چې د جرمني هېواد د درسدن ښار په تخنيکي پوهنتون کې جوړ شوی و.

د درسدن پوهنتون چې هر کال ورته له ټولې نړۍ څخه پروفيسوران د کانګريټو په برخه کې خپلې نوې څېړنې استوي تر کتنې وروسته غوره څېړنې قبلوي، کنفرانس پرې جوړوي او د يو کتاب په بڼه يې هم چاپوي.

په ياد کنفرانس کې چې ۲۰۱۷ زيږديز د سپټمبر مياشت کې جوړ شوی و، د هلمند پوهنتون د استاد پوهنيار محمد موسی علمي دويمه اختراع ومنل شوه او ثبت شوه.

د هلمند پوهنتون د استاد دا ډيزاين د فایبر لرونکو کانګریټو لپاره د یوه نوي میکس (مخلوط)  طرحه ده چی دا کانګريټ نسبت و نارمل کانګریتو ته د ضربتي او ډینامیکي قواو په مقابل ډیر زیات مقاومت لري.

له دې ډيزاين سره به يو ځل بیا د افغانستان او هلمند پوهنتون نوم د کانگریټو نړیوال كنفرانس او کتاب کي د نړیوالو پوهنتونو او  څيړونكو تر څنګ ولیکل شي.

د يادونې ده چې د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسي علمي دا مهال د ترکيې هېواد کې دکتورا کوي او دا يې دويمه اختراع ده چې په نړيوال کچه ومنل شوه.

3 COMMENTS

  1. په ياد کنفرانس کې چې ۲۰۱۷ زيږديز د سپټمبر مياشت کې جوړ شوی و، د هلمند پوهنتون د استاد پوهنيار محمد موسی علمي دويمه اختراع ومنل شوه او ثبت شوه.؟

  2. ډیر عالی! الله د نوربرۍ هم ورپه برخه کړی،دغسی کارونه دی هیواد ته ضروری دی چید هیواد اوهیواد والو د .ویاړ اوسر لوړۍسبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب