جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ژبپوهانو ګواښنې| پوهاند دوکتور م.ا، زيار

د ژبپوهانو ګواښنې| پوهاند دوکتور م.ا، زيار

  اکسفورډ ۲۲می ۱۹                           

د نوي ژبني ساينس او نوې پښتوژبپوهنې په مورچل کې:

ستر حمزه شينواری وايي:

څو يې راټول پريو مرکز نه کړمه

هرې تپې ته له جرگوسره ځم

خو زه بيا  تاډاکتر ماخان مېږي شينواري) ته وايم چې ترڅو يې زه دژبې ( ربړې-اښتنې پوښتنې او د هواري لارې چارې) پر (يوه- يوازېني ژبپوهنيز) مرکز راټولې نه کړم، له اسلام کلا تر اسلام اباده، او له  بولانه تر واخانه ټولو پرگنو او ليکلو ستوالو او رسنوالو، ليکوالو او تاغوندې پښتومينو پوهانو ته له جرگوسره ځم لکه وار له مخه چې تللی هم يم .که هغه مرکز (زه) اوسم ،يا تر ما کوم  بل پک ورک، له لا لوړ ژبپوهنيز لاسونداو نيم پېړييز تدريس او له رېکاردي بنسټيزو تيوريکو او پر کتيکو اثارو سره!

په تاند ووبپاڼه کې  ستاد تېرو ليکنو او اوسنۍ (۵ی گانې)، (سلمه او سلنه)، کچه…) ليکنو او بيا د علمي-فرهنگي نومَونپوهنو (ترمينالو جيو).ربړې… او ښاغلي عزت اله نورزي د (تر)  (۲۰نوېمبر۱۸) سربل په تړاو ليکلې ليدتوگې دې دغو (گيلو ماڼو) ته را وڅکولم:

(۱) هغه هم په دې چې له خېښۍ خپلوۍ او دوستۍ سره سره-دچا خبره  تر ډېوې لاندې تياره ده-د ړو مبي او روستي پښتانه استازي په توگه زما پنځو سکلنې ژبپوهنيزې او ژبښوونيزې او بيا دنوې  پښتو ژبپوهنې بنسټيزنښيرونه اوزرگونه ليکنې، څېړنې،کره کتنې،غبرگونونه او لارښودونه دې له پامه نه راځي، لکه: پښويه (گرامر)، وييپوهنه او وييرغاونه (لېکزيکولوگي او وورت بيلدونگ)، د (يوې- کره ليکنۍ) پښتوليکلارښود،د سربلونو انگرېزي- پښتوسيندگي، په تېره  تر ټولو غټ يانې د پوره سيند (قاموس) پر کچ د علمي-فر هنگي نو يزونو (نيولو جېزمونو) پېنځژبيز هغه، همداراز اېتېمولوجيک سيندگی او يوشمېر نور سيندگي؛ گړنې-څرگندنې (ايديوماتيکس)،سبکپوهنه، مانا پوهنه سېمانتيکس ، پښتو بدلمېچ يا ميزان الشعر د غږپوهنې په رڼاکې، پښتواو پښتا نه د ژبپو هنې په رڼا کې…او له الماني اوانگرېزي ژبوگڼې څانگپو هيزې (تخصصي، مسلکي) ژباړې په رسنيزاو کتابي کچ او د (افغا نستان ژبپوهنې اطلس) پروژې دننه د گڼو افغا ني ژبو څه له پاسه سل گړ دودي څېړنې؛ چې دا دی، زه يې د  پاتې تخنيکي او چاپي چارو د بشپړتيا لپاره داکادمۍ د ژبپوهنې د سلاکار په توگه له جگپوړي پلاوي سره د فرا نسې د يونسکو دو تر او د سوېس برن پوهنتون د آريا نپوهنې ژمنې څا نگې دراننگونې په موخه له کابله تر اکسفورډه را رسېدلی يم

(۲) تاته به هم پته لگېدلې وې چې لوېديز اروپايي زدکړيز سېستم، په تېره د بشري پوهنو په تړاو د (ختيز- اروپايي ( د پخواني شوروي او اوسني رو سي)او بيا امريکا يي هغه پرخلاف  ډېر ارت وبيرت دی، د بېلگې په توگه ما شپږ کاله دسوېس په برن پوهنتون کې په اوبلېگاتوري توگه : ټوليز ژبنی سا ينس بيا سراسري-هندواروپايي، گرما نېستيک او ورپسې هندو آرياني سېنکرونيکي او دايکرو نيکي (تشريحي (سپڼيزې) او تار يخي) څانگې خرا نگې  پر څېرمه هغې (توکمپوهنې)، سربېره، له اېم فېل) ماسترۍ او B– ډاکترۍ سره  سرته رسولې _او  په فاکولتاتيفي توگه: ادبي تيوري،  فلسفي ژبپوهنه اواتنولنگو ېستيکي، سوسيولنگو ېستيکي… شپېني کورسونه لا پرځای پرېږده!

په دې  ډول يې له همتا شمېرپوه ډاکتره ځکه را پيلوم چې گيله له خپلواو دو ستانو کېږي، نه له پردو،او ان له پېښوري شينواري هم نه، چې د نورو تر څنگ پر نړيوال کچ منل شوې سلکلنه غږيزه  پښتوابېڅې او داطلس د ۲۸۴ گړدودو او د اکاد مۍ د تشريحي قا موسونو لپاره  پرکاراچول شوې، په خپله سپسته را ننگوي، او ستاغوندې د يوې ټا کلې پوهنې څانگوال هم نه دی چې هسې بېځايه ور  سره سرخوږکړم؛ له تاسره خومې بې له هغې هم دشمېرپوهنې نښير د ژبنۍ کره کتنې راهيسې گوتې ماتې شوې. چې د سراسري پښتو فرهنگي ټولنې گران مشر زرين انځور راته تر چاپ  مخکې له کولنه اکسفورډ ته راستولی وو،او ماهم د کابل پوهنتون له اړوندې ترمينالوجۍ سره سم د( هندسې) لپاره د(شمېرپوهنې) پرځای،د (geometry) يا (Lehre von den Formen) سهي انډول (مېچپوهنه) دروړانديز کړې وو او شمېرپوهنه د (علم الحساب (Lehre von der Zahlen) لپاره  چې يوه مياشت هومره وخت يې را لوټ کړ او ان د چاپ پرکال (۲۰۱۰) مې پرې درسره د دانش په کابل دوتر کې هسې يوه يادونه هومره  وکړه!

(۳)  له يوې- کره ليکنۍ پښتو نيولې، تر ليکدود، وييونو او او وييرغاونې (نيو لوجېزم) پورې د گردو ربړو (مسألو)  هواری زماغوندې د نوي ژبني سا ينس او نوې پښتو ژبپوهنې په يوازېني څا نگپوه (متخصص) اړه لري، نه په بل څانگپوه او يا اما تور؛مانا يې دا چې د ټولنپوهنو،لکه تاريخپوهنې،لرغونپوهنې، متنپو هنې،يادوديزې ادبپوهنې (اد بي فنونو) په توپير په هسې  مشق او رياضت، بې اکادميکې- سېستماتيکې زدکړې راخپلېدای نه شي،کټ مټ، لکه ستا ريا ضي( مېچپوهنه+ شمېرپوهنه)، سره له دې چې (ژب-شمېرپوهنه) هم له ښايسته ډېر را هيسې پر نورو ژبپوهنيزو  څانگو راسرباري شوې ده او په مانا پوهنه کې ځنې کاراخېستی دی!

(۴)  بيا هم په ټينگار سره خپلې څرگندنې راغبرگوم چې له مورنۍ پښتو سره ستا اونورو ليکوالو او پو هانو مينه اولېوالتيا د ستاينې او درناوي وړ دي، خوله دې علمي دود ودستور) سره چې ربړې او اښتنې پوښتنې يې سم له لاسه  له ماسره د يوازېني څانگپوه په توگه شريکې کړې، کټ مټ هماغسې چې ډېر ښاغلي او اغلې طبي-روغتيايي دا زما له همزولي نومهالي طبي ډاکتر حبيب الرحمان سباو ون سره شريکوي. د لايزر او کمپيوټري طب په څېر،نوې (پسرغښتي ژبپوهنه د ( ساينس ژور نال، نوېمبر۲۰۰۳)  په لاسوند نوره له ټولنپوهنو رابېله شوې او په جوتپوهنو ( مثبتو ياساينتيفيکو پو هنو) يې اړه پيدا کړې،او په دې توگه د دود يزو گرامرپوهانو غو ندې په ژبنيو ربړو مسألو کې، خپلسري او اماتوري لاسو هنې نور ځای نه لريّ!

(۵) داچې ته يې منې يا نه منې، د نورو پښتنو ليکو الو غوندې کومې پښتو ليکدودي، گرامري  يا ترمينالوجيکي ربړې او اښتنې پوښتنې چې په تېره د کابل (نصاب) پروژې راهيسې تاد تاند او يا نو رو ووبپاڼو له لارې خپرې کړې او لا يې خپروې ، ما دا نيمه پېړۍ پرې د ښوونې (تدريس) تر څنگ په سوونو ليکنې څېړنې خپرې کړې او بيا پر کتابي  کچ د پښويې او بيا ليکلارې په پر لپسې څو غځېدلو چاپونو کې را نغښتې دي،د سربلونو-وستر بلونو او غبرگبلو نو څوسوه چارتونه او جدولونه خو مې تر پېښور،برلين، اکسفورډ او لندن پو هنتونونو پو رې لاس پرلاس وېشلي او ور شنلې دي. که ته دغه کتابونه له کابل و پېښوره را غوښتای  يا راوړای نه شې، لږ تر لږه يې خو دهمدغې تاند ووبپا ڼې په خونديځ (آرشيف) کې تر يوه ځغلنده سترگليده تېرولای شې، او هله يې د پېژندنې او کار ونې په تړاو خپلو او نورو مينه والو تېروتنو ته ور ځيرکېدلای شې!

رښتيا هم که لا همدلته دې پرخپل خپل وخت ترسترگو تېرکړی وای، دغه سر خوږی مې نه پرځان لوراوه او نه پرتا چې ښايي ډېرو مينه والو ته سل په سل کې نوې خبرې نه وي! ]

(۶) همداراز په هماغه آرشيف کې ]۶ ياوې-درې واوه او درې هاوې[ليکنه هم  موندلای شې او په ترڅ کې يې د (ی گانو) ډولونه چې په دغه لړ کې ښاغلي خبيب علي د دوديزې کړوالې (ئ)  دفاع کړې او مايې دروايتي يا سکولاستيکي: دک و دليل پرځای (پښوييز مانيز) سپيناوی کړی دی:

دوې خپلواکې(واوېلي)، لکه: (اوږده -ې او لنډه-ي)؛  يوه نيمواکه ی/ y/ له گڼو ديفتانگي ځېلونو سره، لکه: (نو مواله ۍ) او (کړواله ئ)، او ياهم   په جلا(-ی) بڼه په خوی، دوی، ځای، خدای کې چې دغلته پېښوريان يو ناړين گوډی الف (ء)  هم پر سر وراچوي_ کړواله (-ئ) له نوموالې (-ۍ) سره تو پيرول ځکه اړين دي، چې تر منځ يې پښوييز او مانيز ټکر پېښېږي، هغه هم د نوموالې(-ۍ)  پروړاندې د په نابشپړوسمهالو ډېرگړو کړونو بېلگو کې کړوالې،لکه: لړۍ (سلسله) او لړئ (شور ميدهيد!)، اوکرۍ (د جولا تنستې اوزار) او کرئ (ميکاريد!)، کنۍ (گوشۀ کُرد زمين) او کنئ (می کَنيد!)،شړۍ (شال) او شړئ (می رانيد!)، منۍ (پرهيزگاره) او منئ (می پذيريد!)، پېرۍ (جن) او پېرئ (ميخريد!)؛

همداراز همجوليزې بېلگې  يې خو لا پرېمانه دي،لکه رسۍ (رسن) او رسئ، لړۍ (غاړه) او غړئ (می تابيد)  (ميرسيد!)،(خورۍ (همشېره-پرستاره) او خورئ (ميخوريد يا بخوريد!)، وړۍ ( پشم) او وړئ (ميبريد)…چې که بشپړ غږپو هيز او  پښوييز يا مانيز ټکر هم ونه لري، جوليز دا خو هم په اوسني پېرياني ليک او ليکدود کې پوره ستونزې او گډو ډۍ رامخته کوي او له لوستو نکي لارلو دن ور کوي،استاد خادم  بيا دواړې (ئ) ليکلې، هغه هم په دې پلمه چې پښتانه (لکۍ نه لري)؛ پر سترگو هم دومره ډېرې لکۍ ښې نه لگي، هرگوره نيمواکه او زورواله (ی) يوازې د څپې او ويي پايته له نورو ځېلو نو توپيرېدای شي، لکه (يا،يو- بيا-بياتي)، او زور واله،لکه سړی، لرگی،ځای، پای)، نه په سراو منځ کې، د  ښاغلي خبيب له خوا کندهاري (يوگړې نرينه ئ)، په راغلئ-ولاړئ، دئ دئ (= دی دی) د اړوندې گړدودي ډلې د يوه۰ځانتنی خپلواکونج او خجپوهنې زېږنه ده او د نورو درو واړو ډلو پر وړاندې، کره او معياري بلل کېدای نه شي ( پښتو ليکلارښود). وينگ له مخې ۶ دی، اولاکه اردو ډوله پېښورۍ ناکره (نرينه تأنيثيه) يا پرته هغه (ے) پرې ورسرباري کړو، نو ۸ ته رسي!

(۷) (.زه پر گرامر نه پوهېږم،گومان کوم چې په ژبه پوهېږم او…)  خبره به درسره ومنم چې ته په خپلو هاندوهڅو او ازمايښتو تر ډېرو ليکوالو او مينه والو،پر پښتو پښو يې(گرامر) ښه پوهېږې او که زما يا الما ني داځانته مخبېلگه کړې، زموږ تر دوديزو استادانو به يي لا ښه وليکي، خو نومهالی دا، ستا تر  شمېرپوهنې هم ډېر پېچلی او ورځ تر بلې پرلپسې پېچلی کېږي:

زه د دې منښته (اعتراف)کوم  چې له دومره څانگپوهيزو زدکړو او نيم پېړييزو ښو ونو او پرلپسې غځونو، کرونو او  چاپَونو سره بياهم خپله پښتو پښويه نيمگړې بولم او هغه هم له دې لامله چې پرلپسې نوې نوې  ژبپوهنيزې او بيا پښوييزې را منځته کېدونکې تيورۍ او ليدتوگې مخې ته راځي. يوه پرلپسې پراخېدونکې دا سېمانتيکي او ادراکي  تيوري ده، په دې ډول چې ژبني غږيز سېمبولونه له گردو رغانيزو او گرامري دويو او دويونو (قواعدو او قوانينو سره)- د پوره وبله پوهاوي (افهام و تفهيم) وړتيا نه لري، په نورو ټکو، دگړېد ونکي يا ليکونکي موخه او پيغام کټ مټ او سل په سل کې اورېدونکی يالو ستونکی ترلاسه کولای نه شي،  او پر دې سربېره چې خبره يا متن په دومره کچه وي چې اړونده سکالو يا منځپانگه پکې در سته راځای شوې وي او همداراز اورېدونکی هم پرخپل وار پرذهني وړتيا سربېره د ويونکي اړوند ټولنيز او طبيعي چاپېريال هم له پامه ونه غورځوي او ورسره ورسره يې نغوتې اشارې او پژني خوځښتونه (باډي لنگوېج) هم؛ هرگوره، ليکنه او لوستنه هم  بايدله هره پلوه کره او معياري اوسي!

له دې کبله زه هم دېته اړوځم چې خپله پښويه او ورسره تړلې مانا پوهنه نېټه تانده کړم او په دې توگه يې. تر روستۍ سلگۍ پرپېيلی چاپ  نوی کړم . له نوي ځوان پښتني پښته او بيا سيده او ناسيده شاگردانو څخه مې داتمه نه کېږي، تر شل دېرشو کلونو پورې د پښتو ژبپوهنې پاتوړې (مير اث)  مې پرمخ يوسې او پرلپسې يې وغځوي او تاند نېټه (update) کاندې!

زاړه شاگردان  خو مې د بورسونو په تمه تمه همداسې پښه پرځای او کورناستۍ ته سترگې پرلار پاتې دي او همدا زما لوستکتابونهشاگردانو ته ور دېکتې کوي؛ يونيم چې دېخوا را کډوال شوی، د راتگ پورونو او ترشاپرېښو کورنيو له غمه پژني(بدني) کارونه کسبونه کوي.

(۸) (سلمه) يو پوړشمېر (عدد رتبی) دی او (فيصدی) لپاره يې پرکار اچول هسې بېځايه دي، ولې توپير نه شي، پوړشمېر پارسي او نورې نژدې خپلوانې ژبې هم لري، خو (فيصدي) کاروي، نه صدم يا صدمين؛ همداسې  د اروپايي خپلوانو له (پرسېنت) او (پروسېنت) درواخله!

(۹) (کچه) تا پخپله سويه،سطح، اومعيار) ماناکړې او (اندازه)  مانا دې پر (معيار) بدله کړې او هسې دې په ناسيده ډول (کچول- په کچه کول= پيمايش کردن، اندازه کردن) ور زيات کړي دي؛ د (معيار، ستاندرد) په مانا نه په بره او نه په لره کې  څوک کاروي او نه په کوم سيند سيندگي راغلې ده؟

داچې تا (کچه)د يوه هندسي ترم (اصطلاح) په توگه  پر بېلابېلو ډولونو شنلې ده، د ژبې له ورځنۍ دودې کارونې سره اړخ نه لگوي، داسې چې د بېلابېلو پوهنو او پو هنڅانگو له مخې يو درجن نورې ماناوې هم درلودای شي: موږ  دښوونځي له ټولگيوالو به سره په ټوکې کولې: (سوډيم کلورايډ) دې خوړلي يا (H2O) دې څښلي دي؛ مورفولوجي لږ تر لږه د درو پوهنو(ژبپوهنې- ځمکپېژندنې او درملپوهنې) ترمنځ شريکه نومونه ده، خو ما ناوې يې سره يوراز نه دي؟

د رغښتي ژبپوهنې (structural languistics) نوموتلي  امريکايي ژبپوهاند ( ليو ناردبلومفيلد1887-1949) پر ژبنۍ او گرامري جوله (فورم و ساختار ) دومره زور اچولی وو چې د ژبې آره دنده (مانا او مفهوم) يا (افهام و تفهيم) بېخي چليپا کړي ول، د بېلگې په توگه يې په (the Meaning of meaning)  کتاب کې کښلي ول: د (مالگې) رښتينه مانا (سوډيم کلورايډ) ده او دغه کيميايي توکي او ټړښتي چار يې بايدړومبی وپېژندل شي ، نودابه غوره وي، پر وييونو (لفظو نو)او پښوييز چار يې بسنه وکړو!

تردې چې تر مړينې يې لس کاله روسته ځوان نووام چومسکي چې اوس تر نويو رسېدلی، پر ضد راپورته شو په خپل بېساري نښير (ژبپوهنه ، ماهيت، منشأ او کارونگ) يې د پسرغښتي (Post-structural)انقلاب بنسټ کېښووه!

ما په (کره پښتو ليکلارښود) کې له دوو ليکدودو او دوه ماناوو سره کره زباد کړی: د ( مقدار،اندازه) په مانا (کچه)، لکه (هند ته په ډېره کچه مېوه لېږدي يا صادرېږي او د (سطح-سويه) له مانا سره، لکه (پر هېوادني- سيمييز- او جهاني يانړيوال کچ) او په دې لړکې(د  کابل پر کچ ياسطح-سويه) هم سم سهي راځي (معياريا ستاندرد او يا نورم)ماناوې ترې ډېرې لوړې او هراړخيزې دي!

(۱۰)  تا د ارواښاد دوست پر اخځ چې په تاريخي ژبپوهنه کې له ماستري بر يليک سره له نيم درجن شوروي(نوماندو ډاکترانو) يا (کانديد نووکانو) څخه ميدان وړی او له تاسره مې ړومبی پلا ۴-۳لسيزې پخوا همهاغه کره  مخامخ ليدلي ول) ستاينوميزې پوړۍ (ښه- ډېر ښه- خوراښه)  په يوه غونډله او لا په اړ وندمتني يا ويناييز چاپېريال کې دننه  سم راځي، خو را بهرنه، د بېلگې په تو گه، که پارسي غونډله (شهر کابل يک پرنفوس ترين شهراست)، نه شې کولای (کابل ښار يو خورا گڼ مېشتی ښار دی) راوژ باړې، يانې دغلته( خورا) د ستاينو ميز ټينگار توک (اېنتنزيفا ير) په توگه  د ماناپوهنې له مخې د(-ترين) رو ستاړي انډول کېدای نه شي،بلکې پر ځای يې ( کابل ترټولو گڼمېشتی ښار دی) سهي او کره راځي، يايې هم ((يوازېنی)) ستاينوم ځای ورډکولای شي- ما پخپله (تر-ترين) له پارسي راپور کړي او دود کړي دي، ځکه ۲۵٪ پردۍ پانگه راپورولای شو!

(۱۱)  ښاغلي عزت اله نورزی پر دې سربېره چې  له (تر) سربل سره يې پاسنی (ترټولو) سوپرلاتيف انډول هېرکړی ،نورې تېروتنې يې هم کړې دي، ده ته  هم په کاروه، زما اخځونو ته يې مخه کړې وای. سربلونه او وستربلونه يا په يوه نامه (غبرگبلونه Ambi-positions) کټ مټ، لکه (ستاينومونه،شمېرنومونه او نو مځري) د څيزنوم (اسم) په ټاکندويانو کې راځي چې بېلابېل پېرونه (حالتونه) ور بښي، لکه الماني يا انگرېزي داتيف، اکوزاتيف، لوکاتيف، ووکاتيف… او رو سي او نورې سلاوي ژبو بيا لرغو ني اته واړه  هندواروپايي پدېژونه ساتلي دي او پښتو له دوه درو پرته نور د سر بلونو په مرسته راڅرگندوي (زما هماغه اخځونه)؛ په (تر-ټولو) کې (ټول)، په (تر- سره) کې (سر)، په  (تر-پايه…) کې (-پای) هم ناخپلواک نه، بلکې خپلواک مورفيمونه، وييونه او بيا (څيزنومونه) او يا يې ځايناستي دي!

د پښتو غبرگبلو  يوه ځانگړتيا يا ځانگړنه (نه خوی؟) داده چې د سربل او وستربل ترمنځ يوه ټاکلې همغږي  ټيکاو لري، يانې (د- سره)، نه بلکې (له-سره) يا (په- با ندې) نه،بلکې (پر-باندې) سم راځي او داسې نور!

(۱۲) د علمي-فرهنگي نويزونو (نيولوجېزمونو) ياپارسي (دانشواه ها) په تړاو ستا وړانديز  موږ د (يوې- کره ليکنۍ پښتو)غورځنگ له هماغو لومړيو څخه راپيل کړی چې پرلپسې غځېدونکی  پېنځژبيز سيند يې دوه ځله چاپ شوی او د ځوان کمپيوټري پښت نوې رغاونو تر کرونې روسته نوي چاپ ته چمتو کېد ونکې دي. کرونې يې په دې اړينې دي چې  ډېری ښاغلي او اغلې زما لارښودونه په واک کې نه لري،که.هغه پر رسنيز او يا کتابي کچ رامنځته کوي: لومړۍ بېلگې يې زياتره کمپيو ټري-انټر نېټي هغه دي او بيا بېلابېلې، لکه د اونيزو ورځو نو مونه،  زموږ تر کرونې روسته: (پيلنۍ-يونۍ-دونۍ-درنۍ-څلنۍ- پنځنۍ او اونۍ) رادود شوې_ پر کتابي کچ خو د اغلې ډاکترې سيما ابراهيم خېلې، طبي، د دوو بياباني ورونو ډاکتر نجيب بياباني اناتومي او د مجيب ورور يې اقتصا دي هغه او داسې نورې نومونې خو را سره په کمپيو ټرکې خوندي دي چې د يوځا يي چاپ لپاره مو ساتلې دي. – او که ستا اجازه وه، شمېرپوهنه به پکې هم راو نغاړو او د يوه لوی سمندر په بڼه به يې د علومواکادمۍ له خوا چاپ ته وسپارو؟

(۱۳)  ستا له دې څرگندونې (پښتو لکه بله هره ژبه له ځانه پوره ده )  هم دامانا اخلم چې پښتو د بلې هرې ژبې په څېر يو ناپايه پټتوان (بالقوه ظرفيت) يا (پو تنسيال) لري، يانې د هر راز  نويو جاجونو (مفاهيمو) لپاره يې د تيارو ولسي مخبېلگو له مخې بالقوه يا پټه زېرمه د نيولو جېزم له لارې راسپړلای او هر راز نوي انډولونه (وييونه رامنځته کولای شو. لکه څنگه مو چې له اماني پېر د (پښتومرکې او بيا پښتو ټولنې راهيسې) دا نوي کاله لږوډېرې رارغولې دي:  د مېږتون پر بېلگه (روغتون،درملتون،زېږنتون،مرستون،پوهنتون…)، د (اجلځی، رغځی …) پر بنسټ (ښوونځی، پوهنځی، پالنځیړ تمځی…) او له لمريزوڅلو ېښتونو کلونو را هيسې د ادبياتو پښتو څانگې په چوکاټ يا اډانه کې د نوې ژبپوهنې د ماسټرانو (الهام، ياري، شاکر) له خوا له نويو وييرغاونيزو آرونو (اصولو) سره سم رامنځته شوي (ژبپوهنه، غږپوهنه، وتوځی، زېږځی، ژبيز، غاښيز، شونډيز، تالوييز، ستو نيز، چنغړکيز… غږو نه) او په  لا ښه ترا مېتوديک او سېستماتيک ډول د پنځمې لسيزې له پيلامې سره زموږ د غورځنگ او رابهر ستا غوندې د نورو مينه والو او څانگپوهانو له خوا يې خبره زرگونو تو ته رسېدلې او مخ پر بره درومي!

(۱۵) پاسنۍ خبرې بيا رانچوړم چې اوسني ژبني ساينس دا رازباده کړې چې هره ژبه ناپايه پټتوان (پوتنشيال) لري او زموږ پښتو له امير کروړه تر اميرحمزه ښايي،مټې (ايله)  ۹۹٪۹۹ پر کاراچولې وي، نوکه ما او د(يوې-کره ليکنۍ پښتو) غورځنگ نورو پليونو، او ان داوسني ځوان کمپيوټري پښت نوښتگرو په گډون، د همدغه ژبني ساينس په مټ په دې نيمه پېړۍ کې تر۰۰٪۹۹ ورزياته کړې اوسي ،خولۍ به اسمان ته واچوو؛ له لاس برلستوڼي تربرې پارسۍ سره  علمي-فرهنگي سيالي بې له هغې ناشونې ده، خو څه چې شونې او اړينه ده، هغه د يوې- يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو) سمبالونه او د پټتوان رابرسېرونه او دودونه ده!

مانا يې داچې اوسني ژبني ساينس دا رازباده کړې چې هره ژبه ناپايه پټتوان (پوتنشيال) لري او زموږ پښتو ښايي،له اميرکروړه تر اميرحمزه مټې (ايله)  ۹۹٪۹۹ پر کاراچولې وي، نوکه ما او د(يوې-کره ليکنۍ پښتو) غورځنگ نورو پليونو، او ان  داوسني ځوان کمپيوټري پښت نوښتگرو په گډون، د همدغه ژبني ساينس په مټ په دې نيمه پېړۍ کې تر۰۰٪۹۹ ورزياته کړې اوسي ،خولۍ به اسمان ته واچوو

(۱۶)  پر ۲۰۰۵ ز کال د مخابراتو وزارت د کمپيټر ساينس د پازوال د ښاغلي منصور انصاري په تخنيکي لارښوونه ما او استاد آصف صميم د مايکرو سافټ کمپنۍ له سپارښتنې سره له شپږ لکو ۲۶زرو نومَونو څخه مټې درې زره نومونې ورغولې،

اکر داچې د کمپنۍ له خوا له اړوند لس ژبيز گروپ (انگرېزي، روسي، عربي…او پارسي) هغو گردو بشپړې کړې وې.  هغه هم، پخپله وزارت دود نه کړې او پښتنو ځوانانو هم په ايراني کمپيوټري کورسونو کې د (کړکۍ، دوتنې… او سولگر) پرځای (پنجره، پرونده…او رايانر) زده کړل- ايران له نژدې يوې پېړۍ را هيسې علمي-فر هنگي او تخنيکي (دانشواژه ها) لپاره  ټوليز سرکاري (فر هنگيستان) او بيا هرڅا نگپوه د خپلې څانگی هغه د ژبپوهانو په همغږۍ سره رغوي او د هوکړې او دودېد نې لپاره ورته سرکاري پشتوانه ټيکاو لري!

(۱۴)  لکه پاس چې ورته نغوته وشوه،زموږ غورځنگ  له ۱۳۵۲ل. راهيسې د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو اواړو ندو بشري  پوهنو،هنرونو او ساينسي- انجينري نومونپوهنې راپيل کړې وې چې لس-دولس کاله روسته ورته  دوکتور نجيب اله د دري-پارسي هغې په را نغښتنه رسمي بڼه ورکړه او لاسباړه (حق الزحمه) يې هم ور هوکې کړې وه چې له بده مرغه دهغه سترانسان له راپرځېدنې سره، مو هرڅه تورې غدۍ تالا ترغۍ کړل!

(۱۶) د ژبپوهانو او ژبه ټولنپوهانو گواښنې(warnings) لا څه کوې چې وايي:

[پرلپسې  په بشري نړۍ کې د نويو نويو مفاهيمو يو توپان رابهاند دی او  هماغه معيا ري ليکنۍ ژبې ترې بچېدای شي چې پر وړاندې يې خپله درېگونې پانگه هم پرکار وا چوي ، اوکه اړونده  لغوي پانگه يې يومخيزه راپور کاندې، پايښت (بقأ) يې له پوښتنې سره مخامخېږي!]

په دې مانا چې د نړۍ هرې سيالې او دوديالې علمي-فرهنگي ژبې وييپانگه څلور برخې رانغاړي ۲۵٪گړويزونه (دايلکتېزمونه)، ۲۵٪ زړويزونه (ارکاييزمونه) ۲۵ ٪ نويز ونه (نيولوجېزمونه) او۲۵ ٪ پورويزونه (فارنېزمونه)!.

دا هسې ولولې او احساسات دي چې له دغې غبرگې لنگوېستيکي  تشې سره سره،له پارسي ژبې سره د يوبرابر ملي-رسمي سيالۍ او کاروني رښتې (حق) داوې دنگلې کوو!

ځکه پښتو لا يوې-يوازېنۍ کره ليکنۍ ژبې) ته لوړتيا نه ده موندلې:

نه پښوييزې- رغاونيزې رنگارنگۍ (ور سېد- ورسېدو- ورسېدلو-ورسېدئ-سېدلئ-أورسېدو…) يورنگۍ ته لوړ تيا موندلې او نه يې پارسي هومره پټه وييپانگه رابرسېره شوې او رادود کړ شوې  چې تر ټولو مخکې ورسره پخپله پښتانه ناباندې دي، نو د ستر خوشال خبره لا هغسې پرځای پاتې ده:

چايې پلو له مخ وانه خېست

پښتو لاهسې بکره پرته ده

په ټوله پښتني- افغاني او بيا علمي- فرهنگي مينه او مننه

ستاسې د گردو  پوهيالو او فرهنگيالوسپينږيری خواخوږی زيار

2 COMMENTS

  1. دوکتور زیار صاحب،
    ستاسو یوه لیکنه موږ ته د ډېرو کتابونو تر لوستو ګټوره ده، ځکه هغه معلومات چې موږ یې په څلور پنځو کتابونو کې نه شو موندلای، تاسو یې په یوه لیکنه کې رانغاړئ. ستاسو له دې لیکنې مې هم د نورو لیکنو په څېر ډېر څه زده کړل.
    خدای مو ښه لره.
    مینه او مننه

  2. بلی هره ژبه د پراختیا او اصلاح پوتانسیل یا توان لری خو نه د سوټی په زور
    درمل = دوا
    تون= ځای
    درملتون = د دوا ځای
    د منلو وړ ده
    خو
    مرسته= مرسته
    تون= ځای
    نو باید
    مرسته تون وی
    دا څنګه مرستون دی چی د مرستی څخه په سپینه ورځ جامی ( بشپړه ها ) باسی
    البته د حساسیت د را ژوندی کیدو د مخنیوی پخاطر باید د پوهنتون د انګړ څخه د ها یا ه د ورکیدو د شکایت چیغه په ستونی کی وساتو
    داسی ښکاری چی بیا هم په هغه پیر کی ژوند کوو چی مور او پلار به خپلی مړوښی لور ته د هغی د ترخه ژوند سره سره همدا توصیه کول یا کوی چی لوری د پلار او نیکه د نوم پخاطر خپله ګوزاره( گُذاره )کوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب