چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeادبطنزونهزرغون شاه ملنګ | لیکوال: عبدالنافع همت

زرغون شاه ملنګ | لیکوال: عبدالنافع همت

طنز  

د مظاهره چيانو په مخکي څو خلک په منډه روان ول، سترګي يې تر دوو غوږو پوري توري کړي، رنګارنګ دسملونه يې په لاسونو کي نيولي، ږيري يې په نکريزو سرې کړي او دومره اوږدې تسبيح يې په غاړه وې چي سړي ته يې د اتڼ دا ناره وريادوله:

اتڼ مي د بوري نجوني کوينه

پر ملا کږې وږې سي

امېل يې د نامه غوټۍ وهينه.

د مظاهره چيانو دا ډلګۍ خورا ځلانده او رنګه ښکارېدله، سړي فکر کاوه چي يو لوی زيارت راروان دی. د يوه بوډا مظاهره کوونکي تر خوله ځګونه بادېدله، پر ږيره يې نسوار پراته ول، په ژيړغوني اواز چيغي وهلې: ((مرګ پر حکومت، مرګ پر کافرانو، موږ به د خپل پيرګل کسات خامخا اخلو)).

ما د رسنيو کارډ په غاړه، مايک په لاس کي نيولی او عاجز د سړک پر غاړه ولاړ وم. يوه سپين ږيري ته مي اشاره وکړه چي خپل نظر راته ووايي. سپين ږيری هم لکه مست اوښ په غړومبي زما مخ ته ودرېد. ما ويل بابا ولي مو مظاهره کړې ده؟ سپين ږيري د خولې ځګونه په زرغونه دسمال پاک کړل او په لوږ اواز يې وويل: (( د پيرګل سپکاوی سوی دی، د هغه مبارکه ږيره او څڼي يې ورخريلي دي)).

په دې وخت کي له مظاهرې څخه يو بل سړی هم راجلا او زما خوا ته راغی. دا سړی چي ښکلې دريشي يې اغوستې، ږيره او برېتونه يې پاک خريلي وه د مخکيني صوفي خبري پرې کړې: ((دا پير صاحب زرغون شاه نومېده، ده به تل زرغونه کالي اغوستل، اوږده ږيره، ببري څڼي او لوی برېتونه يې درلودل، کټ مټ (کارل مارکس) ته ورته و. دا دوه سمبولونه په افغانستان کي د دوو لویو سياسي  آيډيالوژيو د وحدت او تقاطع نقطه وه چي يو سوسياليزم او بل اخوانيزم دی. ده موږ ته دا درس راکاوه چي يو مجاهد رهبر چي د تحصيل کولو په جرم به يې د نجونو پر مخونو تېزاب ورشيندل، نن يې خپله لور ماډله ده او دی يې وياړ بولي او هغه برېتور کمونيست چي خلک به يې د (بي بي سي) راډيو د خبرونو اورېدلو په جرم وژل، نن غربي ډيموکراسۍ ته مست آتڼ کوي او په لندن کي خورا په خوند سوسيال خوري)).

د پېښي په اړه په سيمه کي يوه عيني شاهد راته وويل: ((زرغون شاه ملنګ يو لېونی و، نه يې خبري کولې، نه چا پېژانده او نه يې چا عبادت لیدلی و، هيڅوک نه پوهېدل چي دا سړی مسلمان او که کافر دی. څو کاله کېدل چي د خښتو په يوه کنډواله بټۍ کي اوسېده، خلکو به له زړه سوي څخه ډوډۍ ورکوله)).

دا جنجال هغه وخت راپيدا سو چي زرغون شاه ملنګ ناروغ او يوه خواخوږي سړي ډاکټر بشير زړه سواند ته بوت. په دې اړه ډاکټر بشير زړه سواند وايي: ((ما چي زرغون شاه ملنګ معاينه کړ، نو په سر او ږيره کي يې خورا ډېري دانې راختلي وې، د دې لپاره چي ښه درملنه يې وسي بايد ږيره، برېتونه او سر وېښتان مو يې ورخريلي وای، هغه و چي د دې کار لپاره مي نايي ته واستاوه، خو زرغون شاه ملنګ لا بيرته زما کلينيک ته نه و راستون سوی چي څو نفره سوټي په لاس کلينيک ته راغلل او زه يې وډبولم)).

په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي: ((د زرغون شاه ملنګ په وېښتانو کي داسي سپږي اوسېدلې چي په تاريخي اثارو کي ګڼل کېدې، دا سپږي بل ځای نه موندل کېږي او دا يې اخيری نسل و. ډاکټر بشير زړه سواند يو تاريخي اثر ضایع کړی دی، له همدې امله موږ له پولیسو څخه غوښتنه کوو چي ډاکټر بشير زړه سواند ژر تر ژره ونيسي او څارنوالۍ ته يې وسپاري)).

د راپورونو له مخي نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غوښتنه پولیسو د نايي پر دوکان چاپه وهلې ده. د پولیسو هدف دا و چي د زرغون شاه ملنګ خريلي وېښتان پيدا کړي، خو نايي تر چاپې مخکي خپل دوکان جارو کړی او د دوکان ټول خريلي وېښتان يې پر ډېران غورځولي ول.

تر دې اخ وډب وروسته ګڼ شمېر ولسي خلکو ته د خپل وجود د اضافي وېښتانو په اړه اندېښنې پيدا سوي دي. د سپين ګل په نوم يو شپون وايي: ((څو کاله کېږي چي تر نامه لاندي وېښتان مي د ډېر مصروفیت له امله نه دي خريلي او اوس سخت ځني په تکليف دی، خو ډارېږم چي خدای مه کړه داسي نه وي دا وېښتان هم د حکومت ملکيت وي)).

خو د زرغون شاه ملنګ پر سر راپورته سوی جنجال ناڅاپه هغه وخت ارام سو چي د امریکا د فرهنګي ميراثونو ادارې رئیس (مايکل سمپل) د افغانستان د ځينو سياسي مشرانو د جسدونو رانيولو اعلان وکړ. ښاغلي سمپل وويل: ((موږ دا جسدونه د دې لپاره رانيسو چي په مغزو کي يې د انسانانو د لومړي نسل حجرات تر اوسه پوري هم ژوندي پاته دي. دا سياسي مشران که څه هم په يوويشتمه پېړۍ کي اوسېدل، خو فکرونه يې کټ مټ لومړنيو انسانانو ته ورته ول، کېدای سي دا حجرات زموږ سره په څېړنو کي مرسته وکړي چي د لومړنیو انسانانو جسمي او ذهني جوړښت په دقيق ډول مطالعه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب