یکشنبه, جنوري 12, 2025
Home+ سل بهاره حسن او سل مننې| تاج وحدتیار

 سل بهاره حسن او سل مننې| تاج وحدتیار

د محصلۍ په وخت کې مې یو ځای لوستي و، چې نقاد محض د پنځګر شارح نه دی او نه هم د پنځونې سپړنه یوازې دده مسوولیت جوړیږي؛ بلکې نقاد به د فنپارې تل ته ځان رسوي. که د فنپارې په تل کې ده ته کومه مرغلره او یا عادي تیږه په لاس ورځي؛ راباسي به یې. وړاندې لیکل شوي و چې نقاد د پنځګر پر پنځونه هله ښه پوهېدی شي، چې د پنځګر د زړه پر حال پوه وي. دا خبرې مې لا پر زړه ناستې دي. نقاد د هر پنځګر شارح هم نه دی، مانا هر پنځګر خپل نقاد مومي او دا نقاد داسې کس وي چې د پنځګر له اروا سره یې اروا ګډه وي او دروني تمایل ورته لري. مانا دده له روان سره به رواني او درون سره دروني همغږي لري، هله نقاد د پنځګر د پنځونو روح ته ځان رسولی شي. مانا نقاد په دغه ځانګړي هنرمند کې ځان حلول(دا اصطلاح تر بحث لاندې کتاب کې لیکوال ډېره راوړې.) کړي.

له دې بحثه په ډاډه زړه ویلي شو، ډاکټر احسان الله درمل هغه نقاد دی چې د مرحوم پسرلي د شاعرۍ عمق ته یې ځان رسولی. موږ به د شاعر پر هغې شاهدۍ هم سر نه ګرځوو چې نقاد ته یې په یوه مجلس کې ویلي چې تا اوس زما د شاعرۍ روح ته ځان رسولی. تاسو د درمل دا کتاب پر بل مخ واړوئ، هلته(د شاعر په خپل قلم تر ټولو وروستۍ قطعه، چې د هغه تر وفات څو ورځې وړاندې لیکل شوې ده.) وینئ. دا هم قطعه او بحث به غځوو:

تللیو بهارونو ته ورغږ کړئ عزیزانو

چې بیا مې په خوښیو په خوندونو کې ور پټ کړي

په ګور مې د دوعا لپاره وخوځوه شونډې

چې مخ د سپېره قبر مې ګلونو کې ورپټ کړي

اوس د کتاب پوره سل مخه واړوئ او (۱۰۱) صفحه ولولئ: (( دا د استاد پسرلۍ تر ټولو وروستۍ نوا او تر ټولو وروستی شاعرانه وصیت دی، چې ښایي د ناروغۍ په بستر باندې یې لیکلی وي. دلیل دا دی چې بیتونه په رېږدېدلي لاس لیکل شوي دي. د خط د لیکلو له طرزه د لیکونکي د رپانده لاس او کمزوری وجود تصور کولای شو. په درېیمه مسره کې تصادفا د (دوعا) د کلمې د لیکلو په مهال قلم خوځېدلی او دا کلمه یې د رپاندو شونډو غوندې رپانده لیکلې ده.)) بیا هم، (( د خط د لیکلو له طرزه د لیکونکي د رپانده لاس او کمزوري وجود تصور کولای شو)) دا موږ نه، همدا نقاد یې کولی شي؛ ځکه دی د شاعر پر اروا او روح پوه دی. آن شپږم حس یې د شاعر رېږنده لاس هم حس کړی. ته به وا نقاد پټه کامره ده چې د کوټې له بر کونجه یې څاري او د شاعر د لاس د لړزې صحنه یې عکاسي کړې.

پر دې به هم اکتفا نه کوو، راځئ د کتاب (۴۱۸)مه پاڼه پرانیزو. د پاڼې په سر کې دا بیت لیکل شوی:

د پامیر وګړي خوب کوي په ناسته

بې تکلیفه په رفعت کې آرام نه وي

ددې بیت په ګډون د کتاب د بحثونو اړوندو ټولو بیتونو ته تم شوی یم او هڅه مې کوله چې تنبل ذهن مې کتاب کې راغلې پښتو او پارسي شاعري ته مانا پیدا کړي. دې بیت ته هم لاسي لږ تم شوم او پر مغزو مې زور راوست. د پامیر وګړي ولې پر ناسته خوب کوي؟ اړ شوم چې د نقاد شرحه ووینم. راځئ د نقاد تبصره ولولو: (( په لوړو ارتفاعاتو کې اکسیجن کم وي. که څوک په دوامداره توګه په لوړو غرونو کې اوسي، نو د اکسیجن د کموالي له امله یې وینه غلیظیږي چې په طبابت کې یې د وینو مزمنه ناروغي بولي. دغه غلیظه وینه د سږو په شریانونو کې فشار لوړوي او دا لوړشوی فشار د وخت په تېرېدو سره د زړه ښی اړخ له کاره غورځوي. دا ناروغان په ملاسته خوب نه شي کولی، د ساه بندۍ احساس یې له خوبه راوېښوي. دې ناروغانو ته ډاکټران توصیه کوي، چې باید بالښت یې جګ وي او په اصطلاح په ناسته خوب وکړي.)) له مرحوم شاعره آن د پامیر د خلکو دا ناروغي هم بې شعره نه ده پاتې شوې او که نقاد ډاکټر هم نه وای، دا بیت یې تبصرولی شوی؛ ځکه نقاد د شاعر روان ته لاره موندلې. ددې بیت لنډه مانا دا چې لوړ مقامونه همېشه ارام او راحت له ځان سره نه راوړي. له رفعت سره که راحت خامخا تړلی وای، د پامیر د اوسېدونکیو به په ملاسته خوب کولای او شپې به یې په ناسته نه سبا کولای.

یوې بلې بېلګې ته په (۲۸۴)یمې پاڼه کې تمیږو:

د څوارلسۍ د مخ تصویر په اباسین کې اوښت

ما چې وې دا په چراشپه کې له ایلاغه راځي

ددې بیت شرحه که رانقلوو، بحث بیخي اوږدیږي. تاسو کولی شئ د نقاد د بیت دا شرحه وګورئ او دې بیت کې له شته فرهنګي قرینو، شرحو او د چراشپې بېلې بېلې فرهنګي ماناوې هم د نقاد کتاب کې وګورئ. ددې بیت پر شرحې به داسې فکر وکړئ لکه نقاد او شاعر چې سره همزولي وي او یا په یوه وطن کې پاتې شوي.

له دې پرته، نقاد د مرحوم شاعر ډېر دقیق او سترګور لوستونکی ښکاري. تاسو به هله ګوته په غاښ کړي چې آن د شاعر د تشبیه وییکي یې هم پسې ګڼلي، چې (ماسکه ویل)، (وړه) او نورې یې په ټوله شاعرۍ کې څو ځلې تکرار شوي. نقاد لیکي چې د استاد پسرلي په ټوله شاعرۍ کې (لکه) ۱۰۲۲ ځلې، ۴۳۳ ځله (غوندې)، ۲۷ ځله (په شان) او ۲۳ ځله (په څېر) راغلی.

نقاد د شاعر له لهجوي ژبې سره دومره اشنا دی چې یو ځای یې د شاعر په شاعرۍ کې (یادې) او (وختې) کلمو ته فکر شوی او لیکي چې یادې او وختې اصلا یادونه او وختونه دي چې شاعر یې په خپله مورنۍ لهجه کې هغسې جمع کوي.

 په (۴۳۸مه) پاڼه کې د کاظم شیدا د دېوان او د پسرلي صاحب (د نۍ کوڅې) لومړۍ ۳۰-۳۰ غزلونه سره په تقابل کې ږدي او دې پایلې ته رسیږي چې دواړو شاعرانو په ۳۰-۳۰ غزلو کې ۱۶۸- ۱۶۸ استعارې لري.

دی آن د پسرلي صاحب سربېره د نورو شاعرانو شاعري ته هم بیخي ډېر ځیر دی. د حمزه بابا په شاعرۍ کې یې د ترکیب ډول ته پام شوی. نقاد لیکي چې حمزه بابا د پارسي غوندې جوړ ترکیبونه کاروي. یوازې د نکرې پر ځای دال ور واچوي.

یو بیت یې:

حمزه هر څو که ایینه د لطافت وي غزل

ستا به جوهر د سخن دا وي چې ساده کړې ژبه

ددې بیت لوست سړی یقیني کوي چې حمزه بابا د پارسي د نکرې پر ځای دال راوړي. ایینهِ لطافت/ ایینه د لطافت او جوهرِسخن/ جوهرد سخن.

نقاد آن د غزلبڼ محسوس او نامحسوس/انتزاعي کلمې، لهجوي کلمې او د خزندو او مرغانو ډولونه او ورسره فرهنګي قرینو باندې هم پوره اګاه دی.

دې کتاب کې که پر هندي سبک بحث کیږي او د ایراني نقادانو تیوریک بحثونه راوړي، نو یوازې پر نقل قولونو بسنه نه کوي؛ آن د ناسمو خبرو پر وړاندې یې دریږي. دا بحث د هغوی ګومان لا پسې اخلي او پڅوي چې د نقاد بل کتاب(شعرستان) یې د ایراني نقادانو تر سیوري لاندې کښلی بللی و. د (۱۲۸)مې صفحې په لمنلیک کې نقاد د ایراني نقادونو له تعصبه پرده پورته کړې. دی لیکي چې دوکتور کدکني سره له دومره ادبي نبوغه د بابافغاني نوم نه اخلي او نه یې د هندي سبک په بنسټګرانو کې بولي. دی کدکني تورنوي چې نوموړی د بابافغاني پر ځای دا امتیاز د بابا فغاني مقلدینواو پلیونو ته ورکوي. همدارنګه یې د صائب د دېوان له یوه مهتممه پرده پورته کړې چې په خپله مقدمه کې د هندي سبک ځلونه کې د بابافغاني له نقشه منکر دی. د نقاد په وینا، چې د ایراني منتقدینو په زړه دا خبره نه اواریږي چې هندي سبک دې له هراته اوبېدلی وي. دوی آن هندي سبک په اصفهاني او یا صفوي سبک نوموي. د نقاد خبره: (( د ګڼو تاریخي شواهدو او د ادبي مورخانو له توافقه چې کومه پایله لاس ته راځي، هغه دا ده چې هندي سبک زېږدېدلی په هرات کې دی او موجد یې بابافغاني دی.

یو بل ځای مضمون آفرینۍ په تړاو د شعر العجم د لیکوال شبلي نعماني رایه ناسمه ګڼي.

یوځای لیکي چې د شاعر ځینې کلمې په لوړ فرېکانس او بیا بیا تکراري شکل(موتیف) راغلي. خو دا هر موتیف چې بیا تکرار شوی، یو نوی((مضمون مشعل)) یې په لاس کې وي او ددې مشعل په رڼا کې موږ ته نوې معناوې راښکاري. نقاد خپله د ((مضمون مشعل)) ترکیب هم د شیدا له یوه بیته اخلي. دی د مضمون په تړاو زموږه زړه پوهه هم راننګوي. نقاد زیاتوي چې د هندي سبک په ټرمنالوژي کې مضون د محتوا، پیغام او فکر په مانا نه دی. دی وړاندې د شیدا د مشهورې څلوریزې (مضمون د شعر لکه پیکر وي) تر شننې لاندې لیکي چې دلته مضمون قدعن د متحوا او مفهوم په مانا نه دی راغلی؛ بلکې د ټولو هندي سبک شاعرانو په شاعرۍ کې مضمون بل څیز ته وایي. نقاد مضمون یوه فني اصطلاح بولي او په (۲۱۸) ام مخ کې لیکي: (( په هندي سبک کې مضمون نه محتوا ده او نه پیام، بلکې د نویو معناوو د ایجاد یوه پېچلې پروسه ده، چې په سختۍ پیدا کیږي او په زړه چاودون تړل کیږي. له محتوا او پیغام سره د تازه مضمون توپیر دا دی، چې لومړي دوه قراردادي او پخواني وي، خو وروستی نوی، تخیلي او فردي وي.)) دا بحث لا ډېر اوږد دی او نقاد سره له دې چې لږ ښه مفصل بحث پرې کړی، خو بیا یې هم د طوالت له وجې مضمون سکونډلی.

نقاد د شاعر له زوکړې، تر ځوانۍ، بیا تر زړښت و مرګه په خوند بحث کړی او سړي ته شاعر لا درنوي. دا یقیني ده چې چاپېریال د پنځګر د پنځونې پر طبع سل سلنه اغېزه لرلی شي او پسرلی

چې پسرلی شوی هم، له دریو لویو جغرافیو سره یې تړلتیا او بلدېدنه ده. بله دا چې د شاعر ګرځنده خاصیت نوموړي ته ډېر مفاهیم په لاس ورکړي او آن د پامیر د خلکو د خوب له شېوې یې هم خبر کړی.

دې کتاب کې دویم لوی مبحث د هندي سبک دی چې بیخي مفصل بحث دی. دا بحث به لویو لوستونکو ته ګټور، خو زما په تصور د ادبیاتو امارتورو ته به یو څه ستومانونکی وي. هغوی ته به لا ډېر ګنګسونکی وي چې د هندي سبک پر ورشو ورګډ نه وي او یا هم حداقل پر پارسۍ عبور نه لري. د کتاب دویم دا لوی مبحث سړي ته کله کله هغه غر ښکاري چې تر شاه یې نالیدلی ښار وي او لوستونکی سرکوزی پر غره بره ورخېژي، تر څو ددې ښار ننداره وکړي. بل خوا، همدا مبحث ډېرو لوستو او له هندي سبک سره بلدو ته ستړی‌کوونکی او تکراري هم دی. د دوی تندی به هله تریویږي چې یو ارت بڼ وي، خو بڼوال ددې بڼ د هغې ونې د لیدو تلوسه ورکړي وي چې تماشګیر یې له کلونو کلونو د لیدو په تمه دی. خو ددې پر ځای چې باغوان دغه تنده‌غری له لاسه ونیسي او سیده یې د همدې ونې پر دیدن موړ کړي، راځي د باغ کچ و مېچ ورته اخلي. کله یې پر دېوالونو راګرځوي، کله ددې باغ د خاورې نوعیت ورته بیانوي او کله بل بل. په داسې حال کې چې همدا ونه چې دی یې د لیدو تندې پسې اخیستی، هم تلوسه لري چې عاشق یې په دیدن خړوب شي.

نقاد یوځای د شاعر پر ژبه او د شعر پر اهنګ غږیږي. د نقاد ټینګار دا دی چې د شاعر د شاعري لوستنه سخته او ستومانونکي نه ده؛ بلکې دا د کلمو لهجوي وینګ دی چې د شاعر د شاعرۍ ژبه یې سخته کړې ده. خو ما ته زړه وایي چې دا خبره پر ځای ده، خو یوه بله خبره هم شته. زه فکر نه کوم چې د استاد د ماماخېلو/ خروټو لهجو دومره پېچلې وي، چې ټول یې په لوستو کې پاتې راشي. سره له دې چې نقاد د شاعر ځینې کلمې شرحه کړي هم دي. مثلا خپله د شاعر تخلص چې ځای نیم دوه او ځای ځای درې څپې دی. یا لکه د خیال کلمه چې ځای ځای یې د (خ) په فتحې سره لولي او دوې څپې جوړوي. دا به ورسره ومنو خو ایا د شاعر خېلخانه د مرحوم د شاعرۍ په لوستنه کې نه تکلیفیږي؟ ایا د استاد ماماخېل دا شاعري بې تکلفه لوستی شي؟

زه له نقاد سره تر یوه ځایه همغږی یم، خو دا نه شم منلی چې د استاد د شاعرۍ سختوالی د نوموړي د لهجې د وینګ دومره تفاوتوالی وي چې موږ ټول پکې پاتې راځو.

دا موضوع زما ذهن ته دوې خبرې دروي:

لومړی؛ ما ته شک رالوېږي چې شاعر خو به د خوشحال خټک غوندې د پښتو د بحرونو په موندنې پسې مښود ته نه وي اړشوی؟( پښتو ژبه ده مشکله، ددې بحر مونده نه شي/
هم مالره يو څو بحره، په ډېر مښود راغلي) دا منم چې د لسیزو لسیزو دا باتجربه شاعر پر ژبې لاسبری دی، خو شاعر به لاسي/شعوري د عربي یا پارسي عروضو ته نه وي اړ شوی؟ ایا شاعر ته به د دوکتور زیار دا ( پښتو پوېټېکس او فونوټېکس نوک و ورۍ دي.)) مرغلره رسېدلي وي؟ زیار صاحب وایي چې د پښتو شعرپوهه غږپوهنې ته اړه ده. مانا د پښتو عروضي نظام سېلابوتونیک دی. یعنې د پښتو عروض پر خج و څپې ولاړ دي. خج پکې بنسټیز او څپه یې مازې مرستندوی توک دی.

 دویم؛ ما پخوا ویلي و چې فکري شاعري ډېره روانه او سلیسه نه وي. دا که د مرحوم پسرلي شاعري وي او یا د بل شاعر. ځکه په فکري شاعرۍ کې ته د پدیدو اوډون ته اړ یې او لا شېبه په شېبه دې لاس تنګیږي؛ خو برعکس په عاطفي شاعرۍ(فکري او عاطفي شاعري د شعر کوم ډولونه نه دي، یوازې دومره چې عاطفي شاعرۍ کې د عاطفې عنصر پر نورو عناصرو برلاسی او پررنګه وي او فکري کې فکر.) کې پدیدې(حسي او انتزاعي)  تیارې موم شوې په لاس درځي. دا مفاهیم ستا عاطفې دومره موم کړي او ویلي کړي وي چې تیار یې قالب ته ځان جوړ کړی وي. راځئ د خپلې خبرې د زبات لپاره یوه بېلګه وړاندې کړو:

د ارواښاد صابر(وریځې راوله، باران راوله) د جلان(عمر دې ډېر دی همدا اوس مې یادولې راغلې)، د ارواښاد اعظم(باد شومه د عشق د ګړنګو په سرونو)، د غمخور(ډېر یې راته ګران خو اوس دا ستا لیدل ګران شوي دي) او نورې په لسهاوو د عاطفي اشعارو بېلګې که وګورئ نو په تلفظ کې به یې ذره ټکنتیا ونه وینئ. آن تا مجبوروي هم نه چې ویې لولې، پر تا ځان لولي او لحنونه یې دومره نرم وي چې ځان په زوره سروتال کې اچول غواړي. په باور سره وایم چې دا بیتونه د آمد دي او که یې له شاعرانو پوښتنه وشي یو ستر درد او یاس یې تر شا شته. مانا عاطفه یې رڼه او صادقه ده. برعکس د استاد همغه د شامقصودۍ تسپو والا مشهور بیت به راواخلو. دا جوته ده چې دا بیت له عاطفې تش دی. مانا شاعر شامقصودۍ تسپې لیدلي او بیا د لړم لکۍ وریاده شوې. دا بیت له نورو ډېرو لږ ډېر اسان لوستل کیږي؛ خو د پورته بیتونو او غزلو پر وړاندې چې ما یې ذکر وکړ، په کراتو کراتو سخت دی. ددې بحث خلاصه دا، هغه شاعري چې د عاطفي بار یې زیات وي، لوست او اهنګ یې هم پاسته او بې تکلفه وي.

بله موضوع د شخصې مشاهدې دی. نقاد سره له دې چې شاعر سره ډېر پاتې شوی او دا هم مني چې که په یوه مکتب کې سره له دې چې ګڼ لارویان راټول وي خو د دوی د فکروتخیل لارې جلا وي. دا اصلا شخصي مشاهدې دي چې شاعر له شاعره جلا کوي. نقاد ښایي له شاعر سره په ناسته پاسته کې پر دې موضوع بحثونه کړي وي او زه هم د کتاب تر پایه ډېر منتظر وم چې د شاعر ددې لویې شاعرۍ راز ومومم. زما موخه دا ده چې شاعر دې سترو کایناتو ته په کومو سترګو کتلي؟ کتاب کې ځای ځای ددې شخصي تجربې په تړاو بحث شته. خو زه وایم دا د شاعر کوم امتیاز دی چې د کایناتو وړه او لویه ذره او هره ساینسي، اجتماعي او فلسفي موضوع شعر کولی شي؟ زه د شاعر پر ځانګړې لیدتوګه باندې خبره کوم. شاه مقصودۍ تسپې شاید ډېرو کسانو ښکته پورته کړي وي، ښایي شاعرانو هم پرې ذکرونه کړي وي، خو هغوی یې ولې په تړاو شعر نه لري؟ پر اور سپور د پسه سر به ډېرو شاعرانو کتلی وي، خو ولې له حمیدبابا پرته چا شعر نه کړ؟ د ایلم غر به ګڼو پښتنو شاعرانو لیدلی وي، خو ولې یوازې پرې ارواښاد سمندر شاهکار نظم(د ایلم پر څوکه ناست یم/ زه له ټول جهان نه بره) ولیکه؟ پر اندلس به زرګونه مسلمان شاعر تېر شوي وي، خو ولې دا سیمه یوازې د اقبال اوښکې تویوي او د مسلمانانو د تېر عظمت ناسټالجیک درد ورکوي او همدا کتنه(طارق چو بر کناررهٔ اندلس سفینه سوخت) ورباندې شعر کیږي؟ نه پوهېږم چې زه ولې په دې تړاو زړه کې له ډېره وخته غوټې خبرې نه شم سپړلی او یا نه یې د قلم ژبې ته سپاری شم؟

د استاد په شاعرۍ(خصوصا د نوموړي په څلوریزو کې) د ستورو په تړاو سلګونه بیتونه وینو او ددې برخې د ملګرو په اصطلاح خیالي برداشتونه یې ساینسي او سم خیژي(استاد چې د طبیعت په اړه غږیږي ډېر شیان یې اوسنی ساینس ورسره مني. مثلا، د سپوږمې لوړې ژورې، پورته ختو کې د هوا سوړوالی او…)؛ خو نقاد نه راته وایي چې استاد خو نجوم او ستورپېژندنه نه وه لوستې؟ دې برخه کې یې برداشتونه خپل دي او که یې چا ته د شاګردۍ ګونډې ماتې کړې وې؟ البته نقاد کتاب کې له استاد سره خپلې خاطرې لیکلي، چې دا برخه ورسره مجلسونو کې یاده شوې نه ده که څنګه؟

نقاد په ټول کتاب کې د سهل ممتنع خبره نه کوي. نه پوهېږم دا ورته له موډه لوېدلی او که ناهنري بدیعي صنعت ښکاري. ما به ډېر ځایه اورېدل چې نقاد(ډاکټر درمل) د شاعر(مرحوم پسرلي) یوازینی شارح دی. خدای حاضر دی چې ما د استاد شاعري دومره ژوره نه بلله. اوس ورو ورو ځان راته ملامته ښکاري او پر دې پورته صنعت مې باور زیاتوي. مانا د استاد پسرلي مضمونونه رښتیا هم د سطور مارانو پټ ساتلي دي. ښایي زما په ګډون ډېرو استاد پسرلی لوستی وي او د استاد د شاعرۍ ډېرو محسوسو کلمو یې د ماناوو عمق ته نه وي پرېښی او نه ښایي دوی پسې سر ګرځولی وي. د استاد شاعري رښتیا هم په ظاهره د الفاظو له نګاه ساده او حسېدونکې ښکاري، خو مانا یې د ځمکې په ژورو کې ده.

د پایلې په توګه یې وایو چې نقاد ددې کتاب په لیکلو نه یوازې د مرحوم شاعر پر کورنۍ احسان کړی؛ بلکې ټول پښتانه به یې ددې ستر کار منندوی او احسانمند وي. د نقاد دا ستر کار کولی شي چې د ګڼو محققینو سترګې وسپخوي او د خپلو څېړنو د رڼولو په پار ددې څراغ له رڼا کار واخلي.

وړاندیزونه

۱)د استاد د شاعري په مټ پښتو کې د تطبیقي ادبیاتو ساحه پراخولی شو.(دا برخه ډېره خواره هم ده.)

۲) د استاد له اثارو د لهجوي کلماتو ټولونه، شننه، پرتلنه.

۳) پر استاد سبکپوهنیز بحثونه زیاتول.

۴) د نقاد په قول، د استاد غزلبڼ د زرګونو تشبیهاتو کوربه دی. پر بلاغي برخو یې جلا جلا څېړنې.

۵) په غږیزه بڼه د استاد د شاعرۍ ثبتونه او ساتنه.(البته دا کار په خپله ډاکټر صاحب درمل کولی شي. که عزم ومهالوېش ولري، باوري یو چې ددې چار له توغه هم وتلی شي.)

۶) البته دا وړاندیز به شخصي وي، چې دوې یا دریو کلمو کې مې ټایپي تېروتنې وموندې، که بیاځلې چاپ کې یې اصلاح وشي. (دا زما مرض دی چې شعوري کتاب لولم او ناشعوري د کتاب ایډېټ کوم.)

د (۳۲۰) مې صحفې د شپږمې کرښې پینځمه کلمه ناروغ په (ناورغ) لیکل شوې. د (۴۴۶) مې پاڼې په اول بیت کې کرۍ شپه په (کړۍ شپه) لیکل شوې او یوځای(بېلابېل) کلمه کې یو الف زیات دی، چې بدبختانه د صفحې ګڼه یې رانه هېره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب