یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهبلاروس سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا د طالبانو خبرې او د...

بلاروس سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا د طالبانو خبرې او د ترکیې مرسته

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د طالبانو د حکومت ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د بلاروس د صنعت وزارت مرستیال کازینتاسو اندرو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې طالبانو له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د سوداګرۍ بیلانس پر تعادل هم ټینګار وکړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا؛ په دې لیدنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره، د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو کنفرانسونو او غونډو پر جوړولو هوکړه وشوه.

بل لورته په ‏کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د “نیکي هرات” په نوم د دې هېواد ۲۱مه بشري مرستندویه جوپه هرات ته رسېدلې ده.

د یاد سفارت په وینا؛ دې جوپه کې ۷۲۴ ټنه بشري مرستې ځای پرځای شوې، چې درمل، خوراکي توکي او نور اړین وسایل پکې شامل دي.

دغه مرستې د افغان سرې میاشتې ټولنې په مرسته افغان لوري ته سپارل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب