جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره نن ۱۶میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره نن ۱۶میلیونه ډالر لیلاموي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي نن یکشنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.

یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

سرچینې ویلي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي تر څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک زیاته کړې، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د طالبانو یاده اداره داسې مهال د ډالرو د لیلام خبر ورکوي، چې بلومبرګ څو ورځې وړاندې راپور خپور و، چې افغانۍ د نړۍ درېیو باثباته اسعارو لېست کې راغلې ده او یاد بانک هڅه کوي د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...