یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهپه پاکستان کې تیر کال ۴۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل...

په پاکستان کې تیر کال ۴۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل شوي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۳ مه) د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي چې تېر کال په دغه هیواد کې نژدې ۴۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل شوي دي.

دغه کمیسیون پرون (شنبه) په یوه راپور کې وویل چې په ۲۰۲۴ م کال کې په پنحاب ایالت کې تر ټولو ډېرې ښځې د غیرت په نوم چې ځینې یې ناموسي قتلونه بولي، وژل شوي دي.

په پنجاب کې ۱۶۸، په سند ایالت کې ۱۵۱، په خیبرپښتونخوا کې ۵۲ او په بلوچستان کې ۱۹ پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون په راپور کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په دغه هیواد کې پر یوزرو ۹۶۹ ښځو جنسي تېري شوي او پر ۳۰۰ نورو تشدد شوی دی.

دا راپور همداراز وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې ۳۰ ښځې سوځول شوي او پر ۴۳ نورو تېزاب شیندل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د راپور په دوام کې راغلي چې تېر کال په دغه هیواد کې پر ۱۱ نجونو په زور مذهب بدل کړل شوی او ۹۸۰ ښځې په نورو پېښو کې وژل شوي دي.

په ۲۰۲۳ م کال په پاکستان کې د غیرت په نوم ۴۷۰ ښځې وژل شوې وې.

د پاکستان د بشري حقونو د څار سازمان د دغه هیواد د بشري حقونو د کمیسیون پرتله د ناموسي قتلونو شمېر خورا زیات ښيي. د دې سازمان د راپور به مخې، په پاکستان کې هر کال ۱۰۰۰ ښځې د غیرت په نوم وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب