تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۲۳ مه) د مسلمانانو د نړیوالې اتحادیې سرمنشي او د مسلمانو علماوو د سازمان رييس محمد العیسي په پاکستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) غونډې ته په وینا کې د نجونو د زده کړو مخنیوی وغانده او هغه یې غیرعادلانه او د اسلامي تعلیماتو خلاف وباله.
هغه په غیر مستقیم ډول د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغه څه چې حلال دي، حرام ګرځول یې کبیره ګناه ده.»
العیسي په غیر مستقیم ډول پر طالبانو غږ وکړ چې پر اسلام د محدودیتونو پالیسۍ ونه تپي او ټینګار یې وکړ چې اسلام د ښځو او نجونو د زده کړو حق په کلکه تاییدوي.
هغه وویل: «ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول، که جزوي وي یا په بشپړه توګه، او دا عمل له اسلامي شریعت سره تړل، په بشپړ ډول ناسم دی.»
نوموړي حکومتونو او سازمانونو ته خبرداری ورکړ چې د ناعادلانه پالیسیو د توجیه لپاره له دین څخه ناسمه استفاده ونه کړي
په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د اسلامي همکارۍ سازمان په بلنه په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه دوه ورځینی کنفرانس پرون د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په وینا پرانیستل شو او نن هم دوام لري.
دې غونډې ته د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۱۵۰ استازي بلل شوي چې هدف يې په دې ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو د لیري کېدو د لارې پیژندل دي.