یکشنبه, جنوري 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو ستر پېرېدونکی وو

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې د اوړو ستر پېرېدونکی وو

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۳مه) رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د روسیې د کرنیزو صادراتو ادارې په حواله ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د روسیې د اوړو تر ټولو ستر پېرودونکی و.

د سرچینې په راپور کې راغلي، چې افغانستان تېر کال له روسیې نه د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه پېرلي دي.

د سرچینې د راپور پر اساس دغه شمېره د ۲۰۲۳ کال په پرتله دوه برابره زیات دی.

په ۲۰۲۴ کال کې روسیې ټولټال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

سرچینه وایي، چې تر افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور ستر پېرودونکي هېوادونه دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د وګړو لومړنۍ اړتیاوې یې ډېره برخه له بهرنیو هېوادونو واردېږي.

کرنیز پوهان وایي که خاکم نظامونه له فساد پرته په صادقانه ډول په کور دننه کار وکړي نو ژر به په کرنیزه برخه کې بل هېڅ هېواد ته د لاسنیوي لپاره اړ نشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب