یکشنبه, جنوري 12, 2025
Home+اسید فلز اوبه کوي خو معده مو ولې نه ژوبلوي؟

اسید فلز اوبه کوي خو معده مو ولې نه ژوبلوي؟

تاند – د معدې اسید د فلزاتو د حلولو توان لري، خو دا څنګه ده چې د خپلې معدې نسج ته زیان نه رسوي؟

زموږ معده د هایدروکلوریک اسید لري، دا اسید داسي قوي کیمیاوي ترکیب دی چې ځینې فلزات حلولی شي. د بدن په نورو برخو کې د دې اسید موجودیت د جدي ستونزې نښه بلل کېږي.

د دې اسید هدف دا دی چې د خوراکي توکو د هضم لپاره د هاضمي د انزایمونو د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي او باکتریاوې له منځه یوسي. خو له دې تخریبي ځواک سره سره، ولې زموږ خپله معده د دې اسید له تخریبه خوندي پاتې کېږي؟

ځواب د “مخاط” (موکوس) په نوم په یوې سرښناکې او جېل وزمه مادې کې دی، چې د بدن غدې یې تولیدوي.

دغه ماده په بدن کې مهمې دندې لري او په عمده توګه د میکروبونو، او کیمیاوي موادو د زیان پر وړاندې د حساسو نسجونو د ساتنې لپاره ډیزاین شوې ده. د دې مخاط لویه اندازه، معده د اسید له زیانونو ساتي.

دا مخاط د “موکین” په نوم له عناصرو څخه جوړ شوی دی، چې د معدې چاپېریال نرم، ښویه او د هضم په وړاندې پیاوړی کوي. موکینونه یو له بل سره ترکیب کېږي او په معده کې دوه ډوله مخاط جوړوي: یو یې د یوه پنډ او سرښناک قشر د جوړولو لپاره، چې د معدې له دیوال سره نښلي، او بل یې د یوه آزاد، جیل‌وزمه قشر لپاره، چې په ازاده توګه حرکت کوي.

د معدې اسید که چیرته فرصت ومومي، د بدن نسجونه هضمولی شي. خو له ښه مرغه، دا اسید د جدار (دېوال) د هغو حجرو له خوا کنټرولېږي چې د معدې په مخاطي ګونځو کې شته او اسید نه شي کولی بهر ته لار پیدا کړي.

کله چې اسید ترشح کېږي، د معدې دننه چاپېریال خورا اسیدی کېږي. دغه اسید د معدې له نورو ترشحاتو سره ګډېږي او په پایله کې د اسید تیزوالی کمېږي. د معدې د دیوال مخاط د فزیکي مانع په توګه عمل کوي او اسید له دیوال څخه لرې ساتي. برسېره پر دې، د دیوال مخاط بیکاربونټ لري، چې د اسید د خنثی کولو وړتیا لري.

ښايي ډېر خلک د بیکاربونټ له نوم سره بلد وي، ځکه چې د معدې د سوي (تېزابیت) د درملنې ډېری درمل بیکاربونټ لري، چې د معدې د اسیدو په کمولو کې اغېز لري. په دې فکر کول به حیرانوونکی وي چې داسې پرمختللې جیل‌وزمه ماده د معدې د اسید په وړاندې ساتنه کوي.

په هر حال، ځینې پارازیتونه او باکتریاوې کولی شي زموږ د مخاطي ساتونکي خنډ کمزوری کړي. کله چې دا کار وشي، باکتریاوې د معدې په نسج کې نفوذ کولی شي او دا کار د معدې التهابات او ځینې ناروغۍ رامنځته کولی شي.

تر ټولو سخت زخمونه د داخلي خونریزۍ سبب کېدای شي، په ځانګړې ډول کله چې د وینې رګ په هغه ځای کې رامنځته شي. دا د معدې د زخم ناروغۍ یوه جدي ستونزه ده، چې بیړنی طبي حالت ګڼل کېږي.

د معدې د اسیدو د وتلو یو عام حالت د اسید ریفلکس دی. په دې حالت کې د معدې اسید د “لاندني سفنکتر” په نوم له لارې بېرته مرۍ ته ځي.

دغه لاره یا کانال د یوې دروازې په څیر عمل کوي، چې د خوړو د بېرته تلو مخه نیسي. خو ځینې عوامل لکه د الکولو او سګرټو استعمال، دغه دروازه او لار کمزوري کوي او د اسید د خپرېدو لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب