دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۳۰) / ورینه

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۳۰) / ورینه

وړاندې کوونکې: نعیمه غني 

راپور لیکونکې: ورینه 

نېټه : ۱۴۰۲/۹/۲۶ (۲۰۲۳/۱۲/۱۷)

د ګډون والو شمېر: ۱۷

ځای: انلاین  

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر ۳۰مې غونډه په خپل وخت پیل شو او دوه ساعته یې دوام وکړ. د غونډې اجنډا څو ورځې مخکې شریکه سوې وه او ټاکل سوې وه چې پر لاندې سوالونو به بحث کېږي:  

 په تېرو څو کلونو کې په پښتو کې د ښځینه ادبیاتو بهیر څه ډول ارزوئ؟ کومې لاسته راوړنې او خنډونه موجود و او یا لا هم دي؟ ښځینه لیدلوری څه دی؟ ایا زموږ په ادبیاتو کې سته؟ ولې مهمه ده چې ښځې ادبیات وپنځوي او ښځینه لیدلوری په ادبیاتو کې څومره ارزښتمن دی؟  

که څه هم د پلان له مخې غوڼده باید بل چا پر مخ وړې وای خو پر هغې ناوخته سوه، نو بهیروالو له اغلې نعیمې غني غوښتنه وکړه چې غونډه مدریت کړي. 

اغلې غني په پیل کې رفیقه جانې طاهري ته بلنه ورکړه چې د استاد محمد قسیم چمتو د وفات په مناسبت د دعا لپاره د قران شریف څو ایتونه تلاوت کړي. ډاکتر چمتو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد و. 

له دعا وروسته پر ښځینه لیدلوري ادبي بحث پیل شو. د دې لپاره چې دا بحث لا ګټور او واضح وي، د مثال لپاره د بهیر په ګروپ کې یوه کیسه شریکه سوې وه. 

د ډاکټرې شریفې شریف نظر دا و چې شریک سوی متن بشپړه کیسه نه وه او په لیدلوري کې یې تر ټولو لوی عیب دا و چې ښځینه کریکټره پکې غیر فعاله وه، په دې معنا چې د دې نظر او ذوق په کیسه کې واضح سوی نه و. 

د ډاکټرې شریف په باور، نرواکې ټولنې ښځو ته ځینې انځورونه ټاکلې دي او زموږ د اکثرو کیسو ستونزه دا ده چې کله ښځه انځوروي له سره همهغه کلیشه سوي انځورونه تکراروي. کیسه لیکوالو ته پکار ده چې فعاله ښځینه کریکټرونه وپنځوي.

ډاکټرې شریف د دغو سوالونو په ځواب کې چې، ولې ښځینه لیدلوری اهمیت لري او ایا نارینه ښځینه لیدلوری پنځولی سي؟ وویل؛ ځکه چې موږ باید د شته انځور پر وړاندې خپل انځور هم رامنځ ته کړو. که د ښځو لیدلوری زموږ په ادبیاتو که نه وي موږ به واقعي انځور پیدا نکړو.

د فرانسوي پر اثارو یوه څیړنه وه چې هلته یې د دوو نارینه او دوو ښځینه لیکوالو په اثارو کې لیدلوری مطالعه کړی و. د څیړنې نتیجه دا وه چې نارینه لیکوالو هم ډېر ښه ښځینه لیدلوری انځور کړی و. د اجمل پسرلي یوه کیسه ده چې د یوې مور، زوی وژل سوی وي دا یې قبر ته ناسته وي هلته یوه حشره وژني او وروسته پرې پښېمانه وي. داسې احساس کوي لکه قتل چې یې کړی وي. د یادې کیسې لیدلوری ښځینه دی. 

اغلې هیله پسرلی په خپلو خبرو کې لاندې ټکو ته اشاره وکړه: 

  • دا کاملا طبیعي خبره ده چې زموږ په ادبیاتو کې دې ښځینه لیدلوری کم وي ځکه چې اکثره لیکولان نارینه دي، د چاپ بازار او اختیار د دوی په لاس کې دی. د دې معنا دا هم نه ده چې ښځینه لیدلوری زموږ په ادبیاتو کې هېڅ نشته یو عالي مثال یې د ډاکټرې شریفې شریف کیسې دي. په کومو اثارو کې چې ښځینه لیدلوری شته او مثبت دی هغه باید بیا بیا یاد کړو. 
  • په کیسه کې د ښځینه کریکټر شتون د ښځینه لیدلوري په معنا نه ده. د یوه داستان اصلي کریکټره ممکن یوه ښځه وي خو ښځینه لیدلوری به یې پیکه وي. 
  • د ښځینه لیدلوري پر بحث ځکه هم تاکيد پکار دی چې زموږ اکثره مطلق پنځول سوي ادبیات د نارینه و له خوا دي که موږ د ښځینه لیدلوري بحث نه کوو ډېر امکان لري چې یوه ځوانه شاعره یا لیکواله د پخوانو په پل پل کېږدي، د نارینه و لخوا د پنځول سوي تخیل تر اثر لاندې راسي او د دې ښځینه تخیل هغسې وده ونکړي لکه په لنډیو کې چې یې وینو. 
  • ښځینه لیدلوی په دې معنا نه ده چې ښځې به تل فرښتې یا مظلومې انځورو، ښځه لکه هر بل انسان ښه او بد دواړه لري او لکه هر بل انسان که مظلومه کېدای سي، ظالمه کېدای هم سي. 

 اغلې وږمې سبا عامر د شریکې سوې کیسې په هکله وویل چې دوی داسې احساس وکړ لکه د یوې کیسې خاکه چې لولي خو لازمه ده چې ځوانې کیسه لیکوالې پیدا او په بهیر کې شاملې کړو ترڅو په خپل استعداد بې باورې نه سي. 

اغلې عامر د خپل د لیکوالۍ د ژوند یوه ترخه تجربه شریکه کړه او هغه دا چې کله دوی داستان لیکل پیل کړل، نورې ځوانې کیسه لیکوالې هم په هغې وخت کې فعالې وې خو د زمان په تېرېدو چې هغو نجونو واده وکړ له واده وروسته ډېرو کمو یې بیا داستان ولیکه او ویې پاله. د ټولنې او د کورنۍ د غړېو له خوا محدودیتونه هم د دې سبب کېږي چې اکثره نجونې لیکوالي پرېږدي او چې کمې ښځې لیکل کوي طبعا چې زموږ په ادبیاتو کې به ښځینه لیدلوری هغومره پیاوړی او ډېر نه وي څومره چې باید وي. 

اغلې عامر زیاته کړه، د دې لپاره چې ښځینه لیکوالې ډېرې نه دي کله کله نارینه لیکوال کوښښ کوي چې ښځینه لیدلوری ولیکي. نارینه ښځینه احساسات د یوې ښځې په اندازه  نه سي درک کولی. ځوانو کیسه لیکوالو ته پکار ده چې د ښځینه لیدلوري ته پام وکړي او خپل احساسات پرته له سانسوره بیان کړي.

اغلې شفیقې خپلواک په خپلو خبرو کې لاندو ټکو ته اشاره وکړه: 

  •  په تېرو ۳۰ کلونو کې ډېرو ښځو کتابونه ولیکل، چاپ یې کړل، ژباړې یې وکړلې او کامیاب فرهنګي بهیرونه یې رامنځ ته کړل. (لکه میرمن بهیر، او د میرمن بهیر له خوا د مجلې نشر او د ویبپاڼې جوړېدل.) 
  • زموږ په ټولنه کې ښځه د ځان نه ده، د کورنۍ ده. د ځان صلاحیت نه لري، ډېر کله، ښځه ناموس ده او د کورنۍ عزت ده. او کله چې ته ادبیات لیکې دغه ټولې کړۍ درسره وي. زموږ په ټولنه کې یوه خطرناکه خبره دا ده چې ښځه د کلتور او دین ساتونکې بلل کېږي. 
  • د دې لپاره چې ښځینه لیدلوری ولیکو ځان باید وپېژنو له ما سره د شاعرۍ په ابتدا کې دریو شیانو ډېره مرسته وکړه او ډاډ یې راکړ؛ لنډۍ، د اجمل پسرلی یو کتاب چې د ښځینه عربو شاعرانو شعرونه یې ژباړلي ول او د فروغ فرخزاد شاعري. نویو لیکوالو ته زما مشوره دا ده چې نړیوال ادبیات دې ولولي، نورې ښځې دې ولولي. 

اغلې خپلواک د شاعرۍ د لومړیو کلنو تجربه شریکه کړه او ویې ویل: زه له فولکلور سره لویه سوې وم. کله چې کابل ته راغلو تاند ته مې خپل څو شعرونه ولېږل. ډېرو راته وویل چې ښځینه احساسات دې بیان کړې ول، معمولا زما د شاعري په هکله دا ویل کېږي خو د هغو لومړیو شعرونو په هکله هم ویل کېدل چې ښځینه احساسات پکې دي. دا تبصرې زما لپاره ډېرې جالبې وې ځکه ما ویل، زه ښځه یم نو چې ښځینه احساسات ونه لیکم څه شی ولیکم؟ 

یو بل چا راته ویل چې بې باکه شاعري مه کوه دا به دې شخصیت ته تاوان ورسوي. متاسفانه ډېر کله  هغه کسان چې دا ادعا کوي چې د ښخو غږ ته احترام لري خو چې نجلۍ کوښښ وکړي خپل غږ بیان کړي هم دوی یې بیا مخې ته درېږي او سپارښتنې ورکوي. 

اغلې امنې عزیزي وويل: زموږ د کیسو عیب دا دی چې ښځینه کریکټرونه یې مصنوعي غوندې وي. زموږ کیسې که له بې معیاره او مصنوعي جوړښټونو راووځي ډېر به ښه شي. ښځینه لیدلوری په ښځینه احساساتو پورې اړه لري نو طبیعي ده که نارینه ښځې بیانوي مصنوعي به وي. 

د اغلې ځلا نور نظر دا و چې: زموږ فلکلور تر ډېر حده د ښځو کار دی یعنې ښځینه ادبیات ډېر مخته او وړاندې دي. په ادبیاتو کې هم د ښځو فکر الوت ته نه دی پرېښودل سوی. له دې ځنځیرونو باید بهر سو. خپل احساس او لیدلوری پرته له نارینه اغیزې بیان کړو. پر موږ چې څه تېرېږي او موږ چې څنګه جهان ته ګورور نارینه یې نه سي درک کولی. 

اغلې پاکیزې ارزو وویل: په ۲۰۱۴ کال کې چې زما د پوهنتون پای و. ما د مونوګراف لپاره په لنډو کیسو کې د ښځینه لیدلوري انعکاس موضوع خوښه کړه. د لراوبر داستاني اثار چې د ښځو له خوا لیکل سوي ول ولوستل. هلته مې یو څه ته پام سول او هغه دا چې حتا ښځې هم چې ښځینه کریکټرونه پنځوي معمولا یې یوازې مظلومیت انځوروي. د مېرمن پروین ملال له یوې کیسې پرته نور چې کوم اثار ما ولوستل تقریبا په ټولو کې ښځه بې واکه، مظلومه، د خشونت قرباني انځور شوې وه. 

د اغلې ارزو، هیله دا وه چې موږ په خپلو کیسو کې باید موضوعات بدل کړو. داسې کیسې باید ولیکو چې هلته ښځه کریکټره قهرمانه وي نه قرباني. زموږ د ادبیاتو یو بل عیب دا دی چې ښځه یې په ښکلا کې ایسار کړې ده موږ ولې زموږ په ادبیاتو کې د ښځو لیاقت نه یادېږي یا نه ستایل کېږي؟  

اغلې نعیمې غني چې غونډه پر مخ وړه د نورو بهیروالو له وینا وروسته به یې د دوی د خبرو په تایید یا ادامه خپل لنډ نظر هم شریکاوه. 

دا راپور د اغلې غني له دوو خبرو سره پای ته رسوم. 

  • د نوي نسل د ښځینه لیکوالو لوی کمال دا دی چې دوی اکثره اګاهانه لیکل کوي. د ښځیه لیدلوري په هکله حساسې دي تر هغو چې ښځې ځان و نه پېژني په ټولنه کې هم ځای نه سي پیدا کولی. 
  • کله چې وایو زموږ د ژبې په ادبیاتو کې ښځینه لیدلوری هغومره پیاوړی نه دی څومره چې باید وي دا ښه سوال دی خو له ځانه هم باید وپوښتو چې د دغې تشې د ډکولو لپاره مو څه کړې دي‌ او څه کولی سو؟ 

پاي،

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب