سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپه فراه کې په لومړي وار د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

په فراه کې په لومړي وار د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

تاند (پنجشنبه، د جدي ۷مه) په فراه کې په لومړی ځل د کتابونو د یوه نندارتون د ترسره کېدو خبر ورکړل شوی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې یاد شوی نندارتون د تېرې سې شنبې په ورځ بیل شوی او نن پنجشنبه به پای ته ورسېږي.

د سرچینو له قوله، دا نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب خپروونکو په مرسته ترسره کړی.

ویل شوي چې دا په دغه ولایت کې د کتابونو لومړنی نندارتون و.

فراه له هغو ولایتونو دی چې د سواد کچه پکې ټیټه وه او د جمهوري نظام پر مهال د اوږدو کلونو لپاره پکې د طالبانو جګړې روانې وې.

د کتاب لوستلو فرهنګ په عام ډول په افغانستان کې کم رنګه دی او تل له دې پلوه پر خلکو نیوکې کیږي چې له کتاب سره مینه نه ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب